نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د پاموړ رول لوبولی دی چې په درېو جلا دورو وېشل کېدای شي. له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۸ کال پورې د مداخلې، بیارغونې او حکومت جوړونې دوره ګڼل کېدای شي. له ۲۰۱۷ تر۲۰۲۱ کال پورې د نړیوالې ټولنې د رول د کمولو او د طالب اورپکو او د هغه وخت د افغانستان د جمهوریت ترمنځ د سیاسي هوکړې د لټولو د هڅو د دورې په توګه یادېدای شي. له ۲۰۲۱ کال را وروسته له افغانستانه د نړۍوالې ټولنې د وتلو بهیر ترسره او د بیا تعامل لپاره هڅې شوې دي.
د نړیوال بانک په وینا، د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته، افغانستان تر ۲۰۲۰ کال پورې له متحده ایالتونو او نورو دوه اړخیزو او څو اړخیزو مرستندویانو شاوخوا ۹۰ ملیارده ډالره بهرنۍ پراختیایي مرستې ترلاسه کړې دي (په دې کې پوځي مرستې شاملې نه دي). په دغو مرستو کې چې د هېواد د وضعیت په ښه کولو کې یې مهم رول لوبولی، د عمر د اوسط لوړول، د بیخ بناوو ښه کول، اقتصادي وده او زده کړو او لومړنیو روغتیایی خدماتو ته پراخ لاسرسی شامل دی. بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له راستنیدو او د پراختیایي او نظامي مرستو په ځنډول کېدو سره مرستندویانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په هیواد کې له مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د نږدې اته اعشاریه درې ملیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې کړي دي.
په دې دورو کې د نړیوالې ټولنې په رول کې چې تر ډېره د متحده ایالتونو تر نظر لاندې و، هغه تناقضات شامل دي چې په افغانستان کې یې د ثبات راوستو او یوځل بیا د ترهګرو پر خوندي پناه ځای د هغه د بدلېدو د مخنیوي پر موخو اغېز کړی دی. د بهرنۍ مداخلې دغه تناقضات چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د تېرو دوو لسیزو ډېرې لاسته راوړنې یې په غیر ارادي ډول تر پښو لاندې کړي او د افغانستان راتلونکي ته یې خطرونه پېښ کړي، د تناقضاتو په درېیو څپو وېشل کېدای شي.
د تناقضاتو لومړۍ څپه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۷ پورې رامنځته شوه. په دې موده کې امریکا او متحدینو یې تر ډیره بریده د افغانستان حکومت له پامه وغورځاوه او له مالي او سیاسي پلوه یې موازي بنسټونه جوړ کړل. د ملي دولت له نیمایي زیاتې مرستې له پامه وغورځول شوې او پرځای یې د تمویلوونکو ګټي د افغانستان پر ملي لومړیتوبونو غوره وبلل شوې. په داسې حال کې چې د دولت فساد او ضعف له دې تګلارې سره تر ډېره مرسته وکړه، خو د حکومت له پامه غورځولو اپوټه پایله لرله. زما په کتاب« په افغانستان کې د مرستې تناقضات د دولت جوړول او تخریبول» د بهرنۍ مداخلې په تړاو درې پاراډاکسونه مستند شوي دي: له خلکو نه مرسته کوونکو ته د دولت د ځواب ورکړې بدلېدل، د دولت او ټولنې ترمنځ په اړیکو کې د تشې رامنځته کېدل، او د مالیاتو سیسټم ګډوډېدل. د دوه اړخیزو مرستندویانو لخوا دا ډول چلند په غیر ارادي ډول د دولت لپاره د اړینو پانګونو او اصلاحاتو مخه ونیوله او د حکومت کمزورتیا او حساسیتوالی یې اوږد کړ.
له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کال پورې د تناقضاتو دویمې څپې د دې پر ځای چې ترې زده کړه وشي، هماغه تېرې تېروتنې یې تکرار کړې. په دې دوره کې د سیاسي هوکړې لپاره د سیاسي خبرو اترو بهیر او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل شامل وو. خو بیا هم د امریکا حکومت هماغه کړنلاره تکرار کړه چې په ځینو مواردو کې یې په افغانستان کې پرمختګ او دولت جوړونې ته زیان رسولی دی. د امریکا حکومت د افغانستان منتخب حکومت او نور ملي بنسټونو له پامه وغورځول او له وسله والو طالبانو سره یې مستقیمې خبرې وکړې.
