د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د زده کړو یو شمېر فعالان وايي چې د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو دوام افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ کولای شي. دوی زیاتوي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونکو د روزنې مرکزونو تړل کېدو، د ښوونکي مسلک ته د نوي کاري ځواک لاره تړلې ده. د دغو فعالانو په وینا، اوسني ښځینه ښوونکي به هم په راتلونکو کلونو کې د دندو له بهیره ووځي او د هغوی د ځای ډکولو لپاره به کافي روزل شوی کاري ځواک نه وي.
د زدهکړو دغه فعالان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې خبرداری ورکوي چې د ښځینه ښوونکو کمښت کولای شي، په ځانګړې توګه په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې زدهکړو ته د نجونو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي. دوی وايي، د یوه ښوونکي روزنه څو کلونه وخت نیسي او په لنډمهال کې د دې کاري ځواک د کمښت جبرانول ناشوني دي. دغه کارپوهان له ښوونیزو مسوولانو غواړي چې د ښځینه ښوونکو د روزنې او ګومارنې لپاره مشخص پروګرامونه جوړ کړي.
د ښوونې او روزنې فعاله سامعه علمیار وايي، د طالبانو ښوونیزو محدودیتونو نه یوازې د اوسنیو ښځینه ښوونکو پر کاري وضعیت اغېز کړی، بلکې په دې برخه کې یې د نوي کاري ځواک د روزنې لاره هم محدوده کړې ده. هغه زیاتوي چې هغه ښځې چې کلونه یې د ښوونکي د مسلک خپلولو لپاره زدهکړې کړې دي، اوس د خپل مسلکي فعالیت د دوام په تړاو له نامعلوم وضعیت سره مخ دي. د علمیار په وینا، له پوهنتونونو او ذ ښوونکو د روزنې له مرکزونو د نجونو محرومول به په پای کې د نجونو د ښوونې لپاره د مسلکي کاري ځواک د کمېدو لامل شي.
د زدهکړو دغه فعاله وايي: «که نن نجونې لوړې زدهکړې ونه کړای شي او د مسلکي ښوونکو په توګه دندې ته چمتو نه شي، څو کاله وروسته به له داسې نسل سره مخ شو چې د نجونو د تدریس لپاره به نوی او مسلکي کاري ځواک نه وي. له د نجونو له یوه نسله د پوهنتوني زدهکړو په اخیستو سره، د پوهنې راتلونکی کاري ځواک هم تر یوه بریده محدودېږي.»
د زدهکړو بله فعاله زینب کوهستاني هم وايي چې له پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې له مرکزونو د نجونو د محرومیت دوام به د ښځینه ښوونکو د اړتیا او د شته کاري ځواک ترمنځ واټن لا زیات کړي. هغه زیاتوي چې له یوې خوا یو شمېر اوسني ښځینه ښوونکي په تدریجي ډول له کاري بهیره وځي او له بلې خوا، ښوونیز محدودیتونه د هغوی د ځای ډکولو لپاره د نوي کاري ځواک د روزنې مخه نیسي.
دغه ښځینه فعاله وايي: «که نجونې د اوږدې مودې لپاره له لوړو زدهکړو او د ښوونکو د روزنې له مرکزونو محرومې پاتې شي، په راتلونکې کې به د ښځینه ښوونکو له جدي کمښت سره مخ شو. په داسې شرایطو کې به هم د زدهکړو کیفیت زیانمن شي او هم به ښځینه ښوونکو ته د نجونو لاسرسی لا محدود شي.»
په همدې حال کې، د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي چې له زدهکړو د نجونو د محرومیت پایلې یوازې د زدهکړې د فرصت په له له لاسه ورکولو سره نه محدودېږي. هغوی زیاتوي چې د ښځینه ښوونکو روزنه، ګومارنه او په دندو کې ساتل د نجونو د زدهکړې د حق د تأمین یوه برخه ده؛ ځکه په ځینو سیمو کې د ښځینه ښوونکو حضور کولای شي ښوونځیو ته د نجونو د تګ زمینه برابره کړي.
د زدهکړو فعال عبدالله احمدي وايي، که د ښځینه ښوونکو د روزنې بهیر درېدلی پاتې شي، په راتلونکو کلونو کې به د دغه کاري ځواک کمښت لا زیات شي. هغه ټینګار کوي چې دا موضوع یوازې د ښوونکو شمېر نه کموي، بلکې په ښوونځیو کې د نجونو پر حضور هم اغېز کولای شي.
