زما د تیورۍ اصلي ادعا داده چې پاکستان د پاکستاني پښتنو او پنجابیانو د اتحاد په پایله کې رامنځته سوی او همدې اتحاد د یو ډېر پېچلي پلان بر بنسټ افغانستان اشغال کړی.
مخکې له دې چې دغې تیورۍ ته داخل سو باید ځینې مفاهيم روښانه سي. په اوسنۍ نړۍ کې یوه هېواد ته ژمنتیا د هغه هېواد ملي دولت تعریفوي، یعني په اوسنۍ نړۍ کې ملتپالنه یا نیشنلیزم هغه تر ټولو قوي ایډیالوژي ده چې د یو هېواد وګړي تعریف کوي او هغه وګړي هم په لومړۍ درجه کې، د همدې دولت ملي ګټو ته وفاداره وي.
ددې خبرو د روښانه کولو لپاره د دوه شیانو تعریفول مهم دي. لومړی ملتپالنه ( Nationalism ) او دوهم وطن دوستي (Patriotism).
لومړی ملتپالنه ( Nationalism ): په اوسني وخت کې ملتپالنه هغې ایډیالوژۍ ته وېل کیږي، چې د اتباعو ژمنتیا او تعهد د هغه دولت له ملي ګټو سره وي چې دوی يي تبعه دي او دغه ژمنتیا تر قومي او نژادي اړیکو لومړیتوب ولري او د هغه دولت د ملي ګټو د ساتلو لپاره د ځان او هر ډول نورو ارزښتونو قربانۍ ته چمتو وي. تبعه هغه کس ته وېل کیږي چې د هغه دولت سره سیاسي او معنوي اړیکې ولري.
وطن دوستي یا (Patriotism): وطن دوستي هغه تفکر ته وېل کیږي چې د یوې سیمې خلک ددغه ځای د خاورې سره ژمنتیا لري، او د هغې خاورې ښیرازي ورته مهمه وي. یعني ددې خاورې اوسېدونکو ته د دولت د جوړښت شکل مهم نه دی، بلکې هلته اوسېدل مهم وي، که دولت هر ډول وي او د هر چا په لاس کې وي.
ددې لپاره چې زما تیوري ښه روښانه سي باید پاکستان تعریف کړل سي.
پاکستان څنګه یو هېواد دی؟
یو مهمه خبره چې په ټولنیزو علومو کې ور باندي توافق وجود لري، هغه دا چې ټولنیزي پدېدې ثابت تعریف نهلري. دغه موضوع د پاکستان پر تعریف صدق کوي، په سیاسي علومو کې سیاسي نظام د نفوس، دولت، ملي حاکمیت او معینې جغرافیې له څلورو برخو څخه جوړ دی. پاکستان هم په ظاهري توګه همداسي دی، خو په عمل کې ډېر توپیر لري. پاکستان اصلاً دغه مشخصه جغرافیه او نفوس نه دی.
بلکې پاکستان اصلاً لکه د ختیځ هند کمپنۍ، یوه اداره ده، خو دا تر هغه هم پرمختللی بنسټ دی، چې په سیاسي علومو کې دغه رقم سیسټم تهNeo Patrimonial State وېل کیږي، د یو هېواد ملي ګټې د خپل ځان ګټې بولي او پخپله ګټه يي کاروي. په اصل کې دغه سیسټم، دغه جغرافیه په زور او جبر سره استعمار کړي خو ددې سیمې خلک، په دې نظام کې، هېڅ ډول اراده نهلري.
بله مهمه خبره چې په دې سیستم کې د اهمیت وړ ده، هغه په دې سیسټم کې غړیتوب دی. کوم کسان چې په دې سیسټم یا چې خپله د پاکستان دولت يي ورته کاروي Establishment کې غړیتوب اخلي، د هغوي لپاره تر هرڅه د پاکستان بقا او د سیسټم ګټې مهمي دي، او دا خبره خپله په پاکستانی شعار کې ښه روښانه کیږي، چې وايي «تر هر څه مخکې پاکستان!»
دغه سیسټم کې د مختلفو ملتونو او قومونو خلک غړیتوب لري، لکه پښتانه، پنجابیان، سندیان، هزارهګان، بلوڅان او داسي نور چې غوښنه برخه يي پنجابیان او پښتانه جوړوي، او هر کس چې دې سیسټم ته داخلیږي، هغه به یوازې او یوازې پاکستانی وي، نور ټول ارزښتونه نفي کوي او یوازې د پاکستان ګټو ته ژمن وي.
دا سیسټم پر دموکراتیکو اصولو نه دی بنا، بلکې دا سیسټم مطلق ټوټالیټیرین سیسټم دی، او مشخص چین اف کمانډ لري، لکه ناسم دوښمن یا Wrong Enemy کتاب کې چې راغلي، هر هغه کس چې د پاکستان د سیسټم خلاف نظر ورکړي، یا يي پر ضد فعالیت وکړي، هغه ژوندی نه دی پاته سوی. ددې څخه دا پایله اخیستل کیږی چی په پاکستان کې ټول بنسټونه او جریانونه ګوندونه، مدرسې، رسنۍ، تعلیمي او اکاډمیک بنسټونه، مذهبي او دیني جریانونه، قومي خوځښتونه دي یا که نور مدني حرکتونه، ټول ددې سیسټم برخه دي او ددې سیسټم لخوا رهبرۍ کیږي او هېڅ حرکت په پاکستان کې، پخپلواکه توګه د فعالیت اجازه نهلري او که کومو ډلو یا مشرانو ددغه نظم د بدلون هڅه کړې، هغه ژوندي نه دي پاته سوی؛ لکه ذولفقار علي بوټو، بینظیر بوټو، نواب اکبر خان بوکټي او داسې نور سیاسي مشران چې روښانه مثالونه یې په ایس ریاست، ناسم دوښمن، د ای ایس ای اداره، پاکستان یو غلام هېواد او داسې نورو کتابونو کې، په تفصیل سره بیان سوی دي.
- دا سیسټم څنګه رامنځته سو؟
یوه خبره چې د پاکستان د جوړېدو اړوند ډېره څرګنده ده، هغه د دوه ملته تیوري ده چې هدف يي د مسلمان ملت لپاره خپل خپلواک هېواد او د هندو ملت لپاره خپل خپلواک ملت دی، خو د پاکستان د جوړېدو علت یوازې ددې تیوري څخه نه سو پیدا کولای، ددې تر شاه ځینې نور عوامل هم وجود لري.
- څلوېښتم پښتون کنډک
کله چې په دې سیمه کې برتانوی هند حاکم و، ددغې سیمې د کنترول لپاره يي، په پوځ کې د سیکانو او هندوانو ترڅنګ پښتانه هم شامل کړل. کله چې په ۱۸۵۷ زېږديز کال کې په برتانوي فوځ کې، هندي افسرانو بغاوت وکړ او برتانویانو په شدت سره بغاوت کونکی وځپل، نو په برتانوی افسرانو کې دا فکر ایجاد سو چې موږ باید یوازې پر هندیانو اتکا ونهکړو او په فوځ کې د مختلفو سیمو خلک ځای کړو، چې هم زموږ لپاره کار وکړي او هم زموږ پر ضد د یوالي مخنیوي وسي. نو يي په ۱۸۵۸ زېږديز کال کې پښتانه هم چې اکثره يي د اوسني پاکستان تر اشغال لاندې سیمو پښتانه ول، داخل کړل او د پښتون څلوېښتم کنډک نوم يي ور کړ.
