د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي غواړي چې د بالاحصار په تاریخي کلا کې مېشتې کورنۍ بل ځای ته ولېږدول شي. دوی وايي، په دې کلا کې د کورنیو استوګنې، د بارانونو او واورو له امله د اوښتو زیانونو او د اغېزناکې پاملرنې پر نشتوالي سربېره، د دې تاریخي ودانۍ د ویجاړېدو بهیر چټک کړی دی. دوی ټینګار کوي چې کلا ته د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره باید دغلته مېشتو کورنیو ته د لېږدولو په موخه ځمکه او اړین امکانات برابر شي.
بلخوا، د بالاحصار په کلا کې مېشتې کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د پرېښودو وس نه لري او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم دوی ته د خپلو کورونو د ترمیم اجازه نه ورکوي. د دوی په وینا، زیانمنو کورونو یې نه یوازې د کلا ځینې برخې زیانمنې کړې، بلکې د کورنیو د غړو ژوند یې هم له خطر سره مخ کړی دی. دغه کورنۍ غواړي چې بل ځای ته د لېږد لپاره ورته ځمکه برابره شي او یا د خپلو کورونو د ترمیم اجازه ورکړل شي.
د غزني ښار اوسېدونکې زرمیـنه د بالاحصار تاریخي کلا د ساتنې په برخه کې د طالبانو او مسوولو ادارو له بېپامۍ شکایت کوي. هغه وايي، هر کال د بارانونو او واورو په ورېدو سره د کلا ځینې برخې زیانمنېږي او نړېږي، خو د دې تاریخي ودانۍ د ساتنې لپاره اغېزناک ګام نه اخیستل کېږي. د هغې په وینا، بالاحصار د غزني د تاریخي او کلتوري هویت یوه برخه ده او د دې کلا ویجاړېدل د دې ښار د تاریخ د یوې برخې له لاسه ورکول دي.
زرمیـنه وايي: «تاریخي ځایونه زموږ د کلتور او هویت یوه برخه ده او باید ویجاړ نه شي. که دا ځایونه له منځه ولاړ شي، زموږ تاریخ هم له منځه ځي. بالاحصار له کلونو راهیسې له سخت تخریب سره مخ دی؛ دېوالونه او برجونه یې سخت زیانمن شوي او ځینې برخې یې نړېدلې دي. کله ناکله یې یوازې واړه ترمیمي کارونه کېږي او پیسې په دغو کارونو کې ضایع کېږي؛ په داسې حال کې چې که کلا په اساسي ډول ورغول شي، د لا ډېرې ویجاړۍ مخه یې نیول کېدای شي. د کلا دننه استوګنیز کورونه هم شته چې ډېری یې شړېدلي او د نړېدو په درشل کې دي.»
د غزني ښار بل اوسېدونکی حنظله وايي، په کلا کې د کورنیو استوګنې او د هغې د ساتنې په برخه کې د طالبانو بېپامۍ د دې تاریخي ودانۍ د ویجاړېدو بهیر چټک کړی دی. هغه زیاتوي چې د څارنې او حساب ورکولو د نشتوالي له امله ځینې اوسېدونکي د کلا تاریخي ارزښت ته له پام پرته، د هغې له ځينو برخو سره د خپلې خوښې چلند کوي. د هغه په باور، تر هغو چې په کلا کې مېشتې کورنۍ بل ځای ته ونه لېږدول شي او د کلا د ساتنې لپاره اغېزناکه طرحه عملي نه شي، د ویجاړېدو بهیر به یې دوام وکړي.

دغه ځوان وايي: «هر کال د بالاحصار کلا یوه برخه نړېږي او د بیارغونې لپاره یې ترسره کېدونکي کارونه هم تر ډېره سطحي دي. هغه کلا چې محمود غزنوي او پخوانیو پاچاهانو پکې واکمني کړې، اوس پر کنډوالې بدله شوې ده. دا ودانۍ زموږ د تاریخي هویت یوه برخه ده او باید وساتل شي. تر هغې چې استوګنیز کورونه د کلا له دننه ونه لېږدول شي او د هغې د ساتنې لپاره اغېزناکه طرحه عملي نه شي، دې تاریخي ودانۍ ته به لا ډېر زیان ورسېږي. د کورنیو په لېږدولو او د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د زمینې برابرولو له لارې د ګرځندوی له عایده د کلا د بیارغونې او ساتنې لپاره ګټه اخیستل کېدای شي.»
