۸صبح، غزني: په کابل، غزني او هرات کې ځایي سرچینو په دغو ولایتونو کې د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې د عاشورا د ویر مراسمو د ترسراوي خبر ورکوي.
په کابل کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې طالبانو سه شنبه د چنګاښ پر ۲۶مه چې د محرم له لسمې سره برابره ده، د دغه ښار په لوېدیځ کې د « ګولایي مهتاب قلعه» په سیمه کې یو شمېر ویرجن وهلي ټکولي دي.
بلخوا، په غزني کې سرچینې وايي چې طالب جنګیالي د ښار په شیعه مېشتو سیمو کې پراخ حضور درلود او د ثابتو او ګرځنده ګزمو په مټ یې د خلکو د راغونډیدو مخه نیولې ده.
د سرچينو په وینا، طالبانو په دغه ولايت کې د عاشورا مراسم تر څو جوماتونو پورې محدود کړي او خلکو ته يې اجازه نه ده ورکړې، چې له جوماتونو ووځي.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي هم خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د محرم پر مراسمو محدودیتونه لګولي، چې په وینا یې د دغو محدودیتونو له امله د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه.
دسرچينو د معلوماتو له مخې، طالب جنګياليو په ځينو شیعه مېشتو سیمو کې په پراخه کچه حضور درلود او دغو سیمو پوځي بڼه خپله کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو دغه راز په کابل، غزني او د هرات ولایت په ځینو برخو کې د سهار له ۵ بجو د ماښام تر ۷ بجو پورې د مخابراتي شبکو خدمتونه بند کړي وو.
طالبانو څو ورځې وړاندې په غزني کې د شیعه علماوو د شورا غړو ته په دغه ولایت کې د محرم د لسمې پر مراسمو د داعش د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.


