په کابل کې یو شمېر ښځې او نجونې د عامه ترانسپورټ د کارولو پر مهال له محدودیتونو او ستونزو شکایت کوي. دوی وایي چې ځینې موټرچلوونکي له دې امله د دوی له سپرولو ډډه کوي چې ښځې دي او په ځینو مواردو کې ښځې مجبوروي چې د دوو کسانو کرایه ورکړي.
دغه ښځې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، د جنسیت له امله محدودیتونه یوازې کار، زدهکړو، تحصیل او فردي ازادیو ته د دوی تر لاسرسي پورې محدود نه دي، بلکې ټولنیزو خدمتونو او اسانتیاوو ته هم غځېدلي دي. د دوی په وینا، ښځې په ورځني ژوند کې اړې دي چې یوازې د ښځینهتوب له امله ډېر لګښتونه وکړي او له لا ډېرو محدودیتونو سره مخ شي.
رخسار (مستعار نوم) په کابل کې عامه ترانسپورټ ته د ښځو د لاسرسي له ستونزو شکایت کوي. هغه وایي چې ښځې په ډېرو مواردو کې د مسافر وړونکو موټرو د سپرېدو لپاره ساعتونه په تمځایونو کې انتظار کوي او ځینې موټرچلوونکي ښځینه سپرلۍ نه سپروي. هغه زیاتوي چې په داسې شرایطو کې ښځې کله ناکله مجبورېږي چې د یوې څوکۍ لپاره د دوو کسانو کرایه ورکړي.
رخسار وایي: «په اوسنیو شرایطو کې د ښځو لپاره ترانسپورټي ستونزې ډېرې دي. کله چې ښځې یوازې وي، له بده مرغه ډېری موټرچلوونکي یې نه سپروي. وایي تر څو چې څو نورې ښځې پیدا کېږي، وخت ضایع کېږي؛ ښه ده چې نارینه سپاره کړو. له همدې امله موږ ساعتونه په تمځای کې انتظار کوو، چې څو ښځې شو او بیا موټر ته وخېژو.» د هغې په وینا، ځینې موټرچلوونکي له ښځو د دوو کسانو کرایه اخلي؛ په داسې حال کې چې د موټر مخکینۍ څوکۍ یوازې د یوه کس لپاره وي.
رخسار زیاتوي: «په ځینو مواردو کې په تمځایونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو حضور هم د ښځو ستونزې زیاتوي او ځینې موټرچلوونکي د محرم نه لرلو له امله له ښځو څخه د سپرولو ډډه کوي.»
زلیخا (مستعار نوم) هم وایي چې په ترانسپورټي برخه کې د ښځو له مهمو ستونزو یوه د موټر پیدا کول او د لوړې کرایې ورکول دي. هغه وایي: «په ډېرو مواردو کې ځینې موټرچلوونکي ښځې نه سپروي یا له یوې ښځې د دوو کسانو کرایه اخلي. له ما سره څو ځله داسې شوي چې موټرچلوونکي رانه د دوو کسانو کرایه غوښتې ده، په ځانګړې توګه ماښام ته په نږدې وختونو کې. هغوی له نارینهوو داسې غوښتنه نه شي کولای او دا غوښتنه ډېری وخت یوازې له ښځو کېږي. دغه وضعیت د هغو ښځو لپاره چې هره ورځ د کار، زدهکړو او ورځنیو چارو لپاره له ترانسپورټه استفاده کوي، ډېرې ستونزې رامنځته کوي.»
دغه ښځه زیاتوي: «ښه به دا وي چې د ستونزې د حل لپاره پر ترانسپورټي وسایطو څارنه زیاته شي او له هغو موټرچلوونکو سره قانوني چلند وشي چې ناعادلانه کرایه اخلي یا ښځې بې له دلیله نه سپروي.»
