۸صبح، هلمند: د هلمند اوسیدونکي طالبان تورنوي، چې د دوی د نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ یې روغتیایي مرکزونه د جګړو په مرکزونو بدل کړي وو، چې له دې امله اوس یوه لږه سلنه روغتیایي مرکزونه روغ پاتې دي.
دوی په خپلو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو له نشتوالي او کموالي څخه په شکایت سره وایي، چې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او اړ دي چې عادي ناروغان هم یا نورو ولایتونو بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
د ځایي خلکو په وینا، په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه په نشت حساب دي او هغه چې فعال هم دي، یا ودانۍ نه لري او یا په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
د هلمند د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکي دین محمد ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د کورنۍ د ناروغ غړي درملنه یې په خپله سیمه کې نه شي کیدای او بل چېرته یې د وړلو وس نه لري.
هغه زیاته کړه:« کورکې ناروغ لرم، خو د بېوزلي له ا مله یې بل ولایت یا هېواد ته نه شم وړلای. د طالبانو له رژیم څخه مې غوښتنه دا ده، چې زموږ ستونزو ته پام وکړي، زموږ روغتیایي مرکزونه دوی په سنګرونو بدل کړي او ویجاړ کړي وو، اوس یې باید ورغوي او فعال یې کړي.»
د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد هم وايي، چې په سیمه کې یې معیاري روغتیايي مرکزونه نشته او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د نوموړي په وینا، د یادې سیمې اوسېدونکي خپل ناروغان په کنډو کپرو لارو لښکرګاه ښار ته د درملنې لپاره وړي، چې ځینې وخت ناروغان روغتون له رسېدو مخکې د لارو د خرابوالي له امله ساه ورکوي .
هغه غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې روغتیایي خدمتونه پياوړي او د خلکو وضعیت ته پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړه:« اوس مې ناروغان مرکز لښکرګاه ښار ته راوړي ، زموږ سیمه کې روغتون نشته. دلته هم روغتون چندان خدمت نه شي کولای. دا یوه اونۍ ناروغ سره پکې پروت یم، خو نه ښه کیږي. په زیاتو روغتونونو او کلینکونو کې ښځینه څه، چې سم نارینه ډاکټران هم نه لرو.»
د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسيدونکي محمد کمال ۸ صبح ته وویل، چې روغتیایي اسانتیاوې پخوا هم ښې نه وې، خو اوس اقتصادي ستونزې او وزګارتیا سبب شوي، چې خپل ناروغان پر وخت د ښار او نورو ولایتونو روغتونونو ته ونه لیږدولای شي.
هغه زیاته کړه: « کار نشته، د خوراک څښاک پیسې لا نه لرو، په دې وضعیت کې به ناروغان په تش جیب نورو ولایتونو یا هېوادونو ته څنګه یوسو. حیران یوو، چې څه وکړو، چا ته وژاړو، څوک شته، چې زموږ غم وخوري؟ »
د هلمند د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمنان د خلکو شکایتونه نه ردوي ، خو وايي چې د دغو ستونزو لوی لامل د نفوسو زیاتوالی او هلمند ته د پخوانۍ لږې سرشمېرنې له مخې د بودیجې او امکاناتو ځانګړي کیدل دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمن ډاکتر سیداحمد سعید وویل، د شاوخوا ۲۵۶ روغتیایې روغیتایي مرکزونو او روغتونونو له ډلې یوازي ۳۸ کلینیکونه خپلي ودانۍ لري او پاتې نورې یې کرایه کورونو کي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نورو روغتیایي مرکزونو ودانۍ په جګړو کې خراب یا په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د ډاکټر سعید په وینا، په دې ولایت کې لا هم ډېرې داسې سیمې شته، چې هیڅ روغتیایي مرکز نه لري.
نوموړی وایي: « هلمند ته د څلورلس لکه نفوسو په تناسب درمل او د روغتیایي مرکزونو د رغونې امتیاز ورکول کېږي؛ په داسې حال کې چې د هلمند نفوس تر څلورمیلیونو زیات دی. په ټول هلمند کي یوازې ۳۸روغتیایي مرکزونه خپلې ودانۍ لري، پاتې یې په کرایه ځایونو کي دي یا له منځه تللي دي.«
د هلمند اوسیدونکي دا شکایتونه پر داسې مهال کوي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله د نړیوالو مرستندویانو له لوري د دغه ولایت ډېری روغتیایي مرکزونه په ټپه دریدلي دي.