یو راپور چې د امریکا د دولت لپاره چمتو شوی دی، په بشري مرستو کې د «ترهګرو» له نفوذ او کنټرول نه یې پرده لیرې کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو په افغانستان کې مرستندویه نړۍوالو بنسټونو کې په سیستماتیک ډول نفوذ کړی دی. د راپور پر بنسټ، طالبان نړۍوالې مرستې د خپلو عوایدو د سرچینو په توګه کاروي او مرستندویه بنسټونو د دغې ډلې له استخباراتو سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په موخه، د چانه زنیو واک له لاسه ورکړی دی. په راپور کې راغلي دي چې طالبان د خپل د باور د ترلاسه کولو لپاره، د مرستندویه سازمانونو له سیمه ییزو ځواکونو سره له وېرې او زور نه ګټه اخلي. په راپور کې ویل شوي دي له هغه راهیسې چې «ترهګر او د مخدره توکو قاچاقبر» په غیر قانوني توګه واک ته رسېدلي دي، له بشري مرستو نه ناوړه ګټه اخیستنه، په سازماني ډول زیاتوالی موندلی دی.
دغه راپور د متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې په سپارښتنه د بایدن دولت لپاره جوړ شوی دی. ددغه راپور جزییات لا په ډاګه شوي نه دي، خو یوه کاپي یې د فارن پالیسي ورځپاڼې لاس ته ورغلې ده.
د نړۍوالې سولې سازمان د تېرو دوو کلونو په لړ کې د وېش د بهیر له جریان او په تېرو دوو کلونو کې له بشري مرستو نه د ګټې اخیستنې په اړه په افغانستان کې د متحده ایالتونو د پراختيایي ادارې (USAID) په سپارښتنه د جو بایدن د دولت لپاره یو راپور چمتو کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي دي چې بشري مرستې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي. د دغه راپور پر بنسټ، طالبان په سیستماتیک او موخه ییز ډول په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د انحرافي بدلون په لټه کې دي. دا راپور تر اوسه علني شوی نه دی، خو یوه کاپي یې د فارن پالیسي په واک کې ورکړل شوې ده. فارن پالیسي راپور ورکړی دی چې طالبان نړیوالې مرستې د خپلو عواید د سرچینو په توګه ویني. ددغه راپور پر بنسټ، دغه ډله د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي سازمانونو پر سیمه ییزو کارکوونکو له زور او تاوتریخوالي نه په کار اخیستلو، د خپل ځان په ګټه د بشري مرستو د بشپړ انحراف او د باور د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.
دغه راپور پربنسټ، له خیر رسونکو موسسو او د پیسو راټولولو لپاره له نړۍوالو مرستو نه ګټه اخیستنه، په افغانستان کې د طالبان د لومړۍ دورې په حاکمیت کې هم شتون درلود، خو دغې کړنلارې ددغې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې، ډېر ارزښت موندلی دی. په راپور کې راغلي دي: «هغه مهال چې ترهګر او د مخدره توکو قاچاقبر په غیر قانوني توګه واک ته ورسېدل، له بشري مرستو نه ګټه اخیستنې، ډېر ارزښت پیدا کړی دی.»
دغه راز ویل شوي دي چې دغه راپور، په افغانستان کې د طالبانو د واک د دوو کلونو د اقتصادي او ویجاړوونکي وضعیت دقیق تحلیل وړاندې کوي. د راپور لیکوال ټینګار کړی چې بشري مرستې په سیستماټیک ډول د طالبانو تر کنترول لاندې د یو شمېر کړیو په مرسته منحرف کیږي او په افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان د بنسټونو د شتون په اړه جدي پوښتنې رامنځته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسونې مسوولیت پر غاړه لري؛ خو دا مهال د دغه بنسټ ماموریت تر پوښتنې لاندې دی. راپور وايي: «داسې ښکاري چې طالبان د ملګرو ملتونو سیستم د یوه بل عوایدي جریان په توګه ویني او هڅه کوي چې پر هغه کنټرول او انحصار ولري.» دغه راپور د مرستو د بهیر د کنترول لپاره د نړۍوالو سازمانو وړتیا له هغې ډلې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴ راهیسې د متحده ایالتونو له لوري یوازې د شاوخوا دوو میلیارده ډالرو رالېږل تر شک لاندې راولي. په راپور کې ویل شوي دي چې د افغانستان د مشروع دولت په توګه د طالبان د رسمیت پېژندنې په برخه کې د بایدن د دولت او لویدیځو هېوادونو له لوري هڅې دوام لري. خو په راپور کې ټینګار شوی چې طالبان له «وحشت نه ډک» سیاستونو ته د ځواب ورکولو لپاره پرځای چې د افغانستان خلک یې تر پښو لاندې کړي دي او دغه هېواد یې یوځل بیا د نړۍوالو ترهګرو په پټنځای بدل کړی، مخه کړې ده.
په راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې ترلږتره ۱۹ سازمانونه له هغې وروسته چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو ګمارنه منع اعلان شوې په غیر قانوني ډول فعالیت لري. د راپور پر بنسټ، د تبعیض نه لرل د ملګرو ملتونو د سازمان منشور دی او په تلویحي ډول اشاره شوې ده چې دغه سازمانونه د خپل ماموریت د تمدید لپاره ښځو ته په غیر قانوني ډول تنخوا ورکوي. په راپور کې راغلي دي: «اوسمهال ډېری غیر دولتي سازمانونه ښځو ته پیسې ورکوي تر څو په کور کښېني، په داسې حال کې چې طالبانو هغوی ته [ښځو ته] سپارښتنه کړې ده تر څو خپل نارینه خپلوان د کار کولو لپاره د خپل پرځای ولېږي.»
د نړۍوالې سولې سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې په بشري مرستو کې د طالبانو له نفوذ نه راپور ورکوي چې تر دې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په دې هېواد د بشري مرستو لپاره د ۴.۶ میلیارد دالرو د غوښتنې له ډلې، نړۍوالې ټولنې یوازې ۳.۲ میلیارده ډالر ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې چې د روان میلادي کال په مې مېاشت کې د نړۍوالې سولې د سازمان له لوري د بایډن ادارې ته وړاندې شوی دی. د راپور لیکوالان داسې پایلې ته رسېدلي دي چې «طالبان په چټکۍ او په حیرانتیا ډول منسجم پاتې شوي دي.» د دغه راپور پر بنسټ، اوسمهال د سیاسي واک مرکز له کابل نه کندهار ته لېږدول شوی دی او ټولې پرېکړې د ملا هبت الله اخوندازه له لوري نیول کېږي.
په راپور کې راغلي دي چې غیردولتي سازمانونه له وزارتونو سره د هغو هوکړه لیکونو لاسلیکولو ته اړ کېږي چې د طالبانو د مخفي سرویس مامورینو له لوري، د دغې ډلې د استخباراتو ادارې تر کنټرول لاندې، مدیریت کیږي. دغه راپور ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتو اداره پر غیر دولتي سازمانونو د څارنې مسوولیت لري. ددغه راپور د توضیح پر بنسټ، د هوکړې په لاسلیک سره، په افغانستان کې د مرسته کوونکو سازمانونو د نفوذ د لګولو وړتیا لمنځه ځي. دغه راز راپور زیاته کړې چې د طالبانو استخبارات «په ننګرهار کې د مخالفینو د وژنې مسوول» دي.
دغه راپور ښيي چې د ملګرو ملتونو سازمان او نه واک لرونکي غیر دولتي سازمانونه یو لاس دي، ځکه د طالبانو د څارنې او کنټرول د شرایطو له مخې دوه اړخیز تړونونه، لاسلیکوي. په راپور کې دغه راز د طالبانو د یو شمېر مالي سرچینو په اړه هم ویل شوي دي، خو ویل شوي چې په افغانستان کې د رسمي عوایدو د لګښت څرنګوالی ناڅرګند دی او هېڅوک نه پوهېږي چې د دغه هېواد رسمي عواید چېرې او څه ډول په مصرف رسېږي. دغه راپور ویلي چې د دولتي بودیجې شاخوا ۴۰ سلنه د دغې ډلې امنیتي برخو ته ځانګړې شوې ده. په راپور کې ټینګار شوی دی: «طالبان په ښکاره د عواید د تولید په حال کې دي، خو اصلا روښانه نده چې هغوی دومره پیسې چېرې لګوي.»
د نړۍوالې سولې سازمان په داسې حال کې د افغانستان په مرستندویه بنسټونو کې د طالبانو او نورو «ترهګریز» ډلو له پراخ نفوذ نه خبر ورکوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت، راپور ورکړی چې په تېر یوه کال کې، د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون څه باندې ۳۰۰ او اویا نوې موسسې په دې وزارت کې ثبت شوي دي. سربېره پر دې، له بهرنیو سازمانونو نه باخبره سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د دغه وزارت یو شمېر چارواکو په غیر مستقیم ډول هغوی ته ګواښ کړی چې که پر دې ډلې پورې تړلو خلکو ته پروژې ورنکړي، ستونزې به ورته جوړې کړي.
تر دې وړاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي چې په افغانستان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي به د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر پای پورې د خوړو له شدیدې بې امنۍ سره مخ شي. سربېره پر دې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې ۲۴.۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له هرو ۱۰ تنو ۹ تنه یې په فقر کې ژوند کوي. د یوناما په خبره، افغانستان له پراخ ناورین سره مخ دی.
سربېره پر دې، ویل کېږي چې په میاشتني ډول څه باندې ۱۵۰ میلیونه ډالره نقدې پیسې کابل ته رارسېږي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دغه مرستې د طالبانو په واک کې نه ورکول کېږي او له هغو نه د بشري مرستو د ټینګښت لپاره ګټه اخیستل کېږي.