د کندهار لپاره نوی والي او د ملي امنیت رییس معرفي شول
احمد شاه شاداب

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د يو پلاوي په مشرۍ نن يکشنبه د مرغومي په څوارلسمه ياد ولايت ته سفر وکړ.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یې دغه ولایت ته سفر کړی ؤ، وايي ولسمشر کندهار ته تر سفر وروسته دغه بدلونونه د خلکو په غوښتنه او د قومونو په منځ کې د وروستیو ستونزو د حل په موخه راوستي دي.
په کندهار کې وروستيو امنیتي ګواښونو د دولت لوړپوړي چارواکي اړ کړل، چې دې ولايت ته سفر وکړي.
نوموړي د کندهار لپاره د نويو چارواکو د معرفي په غونډه کې وویل: ولسمشر د خلکو په غوښتنه د دغه ولایت لپاره نوی والي، د ملي امنیت رییس او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ټاکلي دي.
محب په خپلو خبرو کې وويل، د کندهار خلکو دغه غوښتنې دې ولايت ته د ولسمشر د وروستي سفر پرمهال کړې وې.
د ملي امنیت شورا سلاکار همداراز وويل، د کندهار په امنیتي کرښو کې چې کومې ستونزې او اړتیاوې وې هغه مو ټول یاداشت کړي او د حل په موخه به يې عملي ګامونه پورته شي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ، روح الله خان زاده خان زاده د کندهار لپاره د نوي والي په توګه، عطامحمد د دې ولايت ملي امنيت رييس په حيث او همدارنګه محمد شفيق رسول زی چې دوه اونۍ وړاندې د کندهار ۲۰۵ اتل قل اردو قومندان په توګه ګمارل شوی ؤ، نن د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي شول.
په ورته وخت کې د کندهار مخکينی والي حيات الله حيات وايي، له پولیسو سره کمزورې همغږۍ دې ولایت کې د حکومتولۍ پر چارو ناسم سیوری غوړولی ؤ.
له بل لوري د دې ولایت قومي مشران او د ولسي جرګې غړي له نویو ټاکل شویو چارواکو غواړي، چې د یوه پیاوړي مدیریت په رامنځته کولو سره دې د وروستیو امنیتي ګواښونو مخنیوی وکړي.
د کندهار لپاره د یادو نویو چارواکو ټاکنه داسې مهال کېږي، چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې له تېرو درې میاشتو راهیسې پرلپسې جګړې روانې دي او یو شمېر سيمې طالبانو له حکومتي ځواکونو څخه نيولي دي.