۸صبح: ډاکتر صېب! مننه چې موږ ته مو وخت راکړ. په دوحه کې د سولې خبرې اترې روانې دي او له بده مرغه چې افغانان له هغو جزئياتو چې په دې مذاکراتو کې تېرېږي، ډېر نه خبرېږي؛ يعنې هڅه کېږي چې جزيي مسائل له خلکو سره شريک نشي.
پوښتنه داده چې آيا د افغانان په دوحه کې روانو خبرو ته هيله مند واوسي او کنه؟ که هیله مند واوسي نو د هيله مندۍ لاملونه څه دي؟
عبدالله: مننه. ښه، اساسي مسئله داده چې لومړی ځل دی په داسې بڼه مذاکرات ترسره کېږي. البته په تېرو کې هم اړيکې وې او ډيالوګ ترسره شوی دی، خو لومړی ځل دی چې دواړه اړخونه سره کښېني. که ووايئ چې زما شخصي هيله، زما شخصي هيله داده چې څومره ژر کېږي پايلې ته ورسېږو؛ خو پوهېږو چې د تېر وخت په سبب چې بېلابېلې بې باورۍ او نظريات موجود وو، او دې بهیر ته ګام ايښودل اسانه نه ؤ. ښه ده چې له همدې تاريخي فرصته دواړه اړخونه او د افغانستان خلک استفاده وکړي. زه هيله مند يم، خو د مسئلې له ټولو پېچلتياو هم خبر يم. له نېکه مرغه يا له بده مرغه بايد ووايم چې دا مسئله په دې شرايطو کې تجربه کوو. پوهېږم چې اسانه نه ده او افغانان دې مسئلې ته په هيله مندۍ، وېرې او پرېشانۍ سره ګوري چې زما لپاره د درک وړ ده.
ځکه خلکو يې تر اوسه اغېز نه دی لېدلی، جګړه دوام لري، هره ورځ تلفات شته او د خلکو ستونزې دوام لري. دا د درک وړ ده.
۸صبح: ډاکتر صېب! په تېره اونۍ کې د هغو معلوماتو او راپورونو په اساس چې موږ لرل، د افغانستان په ۳۰ ولايتونو کې جګړه روانه وه چې تلفات يې هم لرل. دا زيانونه يا د جګړې په سبب و او يا هم د ماينونو د چاودونو له امله. تاسې په يوه وخت کې جګړه او سوله څنګه ارزوئ؟ خلک ناهيلي کېږي؛ يعنې موږ څنګه هيله مند واوسو چې يوه ډله دې هم مهاله د جګړې په ډګر کې جنګېږي او هم يې مرکچي پلاوی په دوحه کې دی. افغانان نشي کولای چې د طالبانو ډلې له دې دوه مخه تګلارې چې لري يې، د سولې پيغام ترلاسه کړي!
عبدالله: پوهېږم، همدا دليل دی چې بايد ترټولو اساسي مسئله چې امنيت دی، په مذاکراتو کې پرې بحث وشي او په هغې کې د تاوتريخوالي کمښت او بشردوستانه اوربند او بالاخره دايمي اوربند اصلي اجندا وي. مخکې هم په دې تړاو هوکړه شوې وه. کله چې د لومړنيو خبرو پر مهال جګړه شدت پيدا کوي، نو دا د خلکو لپاره په بشپړه توګه ستونزمنه ده چې درک يې کړي. کله چې عزم او هوډ دادی چې په افغانستان کې سوله ټينګه شي، نو بايد داسې سوله راشي چې په هغې کې جګړه او تاوتريخوالی نه وي او په هېواد کې ثبات پلي شي. خلک بايد سر له اوسه نښې او نښانې يې په عمل کې وويني. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ددې کار لپاره خپل چمتووالی ښودلی او هيله لرو چې په لومړيو ورځو کې په دې تړاو پايلو ته ورسېږو.
