۸صبح، ننګرهار: طالبانو اعلان کړی چې پرون په دغه ولایت کې د څلورو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ یکشنبه د وږي پر ۲۹مه، ویلي چې په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
د طالبانو په وینا، دا پېښې په جلالاباد ښار او د بټيکوټ او کوټ ولسوالیو کې شوې دي.
طالبانو ویلي چې دا پېښې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو له امله شوې دي.





