په ۱۳۰۰ لمریز کې تذکره درلودل حرام ګڼل کېدل .له ۱۳۶۰ کلونو را په دېخوا د ګاونډي په شناختي کارتونو پسې سرونه ماتوو.
په ۱۳۷۰ کلونو کې ويډیو، کامره، عکس، د ساه کښو انځورول او تجسم حرام ول.
په ۱۳۹۰ کې ویډیوګانې، مستندونه، عکسونه، د مقدسې جګړې د تبلیغاتي وسایلو په توګه تر هربل وخته ډېر کاریږي. د ویډیوګانو په بکګرونډ کې موزیکالې ټوټې هم اورېدل کیږي.
په ۱۳۰۵ کې په غزني کې یو کلیوال د کفر ویلو په جرم په شنو لښتو ووهل شو، ځکه ویل یې چې په اسمان کې یې یوه لویه وسپنه لیدلې، چې لکه باز غوندې الوتله (الوتکه). هغه مهال دا خبره شرک وګڼل شوه.
په ۱۳۹۸-۱۳۹۹کې هڅه کیږي، چې د مقدسې جګړې لپاره باید بې پیلوټه الوتکې وکارول شي.
په ۱۳۷۰ لسیزه کې د بامیان او کابل میوزیم مجسمې ړنګې شوې. د دې کار لپاره فتوا له هغه ګاونډي راغلې وه، چې په خپلو سلګونو میوزیمونو کې یې زرګونه تاریخي مجسمې ولاړې وې.
په ۱۳۰۸ کې اماني حکومت ځکه د الحاد په فتوا راوپرځول شو، چې افغان ځوانان یې بهر ته لېږلي ول او هغوی هلته د کفارو په ژبه (انګریزي) درسونه لوستل.
اوس ټول جګړه ییز او سیاسي تبلیغات په څلورو ژبو کیږي، انګریزي او اردو په کې مهمې ژبې دي.
اصلي پوښتنه دا ده، چې له ۱۳۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ لمریز پورې په نصوصو او د فتواګانو په سرچینو کې بدلون راغلی، که عقلي پرمختګ شوی؟
یوه بله پوښتنه: د ټولو هغو ډلو د مشرانو بچیان ولې په بهرنیو هېوادونو کې ښوونځي او پوهنځي لولي، چې وسله والو یې په تېرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان په کلیوکې ښوونځي سوزول او لا یې هم سیزي؟ دا سیزل د کوم دیني حکم پر بنسټ؟ او هغه ښوونځي او پوهنځي ته تلل په کوم دیني حکم؟
فرضیه: که د اړتیا له مخې له موډرنو وسایلو او ژوند شرایطو ګټه اخیستنه روا وي، د خوښۍ ځای دی، باید د ژوند په ټولو چارو کې دغه نوښت، تحول، تکامل، بدلون او موډرنایزېشن ومنل شي.
آیا دا توپیرونه او له دین څخه ډول ډول تعبیرونه او تفسیرونه د راراونو نسلونو عقاید لړزولای نه شي؟
ښه به دا وي، چې په خورا ادب او له هر راز سپکاوي پرته پر دغو پوښتنو بحث، خبرې اترې (ګفتمان یا Discourse ) پیل شي. په دغه له درناوي ډک بحث کې باید علمي دلایل وړاندې شي او د هیڅ شخص، عقیدې، باور یا لوري سپکاوی ونه شي.
دا پوښتنې زموږ د برخلیک، تاریخ، ټولنې او ورځني ژوند بنسټي پوښتنې دي، باید پرې د غږېدلو، پوښتلو، ځوابولو او پایلې ته رسېدلو تمرین پیل کړو، باور لرم، چې یو مهال به ښو پایلو ته ورسېږو.