د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د بېلابېلو ریاستونو د کاري راپورونو کاپیانې د ۸صبح لاسته رسېدلي دی. په دې راپور کې یوازې د طالبانو د ترانسپورتي قوانینو او تړونونو ریاست او د دعوت او ارشاد ریاست فعالیتونه څېړل شوي دي. د راپور له مخې، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې له څلورو هېوادونو سره څلور هوکړهلیکونه وروستيکړي، خو په دې موده کې یې له دغو هېوادونو هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. له دې سره هممهاله د دغه وزارت د طالبانو د دعوت او ارشاد ریاست د لمانځه، اوداسه او نورو دیني مسایلو د زدهکړې لپاره ۱۳۲ غونډې جوړې کړې او ویلي یې دي چې د وخت د نشتوالي له امله د کارکوونکو د لیدلوري د بدلون کچه نه ده ارزول شوې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړیوال بانک د ترانسپورتي او لوژستیکي فعالیتونو په شاخص کې ۱۳۹م ځای لري.
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د قوانینو او تړونونو ریاست شپږ میاشتنی راپور
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د ترانسپورتي قوانینو او تړونونو ریاست په خپل شپږ میاشتني کاري راپور کې ویلي چې په دې موده کې یې له قزاقستان، اذربایجان، ازبکستان او ګرجستان سره د ځمکني ټرانسپورټ د نړیوال لېږد رالېږد د هوکړهلیکونو مسودې وروستۍ کړې او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې دغو څلورو هېوادونو ته استولې دي. د راپور له مخې، د شپږ میاشتني دورې تر پای پورې له یادو هېوادونو هېڅ ځواب نه دی ترلاسه شوی.
په راپور کې راغلي چې د لنډمهالي راتګ د سند د ترلاسه کولو لپاره د ترانسپورتي شرکتونو د معرفي کولو د لارښود جوړول، له ګاونډیو هېوادونو سره د موټرچلوونکو او ترانسپورتي شرکتونو د ستونزو راټولول، له ایراني شرکتونو سره د ترانسپورتي شرکتونو د قراردادونو ثبتول او لېږل، د ازبکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د موټرچلوونکو معرفي کول او د پاکستاني موټرو لپاره د لنډمهالي راتګ د اسنادو وېشل هغه موارد دي چې دغه ریاست یې په عملي کولو نه دی توانېدلی.
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د قوانینو او تړونونو ریاست ویلي چې له پاکستان سره د فعالو ډیپلوماتیکو اړیکو د نشتوالي او د ترانسپورتي شرکتونو لپاره د لنډمهالي راتګ د اسنادو د نه صادرېدو له امله د دغو فعالیتونو د عملي کولو زمینه نه ده برابره شوې او د لارښود جوړول یې د اړینو شرایطو تر برابرېدو پورې ځنډولي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په پاکستان کې فعال سفارت لري او د پاکستان سفارت هم په کابل کې فعال دی.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د ترانسپورتي قوانینو او تړونونو ریاست د طرزالعملونو د جوړولو لپاره د دغه وزارت د تخنیکي کمېټو غونډې د طالبانو د علماوو په ګډون جوړې کړې او طرزالعملونه یې د وروستۍ ارزونې لپاره د طالبانو علماوو ته وړاندې کړي دي.
د طالبانو د کارکوونکو لپاره دیني زدهکړې؛ ۱۳۲ دیني غونډې جوړې شوې
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په خپل شپږ میاشتني راپور کې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه وزارت د کارکوونکو لپاره د ۱۳۲ ارشادي غونډو د جوړېدو خبر ورکړی دی. د راپور له مخې، ۶۰ غونډې د دعوت او ارشاد د نصاب د تدریس، ۱۲ عمومي غونډې د ملايانو د ویناوو او ۶۰ غونډې د قرآن کریم او د لمانځه د احکامو د زدهکړې لپاره جوړې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې په دې موده کې د قرآن کریم د له مخې د لوستلو او د لمانځه د احکامو په اړه ۶۰ ښوونیزې غونډې جوړې شوې دي. دغه غونډې هره ورځ او په دوامدار ډول، د سهار د رسمي کاري وخت په پیل کې د شاوخوا ۲۰ دقیقو لپاره جوړې شوې دي. په دغو پروګرامونو کې د ذوالحجې د لسیزې احکام او مسایل، د لوی اختر او د قربانۍ احکام هم تدریس او تشریح شوي دي.