۸صبح: ډېر ښه. ښاغلی ډاکتر صېب، د سياسي تړون په اساس په واقعيت کې د سولې د بهیر د رهبرۍ مسووليت تاسې پورې اړه لري. زما پوښتنه داده چې آيا په واقعي توګه هم د سولې مشري ستاسې په اختيار کې ده يا ستاسې کاري برخه کې هم لاسوهنې کېږي؟ که په اسانۍ سره وپوښتم، مرکچي پلاوی چاته راپور ورکوي، ولسمشر ته يا تاسې ته؟ همدارنګه له چا لارښوونه او امر اخلي؟
عبدالله: په دې کې شک نشته چې مرکچي پلاوی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوی دی. دا پلاوی هم افغان ولسمشر او هم ماته راپور راکوي. دا به يو ستونزمن او سخت وضعيت وي د يو چا لپاره چې فکر وکړي د يوې مسئلې ټول مسووليتونه پخپل فکر او وړتيا سره پخپله غاړه واخلي. د سولې په کار کې دا ناشونې ده. د هوکړې رامنځته کېدل په هر پړاو کې اړین دي. موږ څرنګه چې د مذاکرې هغه لوري [طالبانو] سره پايلې ته ورسېږو، له خلکو سره هم بايد هوکړې ته ورسېږو. يوازې د حکومت مسئله نه ده. په هر پړاو کې بايد هڅه وشي چې په دې برخه کې هوکړه رامنځته شي او دا اړخ هم وساتل شي. په همدې اساس ما د مذاکراتو په دې پړاو کې څه ستونزه نه ده حس کړې.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب که په لومړيو کې مذاکرات ختم شي او د سولې تړون هم رامنځته شي، آيا د سولې تړون د پارلمان او يا لويې جرګې تصويب ته اړتيا لري؟
\عبدالله: د مذاکراتو په لومړي پړاو کې فکر کوم مهمه داده چې پايلې ته ورسېږو… فکر کوم مرکچي پلاوی د خبرو اترو ډېری مسائلو واک لري. په هغه ځای کې چې اړتيا ليدل کېږي، کولای شي له پلازمېنې، څه له ولسمشرۍ ماڼۍ او څه له موږه مشوره وغواړي، دا طبيعي ده. خو په ورته وخت کې کله چې هغه پړاو ته ورسېږو، د تړون د محتوا په اساس تصميم نيول کېږي او دا چې د تړون محتوا د يو بل ګام اجازه ورکوي او کنه؛ نه غواړم په دې برخه کې نن قضاوت وکړم. که کله مرکچي پلاوی مقابل لوري سره يوې پايلې ته ورسېږي، نو جوته ده چې پلاوی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه استازيتوب کوي. دا احتمال هم شته چې د خلکو راغوښتنې ته اړتيا نه وي. که حالت مخ ته راشي، محتوا ته په کتو په داسې وضعيت کې راشو چې افغانان د دوو پوښتنو ترمنځ واقع شي، نو احتمالاً پراخې مشورې به ترسره شي.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! په دې وروستيو کې چې کوم ادبيات د افغان حکومت رهبري يې کاروي، يو ادبيات نه دي. د ولسمشر مرستيالان يو ډول ادبيات کاروي او تاسې هم بل ډول ادبيات او خپله ولسمشر هم يا غلی دی او يا متفاوت ادبيات کاروي. آيا اړينه نه ده چې په دې شرایطو کې افغان حکومت چې تل د جمهورۍ کلمه کاروي، يو او واحد غږ ولري؟
عبدالله: بالکل، زه له تاسې سره هم نظره يم. تاسې به په تېرو دو ورځو کې څارلي وي چې د سولې نړيوالې پر ورځ مې په همدې ټکي ټينګار درلود. ځکه چې زموږ پلاوی پر مذاکراتو بوخت دی. موږ خپل نظريات لرو. هېڅوک نشته چې د تاوتريخوالي دوام، د جګړې دوام او له وران حالته خواشينی نه وي او يا دې خوشحاله زړه ولري، خو په ورته وخت کې دا چې زموږ مرکچي پلاوی ډېره لويه دنده مخ ته وړي؛ نو زموږ ژمنه داده چې له دوی څخه ملاتړ کوو او هغوی دې يوازې زموږ د ملاتړ غږ ولري.