یو دلیل چې افغان پاچاهانو د انګریزانو پر ضد ګام نه سوای اخیستلای او د خپلو اشغال سو سیمو د نیولو هڅه يي نه کوله، دلیل همدا و چې د انګریزانو په لیکو کې، د افغانانو پر ضد همدا پښتانه ولاړ ول، همدا دلیل و چې ډیورنډ لاین په جوړېدو سره، د افغانستان د اشغال سو سیمو پښتنو پاڅون ونهکړ ځکه د انګریزانو په فوځ کې همدا پښتنو د پاڅونونو مخه نیوله او هغه کسان يي نیول چې د انګریزانو پر ضد افغان دولتونو سره ملګرتیا لري.
- د پاکستان رامنځته کېدل.
د پاکستان رامنځته کېدل درې برخي لري. یوه یې انګلو امریکن اتحاد د ګټو د ساتلو برخه ده، بله په هند کې د مسلمانانو او هندوانو مسله وه او بله يي د افغانانو او پاکستان تر اشغال لاندې سیمو د پښتنو موضوع وه.
لومړی د انګلو امریکن اتحاد
له دوهمي نړیوالي جګړې وروسته، د پاکستان جوړښت، د انګلستان لخوا په دې سیمه کې، د ستراتیژیکو موخو لپاره و. یعني افغانستان او چین شوروي پلوه هېوادونه وه او په هند کې هم موجود پیاوړی ګوند کانګرس هم شوروي پلوه تمایل درلود. نو د شوروي د مهار لپاره، د هالفورډ میکندر د هارټ لنډ او نیوکلاس سپایکمن د ریملنډ د تیوريانو پر بنسټ، د غرب د ستراتیژیکو موخو د ساتلو لپاره، په دې سیمه کې، د یو نوي انګلیس پلوه هېواد جوړېدل اړین وه. ځکه انګریزانو د مسلم لیګ او دوه ملته تر شعار لاندې، ځینې سیمې د هند او ځینې د افغانستان څخه جلا کړې او د پاکستان په نوم هېواد يي جوړ کړ.
هندوانو او مسلمانانو تر منځ نفاق
که څه هم مسلمانانو او هندوانو په ګډه له بریتانیا څخه د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه، خو انګریزانو کلونه د Divide and Rule بریالی پالیسي ددې سیمې پر قومونو چلولې وه او ښه پوهېدل چې دا قومونه څنګه سره وجنګوي او د دوی د نفاق څخه پخپله ګټه کار واخلي، ځکه يي محمد علي جناح په نوم خپل کس ته د مسلمانانو په لیکو کې لابی وکړه او هغه يي د مسلمانانو د مشر په توګه را لوړ کړ، او د هغه په توسط وتوانېدل مسلمانان د هندوانو پر ضد ودروي؛ څو دوی د خپلو ستراتيژيکو ګټو د ساتلو لپاره نوی هېواد جوړ کړي او دغه هېواد ته په نړیواله کچه د ملتونو ارادې د څرګندولو د اصل د لارې مشروعیت ورکړي، ځکه انګلستان او امریکا د ملګرو ملتونو په نوم د نوي سازمان د بنسټګرانو څخه ول او دغه اصل هم ددې سازمان په منشور کې دوی ځای کړي و.
درېیمه برخه د پښتنو موضوع
لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه انګریزان په دې سیمه کې د افغانانو د خپلواکۍ غوښتونکو جنګیالو څخه سخت په تکلیف وه او تل يي دلته درنه مرګ ژوبله ګالله او ددې د سیمې د خلکو پاڅونونو، د برتانوي هند نورو قومونونو ته د پاڅون الهام ورکاوه، نو انګریزانو په ۱۸۵۷زیږدیز کال کې، په برتانوي پوځ کې د پښتنو پوځیانو کنډک جوړ کړ. ددې کنډک په جوړېدو سره په دې سیمه کې امنیت ټینګ سو؛ بلکه په پراخه کچه یو شمېر پښتانه هم د انګریزانو سره ملګري سول.
یو دلیل چې د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن خان و نهشول کولای چې د انګریزانو څخه اشغال سوی سیمې ونیسي او د ډیورنډلاین د کرښې تحمیلېدو مخنیوي يي نه سوای کولای همدا و چې د هغه استخباراتو دا اطلاعات ده ته ورکړي وه چې ددې اشغال سو سیمو پښتانه د انګریزانو ملګري دي او که د انګریزانو پر ضد ګام پورته کړي ممکن د افغانستان اوسنی جغرافیه او دده واکمني هم د لاسه ورکړي.
کله چې پاکستان جوړ سو پر دې سیمه درې سیاسي قوتونه موجود ول، چې یوه د مسلم لیګ ډله چې رهبرۍ يي محمد علي جناح کوله، دوهمه ډله د خان عبدالغفار خان پښتون خوځښت چې د عدم تشدد تګلاره يي لرله او درېیمه د انګریزانو څخه پاته سوی قول اردو چې اکثریت افسران یې پښتانه ول او مشري يي هم پښتنو مشرانو کوله.
په لومړي سر کې د پاکستان د جوړېدو او د نوي نظام بنسټ یو سیکولر دموکراتیک و، چې د همدې تګلارې پر بنسټ د پاکستان لومړی وزیر محمد علي جناح او وروسته لیاقت علي خان وټاکل سو، خو د لیاقت علي خان د وژل کېدو وروسته، د پاکستان پوځ مارشال ایوب خان تر مشري لاندې د ټول نظام واکې په لاس کې واخیستي.
کله چې د پاکستان پوځ د نظام واک تر لاسه کړ، نو په نظام کې يي بنسټیز بدلونونه را وستل. پوځ لومړی د نظام د مشروعیت او ملي حاکمیت بنسټ ته بدلون ورکړ، لومړی خو د نظام لپاره ولسواکي اصل و، خو پوځ د نظام دغه اصل له منځه یو وړ او د نظام ټول واک يي پوځ ته وسپاره. ور سره سم يي ټول سیاسي خوځښتونه تر خپل کنترول لاندې راوستل. پوځ سیاسي ګوندونه، ملکی اداره، مدني ټولنه، مذهبي ځوځښتونه، رسنی او تعلیمي بنسټونه، دغه ټول د نظام، چې رهبرۍ یې پوځ کوله، برخه کړل. هغه سیاسي ډلې چې د پوځ ددې نوي جوړښت سره يي مخالفت کاوه، هغه ټول له منځه یو وړل سول، پوځ همدارنګه د پاکستان بهرني او داخلي سیاست ټول پخپل لاس کې واخیست.
