لیکنه: شیکهار گوپتا
سرچینه: ډي پرنیټ ورځپاڼه
پاکستان دې ورځو کې له ډېرو چټکو بدلونونو سره مخ دی. ځينې پېښې د وړاندوینې وړ دي، خو ډېرې یې نه دي. زه، چې له بمبيي څخه لیکم، سمدستي درې ټکي د پاکستان د وروستیو بدلونونو په اړه لیدلای او درسره شریکولای شم. درېیم ټکی تر ټولو جالب دی. تر هغې مخکې دوه نور ټکي درسره شریکوم. لومړی ټکی دا دی، چې د عمران خان د ګوند پاشلتیا پر لاره ده. داسې ښکاري، چې دغه پاشتلیا، د وړاندوینو خلاف ډېرچټک وي. عمران خان پر سړکونو د پام وړ زور لري، کله یې چې پلویانو بغاوت وکړ، د پاکستان پر پوځي ودانیو، د پوځ د یوه مشر پر کور او د هوایي ځواکونو پر مرکز یې هم بریدونه وکړل. ګومان کیده، چې دا پېښې به د عمران خان د پياوړتیا سبب شي. اوس داسې ښکاري، چې هغه شاتګ کړی دی. عمران خان، په خپله وروستۍ شل دقیقه یي وینا کې، د اعتراض په لهجه د پوځ خلاف خبرې ونه کړې؛ بلکې هڅه یې کوله، جنرالانو ته ووایي، چې هیڅ کله یې پوځ ته د زیان رسولو بد نیت نه درلو او په هر موقف کې چې و، له دغه بنسټ څخه یې د دفاع کوښښ کړی دی. هغه وایي، حتا سیاست ته له ننوتو مخکې، کله چې د ورزش د ډګر مشهور سړی و، د پوځ ملاتړ یې کاوه. هغه په واقعیت کې، له دغو ویناوو سره، له پوځ څخه بښنه غواړي. عمران خان وایي هغوی، چې د پوځ پر ودانیو یې بریدونه کړي، زموږ د ډلې نه دي، باید ونیول شي او مجازات شي.
له دغه بغاوت څخه وروسته، زرګونه تنه ونیول شول. ډېری نیول شوي کسان د عمران خان د ګوند غړي دي. په دوی کې د ولایتي شورا او پارلمان یو شمېر غړي هم شامل دي. ځینې دغه کسان، مشهور او پېژندل شوي خلک دي، له هغې ډلې شیرین مزار، چې د عمران خان د کابینې وزیره وه. هغه په ورته مهال، یوه مشهوره علمي څېره ده. مزاري په داسې حال کې، چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و، ونیول شوه او ان هغه مهال بیا ونیول شوه، چې محکمې یې د خوشې کیدو فرمان ورکړی و. د مېرمن مزاري په ګډون ځینو سیاستوالو رسنیو ته ویلي، چې له سیاسته لاس اخلي. دا د عمران خان د ګوند د پاشل کیدو یوه نښه ده.
جنرالان: ملکي سرغړونکي د پوځي قانون له مخې مجازاتوو
وروستۍ پېښې څرګندوي، چې ملکي معترضان ښایی سړکونو ته ووځي او چېغې کړې، چې«یی جو دهشت گردی هی، ایس کی پیچی وردی هی» ( پوځ، د ترهګرۍ تر شا دی). خو تراوسه د پاکستان پوځ، د دغه هېواد د خلکو په زړونو کې ځای لري. پوځ ته د عمران خان د پلویانو ګواښ له دې سرچینه اخلي، چې د پاکستان پوځ کې د پام وړ اسلامپال افسران او سرتېري د عمران خان په مشرۍ جریان سره ملګري او د پوځ اوسنۍ رهبرۍ سره مخالف دي. خو باید پوښتنه وشي، چې آیا عمران خان غواړي د دوی له نارضایتۍ کار واخلي؟ که داسې وه، خو بیا خپله باید سړکونو ته را وتلای وای. معلومه ده، چې هغه دا نیت نه لري او عملاً له میدانه ویستل شوی دی. هغه په پيل کې ویل، چې دعوه یې د پوځ مشر یا پلنیانو سره د پوځ د عامه اړیکو په اداره(آیایسپيآر) یا استخباراتو (آیایسآی) کې له پلانیانو سره ده، خو اوس شاته شوی. عمران خان اوس له پوځ څخه بښنه غواړي، له دې امله یې ملاتړو روحیه بایللې ده.
