د ترکیې او قطر دوه جګپوړي امنیتي چارواکي کابل ته راغلل او له څو نوموتو طالب چارواکو سره یې وکتل: عبدالغني برادر، یعقوب مجاهد، سراجالدین حقاني او عبدالحق وثیق. د ترکیې امنیتي چارواکی کندهار ته د طالبانو د مشر د لیدلو لپاره هم لاړ، خو د هغه پر ځای یې هلته په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین سره وکتل. وروسته پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې ولیدل.
کابل ته د دغو دوو بهرنیو چارواکو سفر په پراخه کچه رسنیز شو؛ داسې لکه افغانستان ته چې کومه ستره پېښه په کمین کې وي. ځينې ګومان کوي چې دغو دوو بهرنیو چارواکو د امریکا پیغام راوړی دی. ځينې یې د عربستان او حوثیانو ترمنځ جګړې پورې تړي؛ داسې چې ریاض غواړي طالبان د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د وسیلې په توګه وکاروي. که عربستان داسې نیت ولري، دا چاره قطر ته نه سپاري؛ هغه هېواد ته چې سیال یې دی. لږ تر لږه تر دې دمه عربستان داسې موخه په اجنډا کې نه لري. طالبان هم دومره هوښیار شوي چې نه غواړي د یوه هېواد له خوا د بل هېواد پر ضد وسیلې بدل شي او «د توازن ساتل» د ستونزو د هواري لار بولي. ډونالډ ټرمپ هم چې په نورو لویو قضیو کې ښکېل دی، د افغانستان وضعیت ترې هېر دی؛ دا خو لا پرېږده چې د طالبانو مشر ته دې پیغام واستوي، هغه هم د سیمې د دوو مهمو هېوادونو له لارې. که نوموړی داسې څه وغواړي، زلمی خلیلزاد فعال او چټک پیغام رسوونکی دی او دا مسوولیت تر بل هر چا ښه مخکې وړلی شي.
په کابل کې د قطر او ترکیې د پلاوو ګډ حضور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ هواري لپاره د دغو دوو هېوادونو د هڅو یادونه کوي. کله چې طالبان او پاکستان یو د بل پر وړاندې ودرېدل، انقرې او دوحې د شخړې د ختمولو لپاره مټې راونغاړلې. لومړی دوحې د ښکېلو لورو د استازو کوربتوب وکړ او وروسته انقرې. که څه هم د دواړو هېوادونو هڅو د د نازک اوربند په رامنځته کېدو کې مرسته وکړه، خو ښکېل لوري یې د جګړې پر بشپړ پای قانع نه کړل. له همدې امله څرګنده ده چې کوربه هېوادونه غواړي خپل نیمګړی ماموریت بشپړ کړي. په رسنیو کې له خپرو شوو معلوماتو او اسلاماباد ته د ترکي پلاوي له سفره هم داسې ښکاري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجې هواری یې لومړیتوب دی.
ښکاري چې دا وار منځګړي د تېر پرتله جدي دي. کابل او کندهار ته سفر او له جګپوړو پنځو طالب چارواکو سره یې جلاجلا لیدنې هم همدا څرګندوي. همدارنګه د طالبانو له مشر سره د لیدنې ناکامه هڅه هم. له کابل او کندهار وروسته اسلاماباد ته د ترکي پلاوي سفر هم. پر همدغه بنسټ، د پاکستان وروستی پيغام د طالبانو پر میز ايښودل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) قضیه او پر سر یې د طالبانو او اسلاماباد لانجه جدي ستونزه ده؛ داسې چې که مدیریت نه شي، اغېزې به یې د افغانستان او پاکستان له پولو بهر هم وغځېږي. له همدې امله، که هر هېواد وتوانېږي د ټيټيپي قضیه شنډه یا یې لږ تر لږه لنډمهالې مهار کړي، پام وړ بریالیتوب به یې ترلاسه کړی وي. دوحه د داسې بریا هڅه کوي؛ په ځانګړې توګه د قطر په بهرنۍ پالیسۍ کې د «منځګړیتوب ډیپلوماسۍ» ته په پام. ترکیه هم ورته موخه لري؛ په ځانګړې توګه اوس چې د «مکې تړون» غړې ده، هڅه کوي په جدي ډول په سویلي اسیا کې خپل اټومي ملګری د احتمالي پېښو له توپانه خوندي وساتي.
پورتنیو ټکو ته په پام، پوښتنه دا ده: ایا د دوحې او انقرې هڅې به پایله ورکړي؟ د دغې پوښتنې ځواب ګران دی، ان منځګړو او ښکېلو لورو ته. خو د تېرو او اوسنیو قراینو او شواهدو په پام کې نیولو سره ویل کېدای شي چې ښکېل لوري به د منځګړو غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو نه د تل لپاره؛ یعنې هغوی به د لانجې پای ته رسولو ته نه، بلکې د ترینګلتیا د کچې کمولو ته غاړه کېږدي. په دې سناریو کې به بیا ټيټيپي په افغانستان کې دومره سرکښه نه، بلکې تر کنټرول لاندې به وي. البته اوسنی وضعیت (نه جګړه، نه سوله) تر یوه بریده منځګړو ته د منلو وړ دی. ښکېل لوري هم د کړکېچ له زیاتېدو سره لېوالتیا نه لري. د دواړو خواوو د چارواکو ادبیات هم د تېرو میاشتو خلاف، نرم او د روغې جوړې دي. طالبان هم پوه شوي چې پاکستان داسې وسایل په واک کې لري چې که ویې کاروي، وضعیت به ورته لا ستونزمن شي. همداسې بیا اسلاماباد هم خبرې اترې د نورو وسیلو پرتله اغېزمنې ګڼي؛ سره له دې چې پوهېږي طالبان له خبرو سره چندان روغ نه دي او د سختو وسیلو په غیاب کې د مقابل لوري غوښتنې له پامه غورځوي.
له پورتنۍ پوښتنې بیا بله پوښتنه هم راولاړېږي: که پاکستان او طالبان سره جوړ شي، له طالب ضد ډلو او جبهو سره به څه کېږي چې له اسلاماباد سره یې تړونونه کړي دي؟ تر دې دمه څرګنده ده چې د طالبانو یوه برخه مخالفانو پر پاکستان حساب کړی او هڅه کوي د دغه هېواد امکانات د طالبانو پر ضد وکاروي. طالبان هم له دې اړخه اندېښمن دي او وخت ناوخت یې په رسنیو کې په اړه خبرې کوي. په دې سره که د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې بېرته ښې شي، مخالفانو چې له پاکستان سره یې جوړجاړی کړی، له منځه به لاړ شي. هو، کله چې طالبان د ټيټيپي په اړه د پاکستان غوښتنې ومني، پاکستان به هم د کابل له رژیم سره په احتیاط چلند وکړي. که داسې وشي، د طالبانو مخالفان به ډېر زیان وویني؛ کله چې له پاکستان سره نږدېوالی د افغانستان په عامو افکارو کې لګښت لري، قرباني کېدل یې بیا لګښت څو برابره زیاتوي.