د پاکستان پوځ یو ټوټالیټیرین سیسټم ایجاد کړی، چې د پرېکړې اصلي مرکز به پوځ وي او ټول نظام به پر پوځ را څرخي. یعني مقننه قوه، اجرايه قوه او قضایه قوه، دا ټول د پوځ برخه وګرځېدل. اوس دا ټول بنسټونه په اصل کې د پوځ برخي دي.
د پاکستان پوځ هم دوې برخي لري: یو هغه برخه ده چې یونفارم لري او بله يي یونیفارم نهلري چې د فوځ دا برخه مدرسي او مذهبي ډلې دي.
دا هم وېل کیږي چې په نړۍ کې هېوادونه پوځ لري، خو پاکستان یوازنی هېواد دی چې پوځ یو هېواد لري. یعني دلته ټول بنسټونه د پوځ برخه دي.
کله چې د پاکستان د نظام تعریف کو؛ نو پاکستان د نورو طبیعي هېوادونو څخه ډېر توپیر لري. په نورو هېوادونو کې نظام دغو څلورو برخو څخه جوړ دی: دولت، خلک، محدوده جغرافیه او ملي حاکمیت! خو پاکستان ددې تعریف څخه جلا دی، په دې نظام کې خلک رول نهلري، د پاکستان نظام یوې پوځي کمپنۍ ته ورته دی چې د یو پراخ او قوي دولت شکل یی غوره کړی دی. نو کله چې موږ د پاکستان نوم اخلو، دلته پاکستان هغه بنسټ دی چې ما يي مخکې تعریف وکړ، نه هغه عام خلک چې هلته اوسیږي.
پوښتنه داده چې دغه بنسټ چا جوړ کړي؟
لکه مخکې چې مي وېل چې د پاکستان د جوړېدو سره دلته درې قوتونه وه چې یوه مسلم لیګ، بل د خان عبدالغفار خان ډله او بله هم د انګریزانو قول اردو، چې په وسلو سمبال و او مشري یې پښتنو افسرانو کوله. دغو افسرانو د پاکستان فوځ، د ای ایس ای اداره جوړه کړه او وروسته يي د ټول نظام واک په لاس کې واخیست. دلته زه هغه پښتانه افسرانو نومونه را اخلم، چې د پاکستان فوځ يي جوړ کړ او بیا يي د پاکستان ولسواک نظام په یو ټوټالیټر سیسټم بدل کړ.
د پاکستان د فوځ او استخبارانو پښتانه مشران
- فیلډ مارشال ایوب خان؛
- جنرال محمد موسی خان؛
- جنرال اغا محمد یحی خان؛
- جنرال ګل حسن خان؛
- جنرال ټیکا خان؛
- جنرال عبدالوحید کاکړ؛
- جنرال ایوب خان؛
- جنرال اکبر خان؛
- جنرال عبدالطیف خان؛
- جنرال صاحبزاده یعقوب خان؛
- جنرال نوابزاده شیرعلیخان؛
- جنرال غلام جیلانی خان؛
- جنرال مختار علی خان؛
- جنرال حمید ګل؛
- جنرال اخترعبدالرحمن؛
- جنرال جاوید ناصر؛
- جنرال محمد ریاض خان؛
- جنرال نصرالله بابر؛
- جنرال عبدالله خان نیازی؛
- ایر مارشال ذولفقار علی خان؛
- جنرال اسدالله دورانی؛
- جنرال امیرخان؛
- مسعود شریف خان؛
- جنرال رفیع الله نیازی؛
- جنرال غلام احمد خان؛
- جنرال اشرف افریدی؛
- علی کلی خان خټک؛
- حبیب الله خان خټک؛
- جنرال محمد عزیز خان؛
- احسان الحق؛
- جهان ګیر خان؛
- فرحدت الله خان بابر.
د پاکستان په نظام کې نور پښتانه مشران
- لیاقت علی خان پښتون او د پاکستان لومړي وزیر؛
- مارشال ایوب خان پښتون پوځي دیکتاتور او ولسمشر؛
- غلام اسحاق خان ولسمشر؛
- عبدالقدیرخان د پاکستان د اټومي وسلو مشر او جوړونکې.
دا د هغو برجسته پښتنو افسرانو بېلګې دي، چې د پاکستان فوځ او د هغه د پاکستان په نوم نظام يي جوړ کړي او په دې نظام کې د پراخ واک لرونکې کسان وه. دا هم په لومړي سر کې ما وېل چې د پاکستان په نوم دغه بنسټ کې د پاکستان د هر قوم کسان سته او کله چې کوم کس دغه بنسټ ته داخلیږي، دغه کسانو ته تر هر شي د پاکستان د نظام ګټې ارزښت پیدا کوي او یوازې او یوازې ددغه نظام ګټو ته ژمن پاته کیږي.
خان عبدالغفارخان او عدم تشدد
باچاخان د پښتون قوم لپاره د یو سترلارښوود په څېر له یوه نوي پیغام سره راغلی و او د هغه طریقه تر ډېره د شخړي د حل پر کورني او ټولنیز اړخ متمرکزه وه. او هغه غوښتل نړیوال ارزښتونه په پښتنو کې داخل کړي. د نوموړي ددې فکري لید ته په کتو سره ښکاري چې هغه دې پایلي ته رسېدلی و چې دا سیمه نور د افغانستان سره نه سي یو ځای کېدای او غوښتل يي په اصولو کې، د افغانانو او پاکستان ترمنځ د جګړې مخنیوي وکړي او داسې شرایط برابر کړي څو ټول خلک په سولهییز ډول ژوند وکړای سي.
کریسټین فیر، پخپل کتاب (جګړه تر پرایه) کې لیکلي چې د پاکستان له جوړېدو سره سم د پاکستان دولت پښتانه د خپل دولت لپاره خطر بلل، په ځانکړي ډول کله چې افغان دولت په ملګرو ملتونو کې، د پاکستان د دولت د غړیتوب خلاف رایه ورکړه او د پاکستان لخوا د افغانستان د اشغال سو سیمو، د بیرته ترلاسه کولو غوښتنه يي کوله او د هغه ځای خلکو هم د افغانستان سره د بیرته یو ځای کېدو غوښتنه کوله. او د میرزا علي خان یا (فقیر اپي) په شکل مختلفو هېوادپالو افغانانو د پاکستان پرضد د وسله والې مبارزې پیل کړې وې. او ورځ په ورځ د هغه لیکې په قوي کېدو وې. پاکستاني مقاماتو ددې پښتنو دغه جذبه چې غواړي بیرته د افغانستان سره یو ځای سي، د ځان لپاره ستراتيژیک خطر باله او په دې فکر کې وه چې دغه حرکتونه باید ودرول سي.
د ستراتیژيکو استخباراتو په علم کې یو بحث د ایډیالوژيکي تخریبکارۍ (Ideological subversion) دی، چې روسي لیکوال یوري بیزنوف په Ideological Subversion State کتاب کې په تفصیل سره بیان کړی.