که په کوم ځای کې د هغوی کار ستونزمن کېده، نو موږ ټول بايد له احتياطه کار واخلو او مخ ته لاړ شو… زما نظر دادی چې په دې شرایطو کې ددې په پام کې نيولو سره چې مذاکرات دوام لري او بايد ادامه ومومي او الله تعالی دې وکړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ پايلې ته ورسېږي؛ بايد د احتياط او ګذشته ګټه پورته شي.
په دې کې زه شک نلرم.
۸صبح: سمه ده. ښاغلی ډاکتر صېب، د روغې جوړې ملي عالي شورا په جوړېدو سره هم مهاله، تاسې د افغانستان ځيني رهبران راوبلل چې د رهبرۍ کميټې غړيتوب ولري ترڅو د روغې جوړې ملي عالي شورا مشروعيت او تصميمونه لوړ شي، خو ځينو څېرو له غړيتوبه انکار وکړ. د بېلګې په ډول ښاغلي حکمتيار وويل چې له طالبانو سره په مستقيم ډول مذاکرات کوي. کرزي ونه منله او ښاغلی نبيل رانغی. ستاسې په اند دا پروسه له ستونزو سره نه مخ کوي، په ځانګړي ډول هغه جوړښت چې تاسې يې په رأس کې ياست؟
عبدالله: اوس هم فرصت لرو… هر څومره چې استازيتوب ټوليز او جامع وي، نو د سولې په پروسه کې اغېزمن ثابت کېدای شي. اوس هم دې کار لپاره فرصت لرو.
۸صبح: يعنې اوس هم هيله مندي شته چې هغوی دې په دې پروسه کې ونډه واخلي او د روغې جوړې ملي عالي شورا غړيتوب ومني؟
عبدالله: د کرزی صېب يادونه مو وکړه، هغوی شته او د نورو مسائلو په اړه هم کوښښ کوو چې قناعت رامنځته شي.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! مذاکرات دوام لري او اوس هم بحث د طرزالعملونو څخه مخکې نه دی تللی، يعنې د اجندا د تعيين پړاو ته نه دي رسېدلي. طبيعي ده چې بحث به د اجندا تعيينېدو ته ورسېږي. د روغې جوړې ملي عالي شورا د رئیس په توګه ستاسې لومړيتوب څه دی؟ تاسې د اجندا په لومړي سر کې څه ته ځای ورکوئ؟
عبدالله: په لومړني فرصت کې بايد د تاوتريخوالي د پام وړ کمښت باندې بحث وشي، په هغه ډول چې خلکو ته محسوس شي.
۸صبح: طالبانو عملاً وښوده چې د اوربند پلوي نه دي او دا مسئله محسوسېږي چې دا ډله له اوربند څخه د فشار د یو ډول وسيلې په توګه ګټه پورته کوي. ښايي غواړي د اوربند په بدل کې لوی څه ترلاسه کړي. که طالبان واقعاً په اوربند باندې معامله وکړي او ووايي چې يوې لنډمهاله يا عبوري ادارې ته ورتلل کولای شي په حقيقت کې د اوربند د اعلانېدو سبب شي، آيا تاسې چمتو ياست؟ ځکه هغوی اوربند نه مني او وايي چې دا د اجندا برخه ده، نه له مذاکراتو وړاندې شرط.
