۸صبح، کابل: د بشری حقونو د څار سازمان، افغانستان په اړه پخپل تازه راپور کې ویلی، چې طالبانو په خپلو کړنو سره ثابته کړې، چې دوی د یوه ملت په توګه، د دغه هېواد د خلکو له هوساینې سره هېڅ ډول لېوالتیا نه لری.
د بشري حقونو د څار سازمان د نوي تعلیمي کال د پیل او د نجونو د ښوونځیو د دروازو نه پرانستل کېدو په تړاو، د طالبانو په اړه چمتو شوی راپور د جمعې په ورځ (وري۴) خپور شو.
په دغه راپور کې چې د وري په پنځمه د افغان تنکیو نجونو او نړۍ لپاره، د خواشینۍ د ورځې په توګه یاد شوې ده او ویل شوي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په لرې کولو کې، د نړۍ ناکامیدل، د افغان نجونو لپاره خواشینې کوونکي ده.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: «د طالبانو د درواغو بهانې، درواغو او ناکامو ژمنو له امله، د افغانستان تنکۍ نجونې خپلې هیلې او د خپل ژوند غوره کلونه له لاسه ورکوي.»
د بشري حقونو د دفاع دغه نړیوال سازمان، له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د ښځو پر ضد خپله تګلاره بدله کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې، بیاځل د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي، چې د طالبانو پر وړاندې د معقولو کړنو پر بنسټ، خپل سمدستي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پر تړلو ۵۵۰ ورځې تېرې شوې دي.