ددې ستراتيژۍ یو تکتیک دا دی چې د یو حرکت مثبت او منفی اړخونه سنجول کیږي او که مثبتې ګټې ډېرې وې، د پراخېدو امکانات ورته برابر وي او که يي منفي اړخونه ډېر هم وي؛ مخنیوي نه کوي او داسي طرف يي وړي چې پخپله خنثی سي.
(ISI) د خپلې ستراتيژۍ ۷۰ سلنه فعالیت پر ایډیالوژیکي تخریبکارۍ درولې او یوازې ۳۰ سلنه يي پر سبوتاژ (sabotage) او جاسوسي (espionage ) ولاړ دی. د پاکستان د دولت د ځان بقا لپاره، د تاوتخریوالي مبارزه خطرناکه ګڼي او غوښتل يي چې خلک د وسله والو سره یو ځای نه سي او غوښتل يي خلک ارام کړي. او ددې پلان په عملي کېدو کې د ښاغلي غفارخان عدم تشدد مبارزه تر ټولو اغیزمنه لار وه، ځکه يي د عدم تشدد مبارزې پراختیا ته نوره هم زمینه برابره کړه.
دا چې په دغه دوران کې، ټول نړیوال نظم بدلون موندلی و، د ملګرو ملتونو سازمان د ملتونو لخوا پخپله د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره اصل ته ژمن وه، هم شوروي اتحاد او هم امریکا د نو دولتونو جوړېدل د خپلو ګټې لپاره ګټور باله، او پاکستان د همدې نړیوال مشروعیت څخه ویره لرله او غوښتل يي چې په پاکستان کې بلوڅان او په خاص ډول پښتانه ارام کړي.
د باچاخان مبارزې د پاکستان دغه ستراتیژيک اهداف په کمه بیه ورته تر لاسه کړل. دا چې پاکستان نوی جوړ سوی و او د پاکستان حاکمیت د افغانستان پر خاوره هېڅ ډول نړیوال او کورني مشروعیت نه لاره، او خلک هم په پراخه کچه چمتو وه چې بیرته د افغانستان سره یو ځای سي، د افغانستان دولت هم ددغه کار لپاره نړیواله ادعا مطرح کړې وه او په کور دننه کې هم د میرزا علی خان یا فقیر اپی مبارزه روانه وه، خو د غفارخان خوځښت چې د پاکستان استخباراتو ورته د پراخېدو امکانات برابر کړل، دغه ټول حرکتونه وځپل. اکثره پښتانه ددې پر ځای چې د فقیر اپی سره یو ځای سي، ډېری پر غفارخان را ټول سول او ورو ورو د خلکو احساسات هم ارام سول.
دا چې د عدم تشدد فلسفه په ذات کې د خپلواکۍ مبارزه نه ده، بلکې دا مبارزه په یو نظام او یا هم یو فرهنګ کې د ژور ټولنیز بدلون د رامنځته کولو یو طریقه ده، چې د سولې او شخړو مطالعاتو کې ورتهconflict transformation او د ملګرو ملتونو سازمان دغه فکر ته peace building وايي چې دا اوږد مهاله بهیر دی. په دې بهیر کې د خلکو په اذهانو کې فکري بدلون د تعلیم، د بنسټونو د جوړېدو او کلتور په بدلونولو سره رامنځته کیږي.
پاکستان دغه د عدم تشدد فلسفه تحریف manipulate کړه یا لاسه وهنه يي پکې وکړه او پخپله ګټه يي وکاروله. ددغه کار په اوږده مهال کې، په پاکستان کې پښتانه اړ کړل چې د پاکستان تابعت او حاکمیت ومني، او خپلې غوښتني د پاکستان لخوا د جوړ سو سیاسي میکانیزمونو د لارې مطرح او تعقیب کړي.
د عدم تشدد فلسفی پښتانه ستړي کړل او د خپلواکۍ او د افغانستان سره د یو ځای کېدو مفکوره په مغزونو کې وچ سول، پاکستان ددې خلکو د تنظیم لپاره له وخته د خپلو جاسوسانو په لاس سیاسي ګوندونه ورته جوړ کړې وه او دا ستړی ملت يي په دې جال کې را ګیر کړ او ټول کنترول يي خپل په لاس کې واخیست. دغه ټوله زمینه سازي د خان عبدالفغار خان مبارزې ورته وکړه.
ځکه زه ادعا لرم چې د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارزې، پاکستان ته ستراتیژیکه ګټه ورسوله او افغانستان ته يي ستراتيژيک زیانونه واړول، … په یوه لحاظ وېلای سو چې د پښتنو د تعلیم او فکري بدلون لپاره يي مبارزه وکړه او نړیوال ارزښتونه لکه د بشري حقونه، انساني ژوند او کلتوري خرافاتو په لیری کولو کې يي ښه کار وکړ، خو زما په فکر د افغانستان لپاره دغې مبارزې سخت زیانونه واړوی او د پښتنو څخه يي پاکستانیان جوړل کړل او د افغانستان پر اشغال سوې سیمه يي د پاکستان حاکمیت نور هم ټینګ کړ.
استخبارات څنګه ځینې خوځښتونه او مشران پخپله ګټه کاروي
موږ مخکې د پاکستان په تاریخ کې یادونه وکړه چې پاکستان یو داسې نظام دي چې د خلکو او جغرافیه ور اخوا یوې کمپنۍ ته ورته بنسټ دی او دغه بنسټ په پاکستان کې ټول شیان کنترولوي او ټول بنسټونه، ګوندونه، حرکتونه، مدني ټولنه، مدني فعالان، ژورنالیستان، مذهبی حرکتونه او بنسټونه، ښونیز او اکاډمیک بنسټونه او ټولې نورې ادارې ددغه نظام څانګې دي او په ګډه دغه سیسټم ته کار کوي.
کرسټین فیر، پخپل کتاب (جګړه تر پایه) کې وایي د پاکستان ستراتژیک کلتور پر دې نظر جوړ دی چې پاکستان په یوه کمزوري حالت کې واقع دی او بیله کویټي نور د پاکستان ټول هوايي ډګرونه، یوازې ۱۵۰ مایله د هندي فوځ د توپخانې څخه لیري دي؛ نو ځکه پاکستان د هند سره د مبارزې او د خپل ځان د ساتلو لپاره غواړي افغانستان د خپل نیابتي فوځ له لارې تر خپل حاکمیت لاندې راولي، او دغې پالیسۍ ته ستراتيژيک انق وايي.
