د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، ښځې د بحران پر مهال د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا خبره د جمعې په شپه (مارچ ۳۱) په یوه ټویټ کې وکړه.
ګوتریش لیکلي: «د بحران په وخت کې، ښځې او نجونې د ځانګړي زیانونو سره مخ دي، په شمول د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، جنسي زورونې او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کېږي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي چې د جنسیت برابري باید د ټولو هڅو په مرکز کې ځاې ولري چې د بیړنیو پیښو څخه اغیزمن شوي خلکو سره مرسته وکړي.
ګوتریش په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د تحقق لپاره د مبارزې غږ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې د زده کړې او کار د حق په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.