۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چهلستون غره د یوې برخې د ښویېدو له امله د سلګونو کورونو د تخلیې د احتمال خبر ورکړی دی.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد شنبه د وږي پر ۲۸مه، ویلي چې یو شمېر استوګنیز کورونه له ګواښ سره مخ شوي او له زیانمنونکو سیمو امنو ځایونو ته د مېشتو کورنیو د لېږد بهیر به ژر پیل شي.
ښاغلي حماد له سیمې تر لیدنې وروسته ویلي چې د چهلستون منار ته نږدې درزونه رامنځته شوي او احتمالي بارانونه د غره د نورې ښویېدنې ګواښ رامنځته کولای شي.
طالبانو د غره په لمنه کې په غیر تخنیکي توګه کیندنې او د ډبرو استخراج د دغه وضعیت اصلي لامل بللی دی.
دغې ادارې همدا راز له خلکو غوښتي چې سیمې ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د هر ډول جدي بدلون د لیدلو په صورت کې مسوولانو ته خبر ورکړي.