پاکستان ددغه ستراتیژيک پلان د عملي کولو لپاره یوه نیابتي ډله جوړه کړې، چې هغه طالبان دي او ددې نیابتي فوځ د ټولو ډلګو مشري د پاکستان د فوځ برحاله یا متقاعد افسران یا هم ای ایس ای افسران کوي، او دغې موضوع ته د امریکا د مونټانا پوهنتون د استخباراتو د علم پروفیسر پخپل کتاب (د ای ایس ای ریاست) کې اشاره کړې او زیاتوي چې ان د طالبانو په تېر حاکمیت کې، د ملاعمر سکرتران هم د ای ایس ای مامورین ول. هغه زیاتوي د طالبانو د هر ډلګي مشري د ایس ایس جي کمانډو ځواکونو کوله او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې، ای ایس ای دفترونه، د طالبانو د استخبارانو په نوم فعاله وه. هغه وايي د پاکستان د فوځ پښتنو افسرانو، د طالبانو په شکل لويې ږیري پرېښی وې او د طالبانو په شکل يي ځانونه جوړ کړي ول.
پاکستان د افغانستان د مستعمره کولو لپاره کلونه مخکې د ستراتيژیک عمق پالیسي جوړه کړه او ددغې ستراتیژي د پلي کولو لپاره يي تر ډېره پر ایډیالوژيکې تخریبکارۍ (Ideological subversion) پانګونه وکړه. هغه هم کله چې د شوروي اتحاد د برید له امله میلیونونه افغانان پاکستان ته ګډوال سول، چې په دې سره د پاکستان کار ډېر ساده سو.
دغه د ایډیالوژیکې ورانکارۍ ستراتیژي دوې برخي لري، یوه يي دیوبندیزم ایډیالوژي او بله هم د عدم تشدد.
ای ایس ای دیوبندیزم د پراخولو لپاره په پاکستان زرګونه مدرسې جوړې کړي، او زرګونه طالبان يي پکې وروزل.
د پاکستان دولت ددغه پلان تطبیق ای ایس ای ادارې ته وسپاره چې څلور برخي لري.
لومړی پړاو: د مورال کمزوري کول (Demoralization ):
ای ایس ای د سړې جګړې په وخت کې، د افغان کډوالو د ماشومانو د مغز مینځلو Indoctrination لپاره زرګونه مدرسې جوړې کړلې، دا چې دغه بهیر د پنځو څخه تر ۳۰ کلونو پوري موده کې بشپړیږي، نو ای ایس ای هم زرګونه افغان ماشومان، د اسلامي زده کړو په نوم، پخپلې جوړې سوی ایډیالوژۍ سمبال کړل او بیا پر افغانستان را مارش کړل؛ څو د دوی د موخو د لاسته راوړلو لپاره و جنګیږي.
دوهمه پړاو بی ثباتي (Destabilization ):
دغه نیابتي فوځ چې کله افغان دولت سره په جګړه کې ښکیل سو، په دې کار سره يي د افغان دولت د پرمختګ مخه ډب کړه، د افغان دولت بنسټونه يي کمزوري کړل او ددغې جګړې په پایله کې، د افغانانو باور پر افغان دولت ختم سو چې خپله دنده چې د خلکو د امنیت ټینګښت دی، کمزوری سو او ددغه کار په پایله کې د افغانستان حالت درېيم پړاو ته دا خلک سو چې هغه د کړکیچ پړاو دي.
درېیم پړاو (Crisis):
ای ایس ای نه یوازې دا چې د طالبانو د لارې د افغان دولت سره مخامخ جګړه کوله، د افغان دولت په دا خل کې یې هم خپل جاسوسان ګمارلي وه، چې نظام له دننه کمزوري کړي. ددغه تکتیک په پایله کې د افغانستان دولت ونړېده او حالت څلورم پړاو ته چې د نورمال کېدو پړاو دي ننوتی.
څلورم پړاو (Normalization):
په دې پړاو کې، پر ټول افغانستان طالبان حاکم سول او په افغانستان کې یو نظم حاکم کړ، چې دغه حالت ته نورمالېدو پړاو وايي، چې د دوښمن هېواد ډول ډول بنسټونه له منځه یوړل سي او خپل قوت هلته حاکم کړل سي او خلک د دوی تر حاکمیت لاندې راسي.
په فکري تخریب کارۍ کې، تر ټولو مهم کار دادی، چې د حقیقت مفهوم بدل کړل سي، د خپل پروپاګندې د لارې ذهنونه داسي مغشوش کړي چې خلک اړ سي هغه د حقیقت په توګه ومني چې دغه حاکمه ډله يي ورته تعریفوي. دوی د خپلې رواني جکړې له لارې فکرونه دومره ګډوډ کړي چې پر راتلونکې امید د لاسه ورکوي او هغه ډله چې دوی يي دغه حالت ته رسولي وي، هغه د خپل ځان د نجات پرېښتې ګڼي. په دغه بهیر کې، د ژوند ټول ارزښتونه، بې ارزښته کیږي او ټول وضاحت له منځه ځي او خلک نه پوهیږي چې دوی په کوم حالت کې دي او د حل لار څه ده. وروسته حاکمه طبقه نوي ارزښتونه او نوي حقیقتونه تعریفوي؛ څو خلک هغه ډول کردار غوره کړي چې دوی يي غواړي.
همداسې یو حالت په افغانستان کې حاکم سوی. د خلکو د حقیقت مفهوم ورک سوی، افغان ملت په یوه ګنګس حالت کې واقع دی او نه پوهیږي چې دوست څوک دی او دوښمن څوک دی او موږ کومي خواته روان وي.
یو بل غفارخان ته اړتیا ده؟
د پاکستان دولت د افغانستان سره په تېرو درو څلوېښتو کلونو او په ځانګړي ډول، په تېرې شل کلنې جګړې تر ډېره تمرکز په افغانستان کې، د پښتنو افغان ملتپالو کړی و، او اکثره پښتون ملتپال مشران او مبارزین يي له منځه یوړل، ځکه پاکستان پوهیږي چې که غواړي پر افغانستان حاکمیت وچلوي باید د پښتنو ملاتړ د ځان سره ولري او د پښتنو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره، د دوی پر ضد تر ټولو لوي خنډ پښتانه افغان ملتپالان دي! که یو ځل پښتانه افغان ملتپالان له منځه یو وړل سي، بیا په افغانستان کې د دوی حاکمیت بله کومه ډله نسي ننګولای او اسلامپالي خو اکثره د دوی په ولکه کې دي او د هغوي په لاس افغانستان کې حاکمیت چلوي.
پاکستان په افغانستان کې تر ډېره د پښتنو افغان ملتپالو مشرانو په له منځه وړلو کې بریالی سو، پاکستان پوهیږي چې د پښتنو افغان ملتپالانو مشران يي له منځه یوړول، خو دلته ډېر نوی نسل پښتانه افغانان پاته دي او د هغوي مدیریت کول هم اړین دي. او دا ویره موجوده ده چې پاتې پښتون افغان ملتپال ځوانان- چې اوس رهبرۍ نهلري- او اوس یې مشري له منځه تللی، چې بیا سره منسجم نسي او د پاکستان په لاس د طالبانو حاکمیت به وننګوي او یا هم په بشپړ ډول به ټول طالبان به پر شا کړي.
پاکستان غواړي دغه پښتانه افغان ځوانان دوی مدریت کړي او ددې ځوانانو له ذهنونو ملتپالنه لیرې او د عدم تشدد په مفکوری يي سمبال کړي، څو فعالیت يي د دوی حاکمیت چې په طالبانو يي پلی کوي؛ و نسی ننګولای.
