• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غزني په استوګنیزو سیمو کې د ګچ او سمنټو فابریکې؛ اوسېدونکي د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۲۲ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789287429]

د غزني ولایت د «ښارګوټي، بکاول، جلوګیر او لشَمک» سیمو یو شمېر اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د سمنټو او ګچو فابریکو له فعالیته شکایت کوي. دوی وايي، د دغو فابریکو له فعالیته خپرېدونکی لوګی او دوړې د استوګنیزو سیمو هوا ککړوي او د دغو فابریکو شاوخوا اوسېدونکې کورنۍ یې له روغتیايي او ورځنیو ستونزو سره مخ کړې دي. دوی زیاتوي چې د فابریکو له فعالیته راوتلې دوړې د کورونو پر بامونو، انګړونو او د کورونو دننه کښېني او د دې وضعیت دوام یو شمېر کورنۍ دې ته اړې کړې دي چې خپل کورونه پرېږدي. د دوی په وینا، ډېری دغه فابریکې د جمهوریت پر مهال په طالبانو پورې د اړوندو ځايي زورواکو له خوا جوړې شوې وې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې فعالیت او شمېر زیات شوی دی.

دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د سمنټو او ګچو ډېری فابریکې له غیرمعیاري سون‌توکو کار اخلي او پر فعالیتونو یې اغېزناکه څارنه نشته. دوی زیاتوي چې د لوګي د تصفیې د دستګاوو لګول او پر فابریکو منظمه څارنه کولای شي د هوا ککړتیا کمه کړي؛ خو د دوی په خبره، طالبانو تر اوسه د دغو فابریکو له امله د رامنځته شوې ککړتیا د کمولو لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی کړی.

د غزني ولایت د لشَمک سیمې اوسېدونکی شکرالله په دې سیمه کې د سمنټو او ګچو فابریکو د فعالیت زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي. هغه وايي، د دغو فابریکو له فعالیته خپرېدونکی تور لوګی او دوړې د سیمې هوا ککړه کړې او هره ورځ یې د ده د کور پر بام، انګړ او دننه برخو کښېني. هغه زیاتوي چې د دغو فابریکو دوامداره فعالیت د ده او د کورنۍ ژوند له ستونزو سره مخ کړی؛ خو بېوزلۍ او اقتصادي کمزورتیا دوی ته د کور پرېښودو او بل ځای ته د کډه کېدو اجازه نه ده ورکړې.

این باشنده غزنی می‌گوید: «خانه‌ما در یک‌قدمی کارخانه گچ است و دود و بوی بد آن مستقیم داخل خانه و حویلی ما می‌آید. هر روز گرده‌های سیاه روی بام، حویلی و داخل خانه می‌نشیند و چندین بار خودم و کودک‌هایم به‌دلیل همین وضعیت مریض شدیم و به داکتر رفتیم. نه پول داریم که جای دیگری خانه بخریم و نه این کارخانه دستگاه تصفیه‌کننده دارد. این کارخانه‌ها نباید در مناطق رهایشی باشند و باید دور از محل زنده‌گی مردم ساخته شوند. از مسوولان می‌خواهیم هرچه زودتر در برابر فعالیت این کارخانه‌ها اقدام جدی کنند.»

د غزني اوسېدونکی وايي: «زموږ کور د ګچ فابریکې تر څنګ دی او لوګی او بد بوی یې نېغ زموږ کور او انګړ ته راځي. هره ورځ تورې دوړې پر بام، انګړ او د کور دننه کښېني او څو ځله زه او ماشومان مې د همدې وضعیت له امله ناروغ شوي او ډاکټر ته تللي یو. نه دومره پیسې لرو چې بل ځای کور واخلو او نه دغه فابریکه د تصفیې دستګاه لري. دغه فابریکې باید په استوګنیزو سیمو کې نه وي او د خلکو د ژوند له سیمو لېرې جوړې شي. له مسوولانو غواړو چې ژر تر ژره د دغو فابریکو د فعالیت پر وړاندې جدي اقدام وکړي.»

د غزني د بکاول سیمې اوسېدونکې سیماګل وايي چې استوګنیزو سیمو ته نږدې د ګچو او سمنټو فابریکو فعالیت د هوا ککړتیا او د خلکو روغتیايي ستونزې زیاتې کړې دي. هغه غواړي چې د فابریکو له غیرمعیاري سون‌توکو د کار اخیستو مخه ونیول شي او له استوګنیزو سیمو دې بهر انتقال شي. د سیماګل په وینا، ماشومان او زاړه کسان د دغو فابریکو له لوګي او ککړوونکو موادو ډېر زیانمنېږي او باید د دغو ککړتیاوو د کمولو لپاره اقدام وشي.

د غزني د بکاول سیمې اوسېدونکې سیماګل وايي چې استوګنیزو سیمو ته نږدې د ګچو او سمنټو فابریکو فعالیت د هوا ککړتیا او د خلکو روغتیايي ستونزې زیاتې کړې دي. هغه غواړي چې د فابریکو له غیرمعیاري سون‌توکو د کار اخیستو مخه ونیول شي او له استوګنیزو سیمو دې بهر انتقال شي.