آیه (مستعار نوم) وایي چې له کوره د وتلو پر مهال د هغې تر ټولو لویه اندېښنه ترانسپورټي ستونزې دي. د هغې په وینا، کله ناکله تر دوو ساعتونو پورې په تمځای کې موټر ته انتظار کوي. هغه وایي: «په پیل کې موټرونه ښځې نه سپروي او وایي چې باید درې ښځې شئ، څو په شاتنۍ څوکۍ کې کښېنئ. که درې کسان نه شو، موږ نه سپروي او که په مخکینۍ څوکۍ کې کښېنو وایي د دوو کسانو کرایه راکړئ. زه د تګ راتګ لپاره په یوه لاره کې له شپږو موټرو استفاده کوم. که په هر موټر کې د دوو کسانو کرایه، یعنې ۴۰ افغانۍ ورکړم، نو زما د تګ راتګ ټول لګښت به تر معاشه هم زیات شي.»
آیه زیاتوي: «کله چې ماښام شي، موټرونه ټول نارینه سپروي او ښځې مجبورېږي چې د سړک پر غاړه انتظار وکړي. د ماښام پر مهال له ښځو ان د دوو کسانو له کرایې، یعنې ۵۰ یا ۶۰ افغانۍ هم ډېره کرایه اخلي. ښځې د خپل جنسیت له امله نه یوازې له بشري ازادیو، کار، زدهکړو او تحصیل څخه محرومې دي، بلکې له ډېرو ټولنیزو خدمتونو هم محرومې شوې دي. موږ هره ورځ د خپل جنسیت له امله په بېلابېلو بڼو لګښت ورکوو.»
رویا (مستعار نوم) وایي چې په کابل کې ځوانې نجونې د تګ راتګ پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د هغې په وینا، سهار د کار ځای ته د تلو لپاره د لیني موټرو پیدا کول اسانه نه دي او کله ناکله نجونې مجبورېږي چې د اوږدې مودې لپاره په تمځایونو کې انتظار وکړي. دغه وضعیت له کاره د بېرته ستنېدو پر مهال په تېره بیا د ماښام په ساعتونو کې لا ستونزمن کېږي.
دغه نجلۍ وایي: «له بلې خوا، کله ناکله د موټرو کرایه لوړېږي او موټرچلوونکي یې دلیل د تېلو یا ګازو لوړې بیې بولي. په ځینو مواردو کې، که یوه نجلۍ وغواړي په مخکینۍ څوکۍ کې کښېني، ترې غواړي چې د دوو کسانو کرایه ورکړي. ستونزه یوازې د کرایې او موټر په پیدا کولو پورې محدوده نه ده. ځینې نجونې، په ځانګړې توګه هغه مهال چې یوازې تګ راتګ کوي، ښایي له نامناسبو خبرو یا چلندونو سره مخ شي. دغه وضعیت د هغوی د اندېښنې او ناامنۍ احساس زیاتوي.»
رویا زیاتوي: «د هغې نجلۍ لپاره چې ماښام له خپل کارځای څخه وځي، تګ راتګ لا ستونزمن وي. د هوا په تیاره کې موټر لږ پیدا کېږي او کله ناکله موټرچلوونکي هغو ښځو ته له پاملرنې پرته چې د موټر انتظار کوي، نارینه مسافر سپروي. په پایله کې، د ډېرو نجونو لپاره ورځنی تګ راتګ پر یوې تلپاتې اندېښنې بدل شوی او دا کار کولای شي د هغوی د تګ راتګ او کارځای ته د حضور ازادي محدوده کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر ښاري ټکسي موټرچلوونکو پر خپلو وسایطو د مالیاتو او تحمیل شویو لګښتونو له زیاتوالي شکایت کړی و. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د موټرو د اسنادو پر تمدید سربېره، هر درې میاشتې وروسته اړ دي چې بېلابېلو ادارو ته یوڅه پیسې ورکړي. د دوی په وینا، دغه لګښتونه په داسې حال کې له موټرچلوونکو اخیستل کېږي چې د کار او عاید کچه یې د تېر پرتله کمه شوې او د سون توکو بیې او د وسایطو د ترمیم لګښتونه هم پرلهپسې زیاتېږي.