د افغانستان لپاره د پاکستان په ستراتيژيک عمق په پالیسي کې له وخته د عدم تشدد ایډیالوژۍ ځای درلود او په پاکستان کې د پښتنو په مدریت کولو کې او د افغان ملتپالنې په له منځه وړلو کې، د خان عبدالغفار خان تر رهبرۍ لاندې يي ښه پایله هم لرلې وه، نو دا پوښتنه د پاکستان په اردو کې موجوده وه چې کله افغانستان د دوی تر ولکې لاندې راسي، څنګه به دغه پالیسي افغانستان ته و لیږدوي.
دغه فرصت هم په پاکستان کې د پښتون تحفظ خوځښت (PTM) رامنځته کړ. دا چې پي ټي ام هم د خان عبدالغفار خان د خوښت په څېر د پاکستان د استبدادي رژيم د ظلمونو په پایله کې، په وجود راغلی، او د مشرانو هدف يي د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه ده، خو دوی بیا هم د پاکستان د دولت په دام کې ګیر سول او هغه ایډیالوژي چې ای ایس ای کلونه دوی ورباندې مهار کړي وه، هغه يي د خپلې مبارزې تګلاره وټاکله، چې همدا ای ایس ای غوښتل.
په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان فوځ په شمالي وزیریستان کې د ضرب عضب عملیات پیل کړل او ددې عملیاتو په پایله کې میلونونه پښتانه کډوال او بېکوره سول، زرګونه ځوانان يي تري تم سول، ښارونه او کورونه يي وران سول، ښځې يي بېپته سوې او په پراخه بڼه ټول وژنه د پاکستان فوځ وکړل.
کله چې د دولتونو خلاف د پاڅونونو قضیه مطالعه کو، روښانه کیږي چې اکثره پاڅونونه د اشغال او د دولت په لاس د ورته استبداد په پایله کې رامنځته کیږي، اصولاً باید د ضرب عضب د عملیاتو په پایله کې، د وزیرستان او د پاکستان پښتنو، د پاکستان د دولت خلاف وسلوال پاڅون کړی وای، په داسې حال کې چې نژدې ګاونډي هېواد کې د تروریزم خلاف جګړه هم روانه وه او د پاڅونونو لپاره ښه فرصت مساعد و، خو داسي و نه سول، چې ددغه خلکو په کرارولو او مدریت کولو اصلي رول د پي ټي ام اجراء کړ.
ددې تر څنګه پي ټي ام د باچاخان تګلارې ته دوام ورکړ. د پي ټي ام مبارزه د پاکستان د استعمار څخه د خلاصون په پار نه ده، بلکې لکه د نوم څخه چې ښکاري، دوی د پاکستان تر حاکمیت لاندې د پښتنو لپاره حقونه غواړي، یعني یو پښتون باید هم د یو پاکستاني تبعه په صفت حقونه ولري؛ لکه یو پنجابی چې يي لري. دا خپله پر افغان خاوره د پاکستان د استعمار ته مشروعیت بخښل دي. او د افغانانو څخه پاکستانیان جوړول دي.
نو کله چې پی ټي ام د پاکستان د دولت څخه حقونه غواړي، دا په دې مانا چې پاکستان باید هغه قانون چې قبایلي سیمې باید د قبایلو لخوا څخه اداره سي، هغه لغوه کړي او دا سیمې هم د پاکستان د قانون تر حاکمیت لاندې راوستل شي، څو د پاکستان لخوا د قوې مشروع استعمال ته حق ورکول سي او قبایلو ته هم د پاکستاني اتباعو په صفت د پاکستان په نظام کې حق ورکول سي. دا خپله د پاکستان سره د یو نوي ټولنیز قرارداد د لاسلیک کولو مانا لري، او دغه عمل د افغانستان خاوره پاکستان ته د بخښلو مانا لري.
له کومه وخته چې ای ایس ای د طالبانو په لاس افغانستان اشغال کړي، د افغانستان پښتانه افغان ملتپال ځوانان پر پي ټي ام را ټول سوی او د هغوی اجنډا ور سره بدرګه کوي، او ورو ورو پاکستان د افغانانو مدریت هم په غیر مستقیم ډول خپل په لاس کې اخلي.
ما مخکې یادونه وکړه، چې استخباراتي ادارې ډېر فعالیت ایډیالوژيکې ورانکاري ده. په دې ستراتيژۍ کې، د یو خوځښت مثبت او منفي اړخونه محاسبه کیږي، که د زیان په نسبت ګټه ډېره وه، د هغه فعالیت و پراخېدو ته زمینه برابروي، کله چې پي ټي ام ته ګورو داسې ښکاري چې پاکستان غوښتل چې دا ځوځښت باید پراخ سي او د باچا خان په رکم یو بل رهبر باید راپورته سي چې نه یوازې په پاکستان کې، پښتانه په مدیریت کړی، بلکې د افغانستان پښتانه افغان ملتپال ځوانان هم پر راټول سي، نو ځکه يي منظور پښتین غټېدو ته امکانات برابر کړل.
زما ددغې ادعا د اثبات لپاره یو بل دلیل دادی چې د پاکستان دولت یو ولسواک دولت نه دی چې هلته اتباع سیاسي او مدني حقونه لري، او د پاکستان د دولت ستراتيژي د مخالفینو پر ضد روښانه ده، هغه ټول مخالف قوتونه او اشخاص ډېر ژر له منځه وړي، په ناسم دوښمن، ایس ریاست او د ای ایس ای ریاست کتابونو کې يي ډېرې نمونې موجودي دي، ان نه یوازې دا چې ای ایس ای دا توانايي لري چې په داخل کې مخالفین له منځه یوسي، بهر د هېواد هم خپل مخالفین ژوندي نه پرېږدي؛ لکه په افغانستان کې جنرال رازق یا ولسمشر ډاکتر نجیب الله او یا په لوېدیځ کې د بلوڅو فعاله کریمه بلوچ. که رښتیا هم ای ایس ای پي ټي ام او منظور پښتین د ځان لپاره خطر بللای او یا هم د پي ټي ام فعالیت د پاکستان دولت ته خطر متوجې کړي په لږ وخت کې يي له منځه وړي، خو داسي ښکاري پاکستان ددغه حرکت په وجود او فعالیت کې ګټه ویني.
یو بله موضوع چې دلته یادول اړین دي، هغه داده چې پاکستان په پاکستان کې هم پر اسلامی تندلارۍ یا دیوبندیزم ایډیالوژۍ باندي ډېره پانګونه کړې او تر ډېره دغه پانګونه د افغانستان لپاره وه، دا چې اوس افغانستان د پاکستان لاس ته لوېدلی، نو د پاکستان دولت غواړي دغه د تندلارۍ مرکزونه افغانستان ته را و لیږدوي او په پاکستان کې پاته تندلاري چې ممکن د پاکستان پر خلاف عکس العمل وکړي، د هغوی د کنترول او ددې ایډیالوژۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید د عدم تشدد فکر نور د پاکستان په هغه پښتنو کې عام سي چې دا ویره ور څخه سته چې د نظام خلاف را پورته سي، دغې موضوع ته یو پاکستاني لیکوال ډاکتر فاروق صلحریه هم د بلک هول نومي پاکستاني پروګرام کې یادونه کړې.