د کلتوري چارو کار پوه کتابخان فیضي هم د بالاحصار په کلا کې د مېشتو کورنیو د لېږدولو او د هغوی د استوګنې لپاره د مناسب ځای د برابرولو پر اړتیا ټینګار کوي. هغه وايي، دا کلا د غزني له مهمو تاریخي اثارو ده او لرغونتیا یې تر اسلام وړاندې دورې پورې رسېږي، خو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بریدونو له امله زیانمنه شوې ده.
ښاغلی فیضي وايي: «د غزني بالاحصار کلا یو له مهمو تاریخي آبداتو څخه ده چې مخینه یې تر اسلام وړاندې دورې پورې رسېږي، خو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بریدونو له امله هم زیانمنه شوې ده. د دې محوطې دننه استوګنیزو کورونو د هغې د پرلهپسې ویجاړېدو لامل شوي او سیلانیان نه شي کولای په مناسبه توګه له دې تاریخي اثره لیدنه وکړي. زما په اند، د دغو کورونو مالکانو ته باید بدیل ځای برابر شي او د هغوی د لېږد لپاره اړینه ځمکه او لګښت په پام کې ونیول شي، څو د دې تاریخي ودانۍ د لا ډېرې ویجاړۍ مخه ونیول شي.»
بلخوا، د بالاحصار په کلا کې مېشتې کورنۍ وايي، په دې محوطه کې شته کورونو او د اوبو ویالو د تاریخي ودانۍ ځینې برخې زیانمنې کړې دي؛ خو دوی د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپل کورونه پرېږدي. دغه کورنۍ زیاتوي چې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور ریاست دوی ته د خپلو کورونو د ترمیم اجازه هم نه ورکوي او له مسوولانو غواړي چې بل ځای ته د دوی د لېږدولو یا د کورونو د ترمیم لپاره یوه حللاره ومومي.
د غزني د بالاحصار کلا اوسېدونکی نورالعین وايي، کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله د کور د پرېښودو توان نه لري او له بلې خوا، د کور د بیارغونې اجازه یې هم نه ده ترلاسه کړې. د هغه په وینا، په یوه زیانمن کور کې ژوند ته دوام ورکول د کورنۍ د غړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
دغه ځوان وايي: «زموږ کورنۍ زما د پلار او نیکه له وخته دلته ژوند کوي. د کور چت مې زیانمن شوی او هر ځل چې باران وشي، وېرېږم چې راونه نړېږي. خپل ماشومان یوې ګوښې ته راټولوم، څو زیان ونه ویني. نه د کور د پرېښودو وس لرو او نه اجازه راکوي چې بیا یې ورغوو. که موخه د بالاحصار کلا ساتنه وي، باید په کلا کې مېشتو کورنیو ته بل ځای ته د لېږد زمینه برابره شي، یا اجازه ورکړل شي چې خپل کورونه ترمیم کړو. دلته د خلکو اقتصادي وضعیت ستونزمن دی؛ په یوه انګړ کې پنځه یا شپږ وروڼه له خپلو کورنیو سره ژوند کوي او کله ناکله دوه یا درې کورنۍ په یوه کور کې اوسېږي. موږ د بېوزلۍ له امله اړ یو چې دلته پاتې شو.»
د «غزنین» تاریخي کلا د غزني ښار په زاړه ښار کې پرته ده. دا کلا تر زرو کلونو ډېره لرغونتیا لري او د دې تاریخي ښار په زړه کې پر یوې لوړې غونډۍ په ۸۰ هکټاره پراخه محوطه کې جوړه شوې ده. دغه لرغونې کلا چې د هېواد له مهمو کلتوري میراثونو ګڼل کېږي، ۳۴ برجونه او څلور دروازې لري. د تاریخ په ځینو پړاوونو کې د غزني ښار ټول اوسېدونکي د دې کلا دننه اوسېدل او په ځینو وختونو کې د سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ مرکز هم و.
غزني ولایت په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د «اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز» په نوم ونومول شو؛ خو د څه باندې یوې لسیزې له تېرېدو سره سره، د دې ولایت د تاریخي کلا او زاړه ښار د بیارغونې بهیر لا هم نیمګړی پاتې دی او برخلیک یې ناڅرګند دی.


