۸صبح، غزني: ځایي سرچینې وايي چې پرون په غزني ولایت کې یو صراف د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۲مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه ځوان ګلبدین نومېده او پرون د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په «وليداد» کلي کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا ځوان د خپل موټر دننه د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه د دغې وژنې د علت او انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لږ تر لږه پنځو کسانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو، وسلهوالو غلاوو، وژنو او ناامنیو راپورونه خپاره شوي دي.
یو شمېر هېوادوال هم طالبان د امنیت په ټينګښت کې په ناکامۍ تورنوي.





