۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ او د بشري حقونو ځينو نورو سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۳مې غونډې په ترڅ کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت دې وغځول شي.
دغه بنسټ جمعه د وږي پر ۲۷مه ویلي چې په دې غونډه کې له استازولیو غوښتل شوي څو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ځانګړو راپورونو او د متقابلو خبرو له دوامه ملاتړ وکړي.
همداراز د بشري حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې د څنډې ته شوو قومي، مذهبي او ژبنیو ډلو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
یاد بنسټ غوښتنه کړې چې د دغو ډلو د وضعیت په اړه دې هم متقابل بحث وشي او د «افغانستان لپاره د خپلواکو څېړنو میکانیزم» د پلې کېدو بهیر دې ژر تر ژره پیل شي.
په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا دوام لري؛ ځپنه، د جنسیت پر بنسټ زورزیاتی او د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ بندیزونه یې مهمې اندېښنې دي.
دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۷مه او ۸مه د ځانګړي راپور ورکوونکي د متقابلو خبرو پر مهال، ځینو هېوادونو دغه حالت ته د پاملرنې لپاره د نورو ګامونو په اړه پوښتنې مطرح کړې دي.