د راپور له مخې، په دې پروګرام کې د دویمې سپارې، وروستۍ سپارې او د وروستۍ ربع د سورتونو په ګډون د قرآن کریم ځینې برخې تدریس شوې دي. اودس، د لمانځه د ادا کولو طریقه او د جمعې د لمانځه احکام هم د طالبانو د دغو ښوونیزو پروګرامونو له نورو موضوعاتو وو چې د ترانسپورت وزارت کارکوونکو ته وړاندې شوي دي.
دغه راز، د طالبانو د دعوت او ارشاد ریاست د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ډلې د ترانسپورت وزارت د مرکزي دفتر د شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکو لپارهد «اصلاحي بیان» ۱۲ غونډې جوړې کړې دي. په دغو غونډو کې د دغه ریاست اړوندو ملايانو د کارکوونکو لپاره د دیني موضوعاتو او د طالبانو د ډلې د غوښتنو او سپارښتنو په اړه ویناوې کړې دي.
د جماعت لمانځه څارنه
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ویلي چې پر ښوونیزو پروګرامونو سربېره یې پر جماعت لمانځه ته د کارکوونکو پر ژمنیا هم څارنه کړې ده. د راپور له مخې، په دې بهیر کې کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت اړوند احکام او سپارښتنې تشریح شوې او د جماعت لمانځه د ادا کولو څارنه په دوامدار ډول شوې ده. د راپور له مخې، هغه کارکوونکي چې د طالبانو د محتسبانو په ځینو ارشادي پروګرامونو کې یې ګډون نه دی کړی، هم پېژندل شوي او هغوی ته سپارښتنې شوې دي.
د طالبانو د ترانسپورت وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په شپږ میاشتني راپور کې راغلي چې د کارکوونکو د لیدلوري د بدلون په تړاو د دغه ریاست د فعالیتونو اغېزناکتوب نه دی ارزول شوی او د هغوی د دنیوي او اخروي چارو د اصلاح لپاره سیمینارونه نه دي جوړ شوي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو پروګرامونو پلي کول د کال د راتلونکو ربعو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
له دې سره هممهاله، د دغه وزارت کارکوونکي وايي چې دوی د مسلمانانو په توګه د لمانځه ټول اصول او قواعد او د دین اصلي او فرعي احکام په ښه توګه پېژني. د هغوی په خبره، طالبان د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د مسلکي او تخصصي پروګرامونو د جوړولو پر ځای، سهار مهال هغه وخت چې تازه کار ځای ته رسېږي او انرژي لري، هغوی دیني زدهکړو ته بیایي؛ داسې زدهکړې چې د کارکوونکو په وینا، دوی له ماشومتوبه زده کړې دي. هغوی وايي، دغه بهیر د دې لامل کېږي چې کارکوونکي پر خپلو اساسي چارو د تمرکز او د دندو د ترسره کولو پر ځای، خپل کاري وخت پر هغو زدهکړو ولګوي چې له وړاندې ورسره بلد دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د راپور په ګډون، د معتبرو نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان د ترانسپورت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د نړیوال بانک د لوژستیکي فعالیتونو په شاخص (LPI) کې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې له پنځو ۱.۹ نمرې او د ارزول شویو هېوادونو په منځ کې ۱۳۹م ځای خپل کړی دی. دغه راز، د سوداګرۍ او ترانسپورت اړوند بنسټیزو زېربناوو د کیفیت په برخه کې د افغانستان نمرې له پنځو شاوخوا ۱.۷ وې چې په هېواد کې د ترانسپورتي او لوژستیکي زېربناوو کمزورتیا ښيي.
د سړکونو په برخه کې هم افغانستان له پام وړ ستونزو سره مخ دی. د «اسیا د ترانسپورت د څارنې مرکز» د ۲۰۲۵ کال د پروفایل له مخې، د افغانستان د سړکونو شبکه شاوخوا ۱۷۷ زره او ۷۰۰ کیلومتره ده چې نږدې ۹۱ سلنه یې محلي او کلیوالي لارې جوړوي.
د موټرو په برخه کې هم افغانستان د موټرو له ټیټې کچې برخمن دی. د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې د هر زرو کسانو پر سر شاوخوا ۵۱ نقلیه وسایط لري؛ په داسې حال کې چې په اسیا او اقیانوسیه سیمه کې په منځنۍ توګه د هر زرو کسانو پر سر شاوخوا ۳۱۷ نقلیه وسایط شته.
له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال اټکل ښيي چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله د مړینې کچه په هر ۱۰۰ زره کسانو کې ۲۴.۱ تنه وه. د راپور له مخې، دغه کچه د اسیا ـ اقیانوسیه سیمې له منځنۍ کچې، چې په هر ۱۰۰ زره کسانو کې ۱۵.۲ تنه ده، لوړه ده.