نو ځکه زما په نظر د پی ټي ام فعالیت او د پي ټي ام سازمان ته د افغانانو ورتګ د افغانستان لپاره په اوږده مهال کې ستر زیانونه را پورته کوي، ځکه دغه مبارزه خلکو ته فکري زولنې ور اچوي، د خپلواکۍ احساسات ساړه کوي او ورو ورو خلک دې ته اړ کوي چې حاکمیت و مني، د ټولنیزو حرکتونو تیوري وايي هغه ټولنیز حرکت بریالی کیږي چې نارضایتي نور هم ډېره کړي نه دا چې هغه را کمه کړي او د پي ټي ام فعالیت نارضایت د وخت په تېرېدو سره را کموي.
یو بله مهم خبره چې غواړم لنډه یادونه ورته وکړم، چې د عدم تشدد مبارزه اصلاً د خپلواکۍ لپاره نه کیږي، بلکې هغه د یو دولت په پالیسیو او ساختار کې د بدلون را وستلو لپاره کیږي، لکه نیلسن مندیلا چې غوښتل يي په جنوبی افریقا کې اپارتایت ساختار بدلون وکړي، ګاندي عدم تشدد مبارزه په لومړي سر کې، د خپلواکۍ په نیت نه وه؛ بلکې د انګریزانو د ساختار بدلول و چې وروسته جواهر لال نهرو دغه پالیسي بدله کړه و پوره خپلواکۍ ته. همداسي کله چې د پی ټي ام منشور وايي هغوی د پاکستانه جلاکېدل او د افغانستان سره یو ځای کیدل نه غواړي بلکې د پاکستان په نظام کې ځانته حقونه غواړي.
زه دا نه وایم چې د پي ټي ام مشر د ای ایس ای جاسوس دی، زه وایم دغه تګلاره د ای ایس ای لخوا منحرف سوی او د پی ټي ام فعالیت په غیر شعوري ډول د پاکستان په ګټه تمامیږي او که افغانان ددغه حرکت سره ملګري کیږي او دغه فکر افغانستان ته را انتقال کړي دا به افغانستان په دایمي توګه د پاکستان تر حاکمیت لاندې راولي.
ولي وايو چې پاکستان افغانستان مستعمره کړی؟
د افغانستان جیوستراتيژيک او جیوپولیټیک موقعیت:
د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار او د ستراتيژيکو مطالعاتو یو متخصص ژبینو برژینسکې پخپل کتاب (د شطرنج ستره تخته کې) نومي کتاب کې لیکې چې په ۲۱ پیړي کې به د سترو قدرونو لپاره د ستراتيژیکو لوبو مرکز لوی بالکان وي او زیاتوي چې افغانستان د لوی بالکان تر ټولو مهمه برخه ده او وايي چې تر ډېره به د سترو قدرونو لوبي پر همدې سیمې متمرکزي وي. د نوموړي دا خبري روښانه کوي چې افغانستان به بیا هم د ۱۹ او شلمي پيړي په څېر په جیو ستراتيژیک او جیوپولتیکه توګه، د سترو قدرونو لپاره مهم وي.
په ۱۹ پيړی کې هم افغانستان د زړې ستري لوبي (Old Great Game) مرکز و، تزاري روسیه او لویه برتانیي په افغانستان کې سیالي کول، امریکايي ستراتيژيست الفریډ ټیلور ماهان هغه وخت کې یو نظریه وړاندي کړه او وېل چې هر قدرت چې پر سمندرونو ولکه ولري، هغه قدرت به پر ټولي نړۍ تسلط ولري، په ۱۹ پيړي کې لویه بریتانیا یوازنی قدرت و چې پر سمندرونو يي ولکه لرل. تزاري روسيې هم غوښتل د افغانستان د لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوی څو د برتانیی سره رقابت وکړای سي او افغانستان ددغه هدف لپاره تر ټولو مهمه جیو ستراتیژیکه سیمه وه او بریتانیا هم پوهېدل ځکه يي روسانو ته د افغانستان څخه د تېرېدو اجازه نه ورکوله. یعنی ددې دو سترو قدرتونو ترمنځ د رقابت میدان افغانستان و.
په ۱۹۰۴م کال کې یو بریتانوي جغرافیه لیکونکې او ستراتیژیست هالفورډ میکندر په نړیوال سیاست کې د جیوپولیټیکس ارزښت، د خپلې تیوري هارټ لڼد د لارې یو ځل بیا را برسیره کړ. ښاغلي میکندر په دې تېزېس کې چې عنوان یي د تاریخ جغرافیایي محور و، زیاته کړه چې په صنعتي دور کې د منځنۍ اسیا طبیعی زیرمې دومره ډېرې او جیوستراتیژیک ارزښت پیدا کوي، چې هر قدرت یي ترلاسه کړي په یوه نړیوال قدرت به بدل سي.او ټوله نړۍ به یي تر تسلط لاندې راسي
چې د همدې نظريي پر بنسټ جور اف کنان د شوروي اتحاد مهار کولو Containment نظر وړاندي کړ، ځکه د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته شوروي اتحاد پر هارټ لنډ حاکم سو، او د شوروي د مهارولو لومړی د کمربند یوه کړی افغانستان هم و، او کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، دغه کمربند مات سو او افغانستان د شوروي او امریکا تر منځ د رقابت په میدان بدل سو.
همدا ډول اوس په ۲۱ پيړۍ کې هم افغانستان په جیوستراتیژیک ډول ځانګړي اهمیت لري او د چین د ورېښمینو لار پروژه د افغانستان څخه تېریږي او لکه برژينسکې چې هم وايي افغانستان د سترو قدرتونو لپاره جیو ستراتيژیک ارزښت لري.
خو که په افغانستان کې یو خپلواک دولت وي او افغانستان یو فعاله ډیپلوماټیکه دستګاه ولري لکه د محمد ظاهر شاه د واکمني پر مهال، کولای سو چې د افغانستان د سترو قدرتونو د سیالي څخه و همکارۍ ته بدل کړو، خو ستر قدرتونه به خامخا د خپلو ګټو لپاره دې سیمې ته راځي. دا په دې مانا نه ده چې لوي قىرتونه دې افغانستان مستعمره کړي او یا دې د افغان دولتونو اړیکې د سترو قدرتونو سره هم غلامۍ مانا ولري؛ بلکې هدف دا خبره درک کول دي چې لوی قدرتونه دلته یو لړ ګټې لري چې هغه په سولهییز ډول هم تر لاسه کولای سي.