پوځ خبرداری ورکړی، چې پر پوځي تاسیساتو له بریدکوونکو کسانو سره د پوځي قانون له مخې چلند کیږي. د پوځ قانون، چې پاکستان کې یې «آرمي اکت» بولي، اصولاً باید د پوځي منسوبینو د سرغړونو لپاره وکارول شي. نور هېوادونه هم داسې قوانین، لوایح او مقررې لري، چې د وسله والو ځواکونو لپاره ځانګړي دي. هلته قاعدتاً ملکي خلک څوک د پوځي مقرراتو له مخې محاکمه کولای نه شي. د پاکسان د خپل قانون له مخې، یو ملکي کس هغه مهال د پوځي قانون له مخې محاکمه کیدلای شي، چې یو پوځي کس اغوا کړي یانې رشوت ورکړي یا هېواد او پوځي ځواک سره خیانت ته وهڅوي.
د پوځ د وروستي خبرداري له اعلان سره، که هر څوک د جنرالانو کور ته ننوځي، یا یې د کور وسایلو ته تاوان ورسوي، په ځانګړې پوځي محکمه کې د محاکمې او پوځي چلند وېره به ورسره وي. پاکستان کې له پوځ څخه وېره، له بشري قوت څخه تر وېرې ډېر او له «قادر متعال» څخه وېره ګڼل کیږي. دغې وېرې د سیاستوالو او د عمران خان د پلویانو ذهن ته هم لاره موندلې ده.
په چولستان صحرا کې یو میلیون ایکړه ځمکه
درېیم ټکی، چې مې ویل تر ټولو ډېر مهم دی، د ځمکو او املاکو له څښتن کیدو سره د پوځ لېوالتیا سره تړاو لري. د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د پوځ غوښتنه د ځينو افرادو د اعتراض له امله اوس د لاهور سترې محکمې ته راجع شوې او په پام کې ده، چې محکمه په دې اړه د روانې مۍ میاشتې په 29 نېټه (دا مقاله د مۍ میاشتې په 26 مه نېټه لیکل شوې ده) خپله پریکړه پریکړه وکړي. پوځ د پنجاب له حکومته غوښتي، چې د دغه ایالت په جنوبي صحرا کې یو ایکړه (څه باندې 404 هکتاره) ځمکه دغه بنسټ ته وسپاري. د پاکستان پوځ د ځمکو په لاندې کولوکې ځانګړی نوم لري او یو میلیون ایکړه لږه ځمکه نه ده.
پاکستان د خوراکي توکیو او انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی. پوځ وایي، چې پر دې ځمکې د پنجاب د حکومت په همکارۍ پانګونه کوي او حاصلات به یې پر درېیو برخو ووېشي. 20 سلنه به کرنیزو څېړنو، 40 سلنه به د پنجاب ایالتي حکومت او 40 سلنه نور به یې پوځ ته ورکړل شي.
په یوه دیموکراتیک نظام کې د تصور وړ نه ده، چې پوځ حکومت ته ووایي تاسې موږ ته ځمکه راکړئ، موږ پانګونه ورباندې کوو او د ګټې یوه برخه به یې تاسې ته درکړو. پوځ د محکمې پریکړې ته منتظر شوی نه دی، دولت ته یې ویلي وو، چې د اصلي ځمکې د قانوني پړاوونو تر مخته تلو موږ ته د پنجاب په یوه بله برخه کې 45 زره ایکړه ځمکه راکړئ، چې خپله ازمیښتي پروژه پکې ترسره کړو. هغه ځمکه د عمران خان د ایالتي حکومت له لوري پوځ ته ورکړل شوې وه.
