٨صبح، نیمروز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له لوري په ٢٠٠ بې ځایه شویو کورنیو د سولري کڅوړو مرستې وېشل شوي دي.
نیمروز کې ځایي سرچینې دغه راز وایي چې بې ځایه شویو کورنیو دغه سولري کڅوړې دوشنبې د وري په ٢١مه ترلاسه کړي دي.
د ٢٠٠ امپیره په وړتیا دوه بطرۍ، دوه تختې سولر له ټولو تجهیزاتو سره او د سولرونو د نصب لپاره ١٨٠٠ افغانۍ نقدې پیسې د دغو مرستو په کڅوړو کې شاملې وې.
کومو بې ځایه شویو کورنیو چې دا مرستې ترلاسه کړې دي، د هلمند په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمیسارۍ هم په جوزجان ولایت کې د جګړې له امله په څه باندې زرو بې ځایه شویو کورنیو ٣٥ میلیونه افغانۍ نقدې مرستې ووېشلې.