۸صبح، کابل: په هلمند کې ځایی سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې، لس ځوانان د موسیقۍ د غږولو په تور نیولي دي.
یوې باوري ځايي سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط، ۸صبح ته وویل «دغه شمېر ځوانان، د دوشنبې په ورځ (کب په ۱۵مه) د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په قاري صدي سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هلمند په مارجه کې ځوانانو پلان درلود، چې د سيمه ييزې موسيقۍ «داریه» له غوږلو سره سندرې ووايي.
نیول شویو ځوانانو له ځان سره له «داریه» پرته د موسیقۍ نور وسایل نهلرل.
په ټولنیزو شبکو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې طالبان، بندیان ځوانان وهي.
بلخوا په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو په مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشين ولسواليو کې، سلګونه ځوانان د ږيرې د ښریلو په تور نيولي او شکنجه کړي دي.
طالبانو په افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته، د هر ډول موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی دی.