پاکستان کې چې کله پوځ له حکومته څه غواړي، بیا د بیروکراسۍ اړتیا نشته، د پوځ غوښتنه باید د قانوني پړاوونو له تعقیب پرته پوره شي. په پنجاب کې یاده ځمکه د ایالتي حکومت د سرپءست عثمان بزدار له لوري ورکړل شوې وه. له دې امله، اوس د پنجاب محکمه وایي چې د سرپرستې ادارې پریکړه رسمیت نه لري او قانوني پړاوونه باید مخکې یوړل شي. د یو میلیون ایکړه ځمکې غوښتنه، د چولستان په بایر دښته کې، چې چندان حاصلات نه شي ورکولای، شوې ده. د هندوستان پولې ته نیږدې د دغې دښتې نوم ترکي ریښه لري او د ریګزار په مانا ده. د پنجاب درې ولسوالۍ (بهاولنگر، بهاولپور او رحیمیارخان) هم په همدغه ولسوالۍ کې دي. د دغې سرحدي سیمې دواړو خواوو چندان وده نه ده کړې، خو د پاکستان لور ته یې محرومیت ډېر دی. اوس، چې دا سیمه تر پخوا زیاتې وچکالۍ ځپلې ده، د پاکستان پوځ پکې د ځمکې غوښتنه لري.
« پوځي»تشبثات
د پاکستان د وسله والو ځواکونو د عامه اړیکو رئیس جنرال احمد شریف چوهدري، په وروستیو کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: « په مخ په وده او پرمختللوهېوادونو کې، حکومتونه له پوځ څخه د کرنې د ودې لپاره په یو ډول استفاده کړې ده. موږ ولې دا کار ونه کړو ؟» له دغه یو ایکړ ځمکې پرته، په یاده دښته کې د پاکستان پوځ 30 زره هکتاره نوره ځمکه هم غوښتې، څو د پوځ د وژل شویو سرتېرو پر کورنیو یې ووېشي. په دې کچه د ځمکې غوښتنه، وړه خبره نه ده. د معمول مطابق، دا غوښتنه هم د پاکستان سترې محکمې ته سپارل شوې ده. د پوځ او محکمو د راکړې ورکړې متقابلې اړیکې ته په کتو سره، تمه نه کیږي، چې د پوځ غوښتنه به رد شي.
پوځ د پاکستان په اقتصاد کې ځانګړی رول لري. د عایشه صدیقي د کتاب« د پاکستان دننه پوځي اقتصاد» له مخې، د پاکستان د پوځ یو په څلورمه برخه مشران هغه خلک تېر شوي، چې یو وخت د عسکري یا پوځي تشبثاتو د یوې برخې مشري یې کړې ده. په یاد شوي کتاب کې د پوځ د اړوندو شرکتونو او بنسټونو لکه: فوجي ګاز، ګاز فاونډیشن، کاري ګاز، د بورې او کیماوي سرو فابریکو، وارداتي شرکتونو، فوجي غړو د وېش شرکت، پوځي بنسټ پوهنتون او حتا د حیواناتو د نسل د سمون فارمونه یاد شوي دي.
هو، د پاکستان پوځ د څارویو د نسل اخیستو فارمونه، د وریجو د پاکولو کارخانې، د بورې فابریکې، د کبانو فارمونه، د سمنټو د تولید فابریکې او د خرڅلاو لوی پلورنځي اداره کوي. پوځ د لویو پلورنځيو اداره هم کوي. له دې پرته سواګریز پلورنځي، هوایي صنایع، بانکولي او بیمه هم په واک کې لري. د پاکستان د پوځ اړوند شاهین بنسټ، د هوایي چلند په برخه کې هم پانګون کړې ده.
یادونه: د دغې لیکنې ژباړه له یو څه لنډون سره شوې ده. تصویرونه او اړوند معلومات یې 8صبح ور زیات کړي دي.