دوهم بحث د افغانستان کورني معضله ده:
ایا په افغانستان رښتیا هم یوه کورنی شخړه وجود لري، زما په فکر نه. زه په دې نظر یم چې د افغانستان شخړه تر ډېره بهرني او په خاص ډول د پاکستان سره د ستونزي له امله ده، په دې کې هېڅ شک نسته چې افغانستان کې قومي، ژبني، سمتي او مذهبي فکرونه وجود لري، خو دغه ستونزي اصلاً د جګړې له امله دي چې اصلي لوری يي د پاکستان دولت دی.
که په افغانستان کې سوله راسي او یو مسؤل دولت رامنځته سي دغه ستونزي په ډېره کم وخت کې حل کیږي او ددې ستونزو له امله د افغانستان نظامونه نه نړیږي او نه په تېر ۴۳ کلنې جګړې کومې ډلې د افغان دولت خلاف ددې موخو لپاره وسله پورته کړي، د سردار داود خان جمهوریت څخه تر اوسه پوري ټولي ډلې چې د افغانستان د دولت خلاف يي وسله پورته کړې د پاکستان څخه راغلي. نو ځکه وېلای سوی چې یادي ستونزي اصلاً د افغانستان د جګړې اساسي لاملونه نه دي.
درېیم د پاکستان سره شخړه:
اصلاً ددې ۴۶ کالو د جګړې اصلي لوري پاکستان دی، ځکه پاکستان په څو دلیلونو سره غواړي افغانستان د دوی تر حاکمیت لاندې و اوسي چې ددې یادونه هم په مختلفو کتابونو لکه د کرسټین فیر په کتاب جګړه تر پایه او نورو یادونه سوې.
لومړی دلیل د افغانستان جیوستراتيژیک او جیواکانومیک موقیعت دی:
د افغانستان د سترو قدرتونو لپاره ډېر ارزښت لري او تل ستر قدرتونه دلته یو لړ ګټې لري او که په افغانستان کې یو خپلواک دولت رامنځته سي کولای سي. دلته د غټو قدرتونو ګټې خپل په ګټه وکاروي او ددې ترڅنګ افغانستان جیواکانومیک موقعیت، افغانستان د اسیا په اقتصادي څلورلارې بدلوي او پاکستان نه غواړي چې د دو رقیبو قوي هېوادونو منځ ګیر پاته سي.
دوهم د افغانستان طبیعي والي:
افغانستان یو طبیعي هېواد او ملت دی او پاکستان یو مصنوعی هېواد دی او د یوې کمپنۍ لخوا چې مخکې ما په تفصیل سره بیان کړي اداره کیږي، د افغان ملت یوه برخه او خاوره د پاکستان لخوا اشغال سوی او هغه خلک اوس هم کلتوري، فکري، معنوي او سیاسي اړیکې د افغانستان سره پالي او د افغانستان کلتور او سیاسی فکر هغه خلکو ته الهام ورکوي چې دغه عمل د وخت په تېرېدو سره هغه خلک د پاکستان پر ضد را پاروي او د خپل هېواد سره د یو ځای کېدو حس ورکوي او د هغیوي معنوي غوښتنی پاکستان نسي رفع کولای.
درېیم دلیل پوځي دی:
پاکستان فکر کوي که افغانستان کې قوي دولت رامنځته سي ممکن د پاکستان سره بیا د بنګله دیش تجربه تکرار سي او بلوچستان او پښتوخوا ور څخه جلا کړي، بله خبره د پاکستان جغرافيي موقعیت دی بیله بلوچستان هوايي ډګر، نور ټول د پاکستان هوايي ډګرونه د هندي فوځ د توپخانې څخه ۱۵۰ مایله لیري دي، همدارنګه هندی فوځ کولای سی په څو ساعتونو کې، د پاکستان نیمه خاوره ونیسي او پاکستان د متقابل برید لپاره یو ځای ته اړتیا لري او هغه افغانستان دی که افغانستان نه وي پاکستان به په څو ساعتونو کې، له منځه یو وړل سي او دا وخت به و نهلري چې اټومی وسلی وکاروی او که يي کاروي هغه به هم پخپله خاوره کې کاروي.
پایله
پاکستان افغانان مطالعه کړي او پوهیږي چې افغانستان د خپل پوځ په لاس نسي اشغالولای، نو ځکه يي د هغه لپاره د سړي جګړې له وخته یو شمیر افغانان پخپلو مدرسو کې وروزل او یو نیابتي فوځ يي جوړ کړي، او د دیوبندیزم په مفکوره يي سمبال کړل او بیا يي دا خلک د طالبانو تر نامه لاندې سره راټول کړل چې مشري د پاکستان د پوځ او استخباراتو پښتانه افسران کوي.
ډېرې افغانان چې کله طالبان ګوري وايي چې موږ د طالبانو په لیکو کې پنجابي سرتېري نه ګورو. دوی سم وايي د طالبانو په لیکو کې پنجابی سرتېري نسته، ځکه اړتیا ورته نسته، اصلاً دا فکر غلط دی، چې د پاکستان دولت د پنجابیانو دی او یوازې د پاکستان په فوځ پنجابیان دی، بلکې د پاکستان په پوځ کې ۴۰ سلنه سرتېري او افسران پښتانه دي او د افغانستان د اشغالولو کې اصلي طراحان هم د پاکستان د فوځ پښتانه افسران دي.
بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده چې دوی په سمبولیک ډول د طالبانو مشري داسي کسانو ته سپارلي چې هغوی ناپوه او وروسته پاته فکر لرونکې دي خو په اصل کی هغه کسان یوازې سمبولیک دي. اصلي حاکمیت د پاکستان د فوځ او د ای ایس ای افسران کوي، دا خلک يي ځکه را مخته کړي چې هم افغانان او هم نړۍ په تېر باسي، ځکه پاکستان غواړي افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ فلج کړي څو دایمي په پاکستان پوري متکې سي. که دوی پوه او مسلکي کسان رامخته کړي نړۍ او افغانان د پرمختګ غوښتنه بیا کوي، نو ځکه د تخریب لپاره يي همداسې کسان رامخته کړي چې سیاسي شعور و نهلري، کار د پاکستان فوځ کوي او لاسونه په دوی پاکوي.
په پای کې وېلای سو چې افغانستان د یو ډېر پېچلي پلان له مخي اشغال سوی او په افغانستان او نړۍ کې حالات داسي سازماندهي شوي چې اکثره خلک دغه اشغال ته روښانه تعریف ونسي موندلای، خو حقیقت دادی چې افغانستان د پاکستان تر استعمار لاندې دی.
د لیکوال پيژنده
احمدشاه انګار ژورنالیست او سیاسي شننونکې دی چې د نړیوالو اړیکو د سولي او شخړو مطالعاتو او ستراتيژيکو استخباراتو په علومو کې تخصص لري.
یادوونه:
په مقاله کې راغلي لیدلوري او نظرونه په لیکوال پورې اړه لري!
۸صبحورځپاڼه چمتو ده د نورو څېړونکو نظرونه او لیدلوري هم په امانتدارۍ سره خپاره کړي!
اداره