• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي

۸صبح ۸صبح
۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791621368]
Wikipedia + AI

Wikipedia + AI

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي په  فساد، زورزیاتي او له خلکو په باج اخیستو تورنوي. دوی وايي، داسې هېڅ مرجع نشته چې د خلکو پر شکایتونو غور وکړي. د دوی په وینا، د غور خلک په تېرو پنځو کلونو کې له حق‌خوړنې، زورزیاتي او د طالبانو له فشارونو ستړي شوي او هېڅوک د وېرې له امله خپل غږ نه شي پورته کولای.

د فیروزکوه دغو اوسېدونکو د «فغان‌نامه» تر سرلیک لاندې د ۸صبح ورځپاڼې ته په استولې لیک کې ټینګار کړی چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د «دولتي شتمنیو چور» ته مخه کړې، دا شتمنۍ یې «غنیمت» ګڼلې او لوټ کړې یې دي.

د فیروزکوه یو شمېر اوسېدونکي په غور کې د طالبانو د پخواني والي احمدشاه دین‌دوست له لوري له خلکو د راټولو شویو پیسو په اړه وايي، د هغو پیسو برخلیک څرګند نه دی چې د سړک جوړولو په نوم راټولې شوې وې او ښايي حیف‌ومیل شوې وي.

په دې لیک کې راغلي چې دغه پیسې د زور او د خلکو له پاکو احساساتو په ناوړه ګټې اخیستنې راټولې شوې وې او ان ځینو خلکو د سړک جوړولو په هیله د خپلو مېرمنو ګاڼې پلورلې او طالبانو ته یې پیسې ورکړې وې.

د دې لیک په بله برخه کې راغلي چې طالبانو د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په دې موده کې لسګونه پخواني نظامیان او یو شمېر مخورې او سیاسي څېرې وژلي دي، خو د هغوی پر قضیو هم هېڅ ډول غور نه دی شوی.

په لیک کې راغلي چې په فیروزکوه کې د طالبانو ښاروالۍ د دولتي ځمکو د معاملې او غصب پر مرکز بدله شوې او د طالبانو له ځینو نورو ادارو سره په همغږۍ یې دولتي ځمکې او شنې ساحې غصب کړې دي.

د دې لیک له مخې، طالبانو د بازار جوړولو په پلمه د پخوانیو نشراتو د ساحې ځمکه له خلکو اخیستې، خو وروسته یې د خپلو غړو ترمنځ وېشلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه سیمه پخوا، د مخکیني حکومت پر مهال، وېشل شوې وه او یو شمېر کسان د «آویز» په نوم اسناد لري. له دې سره سره، د طالبانو ښاروالۍ د خلکو اسنادو ته له پام پرته دغه سیمه بیا وېشلې ده.

د فیروزکوه دغه اوسېدونکي وايي، د طالبانو ښاروالۍ د ترافیکو ادارې او سرې میاشتې تر شا د ځمکو اړوند آویزونه په رسمیت نه پېژني او دغه سیمې بیا وېشي، په داسې حال کې چې خلک د مخکیني حکومت له لوري صادر شوي آویزونه لري. د دوی په وینا، د طالبانو ښاروالۍ ورته ویلي چې دا د ښار له ښو سیمو ده او مخکیني حکومت په ارزانه بیه پر خلکو پلورلې ده؛ له همدې امله باید خلک یې د اخیستو لپاره بیا پیسې ورکړي، که نه نو دغه سیمې به نورو کسانو ته ووېشل شي.

په لیک کې راغلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټه شخصي مسایلو ته رسیده‌ګي کوي، د للمي ځمکو عرفي او ذي‌حدي اسناد نه مني او له مالکانو څخه یې شرعي اسناد غواړي. د لیکوالانو ادعا ده چې د هغو کسانو ځمکې چې د دې کمېټې غړو ته پیسې ورنه کړي، «دولتي» اعلانېږي.

د فیروزکوه دغو اوسېدونکو په خپله «فغان‌نامه» کې لیکلي چې په ښار کې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري د بازارونو تنظیم د بډو ورکولو پر بنسټ کېږي او هغه کسان چې پیسې ورکوي، کولای شي د خوراکي توکو دوکانونه د خپلې خوښې لوري ته ولېږدوي. دوی د هریرود سیند له سوېله د ښار لېرې سیمې ته د منډوي لېږدولو ته په اشارې سره وایي چې دا کار له دوکاندارانو سره له مشورې پرته شوی او خلکو ته یې ستونزې رامنځته کړي دي.

د فیروزکوه د اوسېدونکو په فغان‌نامه کې راغلي چې د لرګیو او ګنج‌فروشۍ د دوکانونو لپاره د ځای ټاکل د ژمنو او پیسو ورکولو پر بنسټ کېږي. د دوی په ادعا، دندې هم د طالبانو د غوښتنو او اقتصادي ګټو له مخې پلورل کېږي.

له دې سره هممهاله، د غور یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د پوهنې ریاست کې د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې د فساد او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې په دې بهیر کې روڼتیا نشته. د دوی په وینا، په دې اړه هېڅوک ځواب نه وايي او یو شمېر کسان له ازموینې پرته د ګومارل شویو کسانو په نوملړ کې شامل شوي او نومونه یې د طالبانو د پوهنې وزارت ته استول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د غور یوه اوسېدونکي په یوه لیک کې لیکلي وو چې په دغه ولایت کې د طالبانو پخواني والي احمدشاه دین‌دوست د سړکونو او پلچکونو جوړولو په پلمه له خلکو څخه ډېرې پیسې راټولې کړې وې. د دغه اوسېدونکي په وینا، د دغو پیسو یوه برخه د دین‌دوست یوه نږدې کس له صرافۍ ایستلې او هغه ته یې سپارلې وه. د لیکوال ټینګار دا و چې د حقیقت د روښانولو او د دغو ادعاوو د ردولو لپاره باید حسابونه، د پیسو راټولولو اسناد او د لګښتونو جزئیات په رڼه او شفافه توګه د خلکو په واک کې ورکړل شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.