عبدالله: نه. اوربند د پيش شرط په توګه نه دی، له پخوا هم نه و، خو د افغانانو د غوښتنې په توګه تل دا مطرح شوې ده او مطرح کېږي…خو په تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالی چې د ټولو خلکو لپاره محسوس وي، اړين دی. په دې دليل ضروري ده چې پر مذاکراتو د خلکو باور غښتلی شي او د خلکو هيله مندي ډېره شي. په ورته وخت کې دا امر مرسته کولای شي چې مذاکرات په يوه ښه فضا کې مخ ته لاړ شي. زما په فکر په لومړي پړاو کې دې مسئلې ته پاملرنه کول او بيا دايمي اوربند ته توجه مهمه ده. دايمي په دې معنی چې نور قطعاً وسلې ته لاس نه وروړو. په همدې اساس د تاوتريخوالي کموالی، تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د دواړو لوريو اراده ښيي. دا ډېره مهمه ده چې مسئلې په توګه د دواړو لوريو د بحث وړ موضوع وي. نور مسائل هم کېدای شي د دواړو لوريو لخوا مطرح شي. طبيعي ده چې د مذاکراتو پر مهال دا مسائل مطرح کېږي او په اړه به يې بحث وشي. په تاوتريخوالي کې کموالی او بشردوستانه اوربند هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي يې غوښتنه کړې ده.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! که ممکنه وي، د سولې پر سيمه ييزو اړخونو خبرې وکړئ. له بده مرغه زموږ په هېواد کې کله ناکله د هېوادونو ګټې په تضاد کې واقع کېږي. مثلاً تاسې د هند او پاکستان تضاد څنګه حل کوئ؟ د ايران او امريکا ستونزه څنګه حل کوئ؟ د بېلګې په ډول موږ وليدل چې د مذاکراتو په پیل کې ايرانيانو او عربستانيانو خبرې ونه کړې. ددې قضيو يوه برخه له سيمه ييزو پېچلتياو سرچینه اخلي. آيا د هېوادونو د ګټو تضاد دې بهیر ته زيان رسولی شي؟
عبدالله: ښه، موږ به په همغه مسائلو چې سولې پورې تړاو لري او په افغانستان کې د سولې پر بهير اغېز لري، تمرکز وکړو.
زه هم په دې برخه کې سيمه ييز سفرونه په مخکې لرم. زه نه وايم چې هغه هېوادونه چې خپلو منځونو کې د ګټو تضاد لري او د افغانستان پر قضيې اغېزمن دي او يا هم د افغانستان قضيه پر هغوی اغېز کوي؛ ټولې ستونزې حل کولای شو، خو د هيله مندۍ يو ټکی شته چې تر ډېره د تيورۍ په حد کې دی او په عمل کې هم همداسې ده، په افغانستان کې له ټول شموله سولې څخه هېڅوک زيان نه ويني، بلکې ټول ترې ګټه پورته کوي.
۸صبح: ستاسې سيمه ييز سفرونه به مو په همدې برخه کې وي؟
عبدالله: هو.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! که ۸۰مې لسيزې ته وګورو، د جينوا د سولې مذاکرات لرو چې پايله يې د جينوا هوکړه ده.
مقصد هغه هوکړه ليک نه دی اجرا شوی. دليل يې دا و، هغو کسانو چې هوکړه ليک لاسليک کړ پرېکړو ته ژمن پاتې نشول. ستاسې په نظر اجرايي ضمانت موجود دی چې سبا د سولې مذاکراتو پرېکړې تطبيق شي؟ څوک څارنه کوي؟ که څوک تېروتنه وکړي، کوم کسان به هغوی د هوکړه ليک تطبيق ته راګرځوي؟
عبدالله: دا د دواړو لوريو مذاکراتو په دوام پورې اړه لري چې تړون ته ورسېږي. د سولې تړون د تطبيق لپاره بايد حتماً ضمانتونه موجود وي. بېلابېلې بېلګې موجودې دي. په يو ځای کې ملګري ملتونه دا مسووليت په غاړه اخلي او په بل ځای کې سيمه ييز ترتيبات خپل رول لوبوي. دا دواړو لوريو د تړون په نظر او شرايطو پورې تړاو لري.
۸صبح: د ضمانتونو په اړه خبرې شوي دي؟
عبدالله: تر اوسه نه. خو نړيوالې ټولنې د سولې تړون له تطبيقه خپل ملاتړ ښودلی دی. کله چې تړون لاسليک شي، نړیوالې ټولنې يې د تطبيق لپاره چمتووالی ښودلی دی.
