۸صبح، کابل: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د مشروع دولت د نشتون او په حکومتولۍ کې ډېر کم تخنیکي ظرفیتونه د وزګارۍ د زیاتېدو، بېوزلۍ او په هېواد کې د لوی اقتصادي ناورین لامل شوی دی.
دغه کمېسیون شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو افغانستان ته د ملګروملتونو سازمان د پلاوي له وروستي سفر څخه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په داسې شرایطو کې دغه سفر یو ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو ارادې ته درناوی او ژرترژره د افغان مېرمنو د بشري حقونو پر خلاف محدودیتونه لیرې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملګروملتونو سازمان له ټولو غړو هېوادونو غوښتي، چې افغانان یوازې پرېنږدي او خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي.
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان تېره شپه افغانستان ته د دغه سازمان د پلاوی د څلور ورځني سفر د پای خبر ورکړی دی.
دغه سازمان ویلي، چې طالبانو ته یې د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت او په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز په تړاو خبرداري رسولي دي.