د ښوونې او روزنې فعال عبدالله احمدي وايي: «که نن په کافي اندازه ښځینه ښوونکي ونه روزو، دا تمه نه شو کولای چې په راتلونکې کې به کافي ښځینه ښوونکي ولرو. هر څومره چې نوی کاري ځواک کم وروزل شي، په راتلونکې کې به د اوسنیو ښځینه ښوونکو لپاره د ځای ناستو شمېر هم کم وي.»
هغه زیاتوي چې په ځینو کورنیو، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې میندې او پلرونه غوره ګڼي چې لوڼې یې د ښځینه ښوونکو له خوا زدهکړه وکړي او د دغه کاري ځواک کمېدل کولای شي زدهکړو ته د یو شمېر نجونو لاسرسی محدود کړي.
د بشري حقونو دغه فعال وايي: «ښځینه ښوونکې د ډېرو کورنیو لپاره یوازې یوه ښوونیزه کاري قوه نه ده؛ په ځینو سیمو کې د هغې شتون کولای شي ښوونځي ته د نجونو د تګ زمینه برابره کړي. که د ښځینه ښوونکو شمېر کم شي، ښايي په ښوونځیو کې د یو شمېر نجونو حضور هم کم شي.»
ښځینه ښوونکې شیبا (مستعار نوم) چې په کابل کې دنده ترسره کوي، وايي چې د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو دوام نه یوازې د زدهکوونکو پر راتلونکي اغېز کوي، بلکې د ښځو د تدریسي مسلک راتلونکی هم له نامعلوم وضعیت سره مخ کړی دی. هغه زیاتوي چې اوسني ډېری ښځینه ښوونکي به یوه ورځ له دندې ووځي، خو د پوهنتونونو او ښوونکو د روزنې له مرکزونو د نجونو د محرومیت په دوام سره به د هغوی د ځای ډکولو لپاره نوی کاري ځواک ونه روزل شي.
دغه ښځینه ښوونکې وايي: «موږ نن په ښوونځیو کې تدریس کوو، خو اندېښمنې یو چې څو کاله وروسته به څوک زموږ ځای ونیسي. که نن نجونې زدهکړه ونه کړای شي او پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو ته د تګ اجازه ونه لري، په راتلونکې کې به ښځینه ښوونکي کمې شي. دا یوازې د ښوونکو ستونزه نه ده؛ کله چې ښځینه ښوونکې نه وي، ښايي یو شمېر نجونې هم ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکړي.»
ښځینه ښوونکو د راتلونکي کاري ځواک په تړاو دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږی چې یونیسف په خپله یوه تازه شننه کې ویلي و، که پر نجونو د زدهکړو او پر ښځو د کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو پورې ښځینه ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي. دغه بنسټ همداراز ویلي وو چې په لومړنیو زدهکړو کې د ښځینه ښوونکو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راکم شوی؛ یعنې څه باندې ۹ سلنه کمښت راغلی دی.
یونیسف خبرداری ورکړی چې افغانستان له یوه «دوهګوني ناورین» سره مخ دی؛ له یوې خوا د مسلکي ښځینه کاري ځواک یوه برخه له کاري بهیره وځي او له بلې خوا، نجونې له هغې زدهکړې حرومېږي چې د دغه کاري ځواک د ځای ناستې لپاره ورته اړتیا ده. د دغه بنسټ د شننې له مخې، که د نجونو د منځنیو زدهکړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له دوو میلیونو ډېرې نجونې به له لومړنۍ دورې د پورته زدهکړو له حقه محرومې شي.
په افغانستان کې د نجونو منځنۍ زدهکړې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې درول شوې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې ښځې له پوهنتونونو هم منع شوې. د یونیسف په وینا، د دغو محدودیتونو دوام نه یوازې د نجونو د زدهکړې فرصت کموي، بلکې د پوهنې او روغتیا په څېر برخو کې د مسلکي ښځینه کاري ځواک د روزنې لپاره د افغانستان وړتیا هم کموي.
اوسمهال، د طالبانو د پرېکړې له مخې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ حق نه لري او ښځینه ښوونکي هم یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د تدریس اجازه لري.