۸صبح: ښاغلی عبدالله! تاسې په دوحه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزير سره د بندو دروازو ترشا نسبتاً اوږده جلسه لرله او د پمپيو په بيانيې کې هم راغلي ؤ چې د نظام د ټاکنې او څرنګوالي مسئله د افغانانو واک ګڼي. په دې ليدنه کې په کومو مسائلو مو خبرې وکړې؟
عبدالله: له خبريالانو پرته نور ټول و. ښه. د امريکا متحده ايالاتو عمده موضوع چې غواړم توضيح يې کړم دا وه چې هغوی د قضيې چټکتيا ته ګوري؛ ځکه هغوی [امريکايان] د خپلو سرتېرو د حضور په اړه تصميم نيولی دی چې کم يې کړي او بلاخره صفر ته يې ورسوي. دا بل ډول شرایطو پورې هم تړاو لري.
۸صبح: د امريکا په ټاکنو پورې تړاو لري؟
عبدالله: نه. ټاکنې يوه مسئله ده. کله چې ټاکنې هر ډول پايلې ولري، د دواړو لوريو ترمنځ ډېر د نظر توپير موجود دی. ښه. اوسمهال ټول مسائل د وړاندوينې وړ نه دي. دې پورې تړاو لري چې د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره يو عمومي نظر موجود دی. امريکا له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ او يوه ګډه اعلاميه يې همدارنګه د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره هم صادره کړه چې په دواړو کې ددې مسئلې په اړه يادونه شوې ده.
۸صبح: داسې مسائل هم شته چې نه وي راغلي؟ ځيني موارد چې ويل کېږي هوکړه پرې شوې، خو په متن کې نه دي راغلي.
آيا دا موردونه شته يا آوازې دي؟
عبدالله: نه غواړم چې شايعاتو باندې تمرکز وکړم، خو د امريکا متحده ايالاتو يو ډېر څرګند پيغام درلود. دا هېواد غواړي د سولې بهیر بریالی شي او ددې بهیر کاميابي ورته مهمه ده. خو زموږ خبره هم همدا وه چې کاميابي د افغانانو لپاره هم مهمه ده. امريکا کوښښ کاوه چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور پر مهال د سولې بهیر يوې پايلې ته ورسېږي. دې هېواد ويلي دي چې د سولې له بهیر وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوي. امريکا يو متحد او ډيموکراتيک افغانستان باندې ټينګار لري چې له ځان او سيمې سره په سولې کې وي. همدارنګه له ترهګرۍ ملاتړ ونکړي او ترهګرو ته ځای ورنکړي. دا يې ليدلوری دی چې موږ ورسره په دې تړاو ستونزه نلرو.
۸صبح: ښاغلی عبدالله! څو ورځې وړاندې مو يو راپور خپور کړ چې شپږو نه تر اوه مياشتې کېږي چې د روغې جوړې ملي عالي شورا کارکوونکو او د مخکيني اجرايه ریاست کارکوونکو معاش نه دی ترلاسه کړی. دا په داسې حال کې ده چې د سياسي تړون په اساس هم تعيينات د روغې جوړ ملي عالي شورا له واکونو څخه دي او هم د بوديجې مصرف او اجرا. څه ستونزه ده؟ ولې ددې کارکوونکو معاشونه نه دي اجرا شوي او ولې د روغې جوړې ملي عالي شورا منظوري چې له تشکيل څخه يې يوه مياشت کېږي نه ده راغلې؟
عبدالله: ښه. البته د تشکیل مسئله پړاوونه لري. که ژر شوني وی نو خوشحاله به و. وخت ډېر ونيول شو، خو په هر حالت تشکيل يو اداري پړاو لري او حکومت په فني برخه کې دخيل دی. په دوهمه برخه کې د اجرايه رياست ځيني کارکوونکي دي چې په دې اړه وروسته د ولسمشر له فرمانه يې معاشونه نه دي اجرا شوي. دوی د حکومت مامورين و او بايد برخليک يې معلوم شي.