د سیماګل په وینا، ماشومان او زاړه کسان د دغو فابریکو له لوګي او ککړوونکو موادو ډېر زیانمنېږي او باید د دغو ککړتیاوو د کمولو لپاره اقدام وشي.

د غزني دغه اوسېدونکې وايي: «ډېری لوګی له حمامونو او کوچنیو فابریکو تولیدېږي او هوا ډېره ککړه شوې ده. مخکې زموږ سیمې پاکه هوا لرله او خلکو په ارامۍ ساه اخیسته؛ خو اوس هغه بد بوی چې په سیمه کې خپرېږي، زموږ د سر درد لامل شوی دی. دغه فابریکې باید ژر تر ژره وتړل شي یا له استوګنیزو سیمو لېرې شي؛ که نه، د نږدې کورونو د اوسېدونکو روغتیا به لا زیانمنه شي.»

د غزني د جلوګیر سیمې اوسېدونکی شفیق وايي چې د طالبانو له خوا د ګچو او سمنټو فابریکو پر فعالیت د څارنې نشتوالی د دې لامل شوی  چې دغه فابریکې له چاپېریالي معیارونو پرته فعالیت وکړي. هغه زیاتوي چې د دغو فابریکو له فعالیته خپرېدونکي لوګی او دوړې د سیمې هوا ککړه کړې او خلک یې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي. د شفیق په خبره، سره له دې چې خلکو شکایتونه کړي، خو د دغو فابریکو د ککړتیا د کمولو لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی شوی.

په همدې حال کې، یو شمېر فابریکه لرونکي وايي چې په خپلو فابریکو کې یې د لوګي د تصفیې دستګاوې لګولې دي؛ خو د برېښنا نشتوالي د دغو دستګاوو دوامداره کارول له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې د برېښنا د ثابتې شبکې برابرېدل کولای شي د تصفیې دستګاوو د منظمې کارونې زمینه برابره کړي او د فابریکو له فعالیته د خپرېدونکي لوګي کچه راکمه کړي.

شفیق وايي: «ډېری دغه فابریکې له غیرمعیاري سون‌توکو کار اخلي او فعالیت یې د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. زموږ په سیمه کې هم د جمهوریت پر مهال د زورواکو له خوا ډېرې فابریکې جوړې شوې وې، خو چا یې فعالیت ته پام ونه کړ. اوس د دغو فابریکو لوګي هوا ډېره ککړه کړې او څو ځله زه او زما د کورنۍ غړي د هوا د ککړتیا له امله ناروغ شوي او ډاکټر ته تللي یو.»

د غزني یو فابریکه‌ لرونکی وايي چې د برېښنا نشتوالی د سمنټو او ګچو په فابریکو کې د لوګي د تصفیې دستګاوو اغېزناک کارول له ستونزې سره مخ کړي دي. هغه زیاتوي چې په غزني کې د رسمي صنعتي پارکونو نشتوالی هم د دې ولایت د صنعت‌کارانو له مهمو ستونزو دی. قربان‌علي له طالبانو غواړي چې د صنعتي پارکونو په جوړولو او وېشلو سره صنعت‌کارانو ته د برېښنا او نورو اړینو اسانتیاوو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

دغه فابریکه لرونکی وايي: «زه د سمنټو او ګچو د تولید فابریکه لرم چې د بکاولو له لېسې پورته موقعیت لري. په فابریکه کې د لوګي د تصفیې دستګاه لرو؛ خو زموږ اساسي ستونزه د برېښنا نشتوالی دی. موږ له سکرو کار اخلو او د برېښنا د نشتوالي له امله نه شو کولای د تصفیې دستګاه په سمه توګه وکاروو. په غزني کې رسمي صنعتي پارکونه نشته او صنعت‌کاران د برېښنا او نورو اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي. له حکومته غواړو چې صنعت‌کارانو ته صنعتي پارکونه ځانګړي او ووېشي، څو دغه ستونزې حل شي.»

د غزني په استوګنیزو سیمو کې د ګچو او سمنټو د فابریکو د پراختیا په تړاو شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ښارونه د هوا د زیاتېدونکې ککړتیا له ناورین سره مخ دي. دغه بنسټ ویلي وو چې له فابریکو او وسایطو د ککړوونکو موادو خپرېدل، د سکرو، لرګیو، پلاستیک او نورو غیرمعیاري سون‌توکو د سوځولو له لوګي سره یوځای د خلکو روغتیا ګواښي.

دغه بنسټ د هوا د ککړتیا د کمولو او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره د پاکې انرژۍ کارول، د صنعتي ککړتیاوو کمول، د عامه ترانسپورټ پراختیا او د شنو سیمو زیاتول مهمې لارې بللې دي.

د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د صنعتي فابریکو ترڅنګ، شاوخوا ۲۰۰ د خښتو بټۍ او د شیریني جوړولو فابریکې هم په نوآباد، قلعه‌شاده، بکاولو، د ښارګوټي، توحیدآباد او آرزو سیمو کې فعالیت کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.