امریکا د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې له طالبانو سره په داسې حال کې هوکړه لاسلیک کړه، چې د یوې بېړنۍ هوکړې د پایلو او په افغانستان کې د وضعیت له بدلون پرته د امریکایی ځواکونو د بشپړ وتلو په تړاو ډېرېدونکي اندیښنې (ان په افغانستان کې د متحده ایالتونو د پخوانیو ډیپلوماتانو لخوا) موجودې وې. بلخوا په اوربند او سیاسي هوکړه کې چې د دوحې د هوکړه لیک دوه اساسي شرطونه وو، کوم پرمختګ ونه شو. د متحده ایالتونو د ځواکونو په وتلو سره، د جمهوري دولت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ړنګ شو او ډېری هغه بریاوې چې افغانستان له ۲۰۰۱ راهیسې ترلاسه کړې وې له خطر سره مخ شوې. د جمهوریت راپرځېدل څو اړخیز وو او د امریکا او طالبانو هوکړې پکې مهم رول ودرلود. دغه تړون له افغان حکومته د اړتیا وړ مشروعیت او تصمیم نیولو واک واخیست، مرستې او نظامي ملاتړ یې کم کړ او د محلي او سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ یې ګډوډي او ناهمغږي رامنځته کړه.
د بهرنیو مداخلو د تناقضاتو دریمه څپه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو په واکمنېدو سره پیل شوه. طالبانو د افغانستان د ۲۰۰۴کال اساسي قانون منحل کړ او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز او د روغتیا برخې په څېر محدودې استثنا سره یې د ښځو پر کارکولو د بندیز په ګډون پر ښځو محدودیتونه ولګول. دا تګلارې له هغو تګلارو سره ورته دي چې د طالبانو په لومړي حکومت کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ پلي شوې وې. په ځواب کې متحده ایالتونه او نورو لوېدیځو مرستندویانو له افغانستان سره پراختیایي او نظامي مرستې بندې کړې. خو له بشري ناورنیونو سره د مقابلې او حیاتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره بشردوستانه مرستې او ځینې پراختیایي مرستې وړاندې شوې او د مداخلې اړوند دوه تناقضه څرګند شول.
لومړی، په داسې حال کې چې بشري مرستې د ژور بشري ناورین او اقتصادي سقوط مخه ونیوله، په افغانستان باندې لګول شویو بندیزونو اقتصاد کمزوری کړ او د بې وزلۍ د دوام لامل شول. دویم، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل د پر مختګ پر لور له کومې روښانه لارې پرته د ښځو د بنسټیزو حقونو د ساتنې او د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په ګډون د هغو تګلارو نشتوالی لا پسې وغځاوه چې نړۍواله ټولنه یې د ملاتړ ادعا کوي.
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۱۷ او ۱۸مه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د بهرنیو سفیرانو په حضور کې د یوې غونډې له جوړېدو سره سره، هغه پایلې چې تمه یې کېده لکه له افغانستان سره د نړیوال مشارکت لپاره د یوې روښانه لار نقشې جوړېدل یا د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي ټاکل کېدل، تر لاسه نه شوې دا پایله تر ډېره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله ده.
د نړیوالې ټولنې لخوا په ځانګړې توګه د پراختیایي او بشري مرستو د برابرولو له لارې په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې درې متناقضې څپې او په ځینو مواردو کې د بهرنۍ مداخلې ناوړه پایلې په ګوته کوي. د افغانستان راتلونکی ناڅرګند دی. د هېواد له ناخوالو، جګړو او ځپنې د وتلو کومه اسانه لار نشته او نه هم د دغو ناورینونو د حل لپاره د نړيوالې ټولنې لپاره کومه توره او سپينه تګلاره شته. په هرصورت، دا تناقضات له تېرو تېروتنو د زده کړې پر اهمیت ټینګار کوي او په نړیوال مشارکت او په افغانستان کې په ملي بهیرونو او ښايي ورته شرایطو کې د شعوري او پراخ بنسټه تګلارو پر غوره کولو ټینګار کوي.
داسې سټراټېژي او فعالیت چې اوږدمهالی لید لوری ولري او د ژوند په ټولو برخو کې د افغانانو اړتیاوو او هیلو ته لومړیتوب ورکړي، اړین دی. دا تګلاره باید د داسې یوې روښانه لار نقشې پربنسټ وي چې د تلپاتې ثبات د ترلاسه کولو او د افغانستان د خلکو لپاره د کرامت او سوکالۍ د تضمین په لټه کې وي.