وخت ډېر ونيول شو او تاسې هم يو راپور خپور کړی و او ځينو هم خبرې کړې وې. اوس اداري پړاوونه روان دي او دا ستونزه حل کېږي او يا هم د حل کېدو په بهیر کې ده. يوه برخه کارکوونکي چې د بالمقطع له ډلې و او ځيني هم دايمي؛ له بده مرغه په همدې ډله یې اغېره کړې ده.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! تاسې د روغې جوړې ملي عالي شورا تشکيل سره چې د ولسمشر يو فرمان په اساس منظور شوې وه، مخالفت وښود. ددې مخالفت اصلي لامل څه و؟
عبدالله: اړينه نه ده چې پر دې مسائلو ډېر بحث وکړو. په دې شپو او ورځو کې زموږ ټول تمرکز بايد د سولې پر مسائلو وي.
په ورته وخت کې هغه څه مې چې مخکې وويل، د روغې جوړې ملي عالي شورا تشکيل بايد بشپړ او تکميل وي. ځکه دا شورا د سولې له پروسې ملاتړ کوي، نو په همدې اساس يوه اړتيا ده. نور ډېر وخت بايد ونه لګول شي.
۸صبح: ډاکتر صېب. د دولت عالي شورا هم تشکيل نه شوه او سياسي تړون د متن په اساس ددې شورا دنده دا وه چې ولسمشر ته به مشورې ورکوي. آيا ولسمشر نه غواړي چې سیاسي مشران ورته مشورې ورکړي؟ ولسمشر هم يوه شورا رامنځته کړې ده، د سياسي تړون مطابق په حقيقت کې افغان سياسي رهبران کارچوکاټ څخه بهر دي. ولې دا شورا نه ده تشکيل شوې؟
عبدالله: ښه. دا هم له هغو کارونو څخه دي چې پاتې دي. د تړون د متن په اساس د دولت عالي شورا ولسمشر ته مشورې ورکوي. زه فکر کوم په دې خطرناکو شرايطو کې د مشورو ورکولو لپاره ددې شورا تشکيل اړين دی. که فرصت مې پيدا کړ نو له ولسمشر سره په دې برخه کې خبرې وکړم.
۸صبح: ښاغلی ډاکتر صېب! د وروستۍ پوښتنې په توګه په سياسي تړون کې مهم ټکی د اصلاحاتو مسئله وه چې د خلکو لپاره اهميت لري، د هغه پلاوي له رامنځته کېدو څخه چې د ولسواليو او ښارواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو پورې يې د اساسي قانون د تعديل طرحه څارله. په دې برخه کې هېڅ کار نه دی شوی. ولې دا مسائل نه دي څارل شوي؟
عبدالله: ښه، نه غواړم چې يوه لوری په دې برخه کې ګرم وبولم. ځيني ځانګړي شرایط لکه: د بين الافغاني مذاکراتو پيل، د طالب زندانيانو د ازادېدو بهير پيل… دا ددې لامل شول چې په دې برخه کې ګام پورته نشو، آن د کابينې د معرفي کېدو لړۍ هم ترې اغېزمنه شوه. خو په هرصورت مسائل شته چې په ورين تندي يې په اړه هوکړه شوې ده؛ يعنې په اړه يې هېڅ بحث او جنجال نه دی شوی. ټاکنيز اصلاحات ډېر مهم او د نظام د غښتلتيا لپاره اړين دي. کله چې موږ وايو چې له جمهوريته دفاع کوو، چې د يو ښه شعار بڼه يې ځان ته غوره کړې ده. دا هغه څه دي چې زموږ ټولو ژمنتيا غواړي.
هيله مند يم چې په دې برخه کې پرمختګ ولرو.
۸صبح: ډاکتر صېب! يوه نړۍ مننه چې موږ ته مو وخت راکړ.
عبدالله: له تاسې هم مننه.