• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له آلو بخارا د غزني د قلعه نو د ښځو عاید؛ په ناډاډمن بازار کې سخت کار

ایلیا ایلیا
۲۳ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789384454]

د غزني ولایت د قلعه‌نو په کلي کې یو شمېر ښځې وايي چې د آلو بخارا په برابرولو او پلورلو سره د کورنیو د لګښتونو او د خپلو اولادونو د زده‌کړو یوه بربرخه اړتیاوې پوره کوي؛ خو په بازار کې د دې محصول ټیټه بیه او موسمي عاید د دوی د عاید زیاتېدل محدود کړي دي. دوی زیاتوي چې د آلو بخارا برابرول په څو پړاوونو کې ترسره کېږي او ډېر وخت او کاري ځواک ته اړتیا لري. د دوی په وینا، د آلو د پوستولو لپاره پرله‌پسې کښېناستل او د لاسونو دوامدار کار د اوږو د درد او د نوکانو د خرابېدو لامل هم کېږي.

دغه ښځې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې له ډېرو سختیو سره سره، آلو بخارا ښه بازار نه لري او له دې لارې ترلاسه کېدونکی عاید یوازې د کال په یوه موسم کې وي. د دوی په وینا، د محصول مستقیم پلور او په مناسبې بیې سره بازار ته لاسرسی کولای شي د دوی عاید زیات کړي او د دې فعالیت د دوام او پراختیا زمینه برابره کړي.

د دوی له نظره، په اوسني وضعیت کې د آلو بخارا برابرول د عاید ترلاسه کولو له هغو محدودو لارو ده چې ښځو ته دا فرصت ورکوي څو د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي؛ خو د آلو د موسم په پای ته رسېدو سره دا عایداتي سرچینه هم له منځه ځي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کاري فرصتونو محدودیتونو او د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له خوا د کافي ملاتړ نشتوالي د ښځو د کار او عاید ترلاسه کولو لارې محدودې کړې دي.

دا ښځې همداراز له طالبانو غواړي چې د نجونو د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو راتلونکی نسل د زده‌کړې، کار او عاید ترلاسه کولو لپاره زیات فرصتونه ولري. د دوی په باور، له زده‌کړو د نجونو محرومول کولای شي په راتلونکي کې د دې نسل د کار، اقتصادي ونډې اخیستنې او د کورنیو د ملاتړ فرصتونه کم کړي.

لمر لا د کلي د کورونو پر بامونو نه دی راختلی چې شکیلا له خپلو لوڼو سره بڼ ته ځي، څو رسېدلي آلو راټول او د آلو بخارا د جوړولو لپاره یې چمتو کړي. نوموړې چې پنځه کاله کېږي د آلو بخارا په برابرولو بوخته ده، وايي دا کار له هغو محدودو لارو دی چې له مخې یې د کورنۍ د لګښتونو په پوره کولو کې ونډه اخیستلای شي. شکیلا زیاتوي چې سره له دې چې دا کار سخت او موسمي دی، خو نوموړې او لوڼې یې اړې دي چې د ژوند د ځینو لګښتونو د پوره کولو لپاره دې کار ته دوام ورکړي.

دا مېرمن وايي: «پنځه کاله کېږي چې د آلو پوست کولو او د آلو بخارا جوړولو ته مو مخه کړې او له همدې لارې د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې ونډه اخلو. دا کار اسانه نه دی؛ ډېر وخت پر ځمکه کښېنو او ډېر شمېر آلو راټولوو او پوستوو. ډېری ورځې سهار وختي کار پیل کوو. آلو له هغو باغونو راټولوو چې په ګرو یا کرایه مو نیولي وي او په پای کې د محصول یا عاید یوه برخه د باغ خاوند ته ورکوو او لږه برخه موږ ته پاتې کېږي.»

شکیلا زیاتوي: «د کار تر ټولو سخته برخه د آلو پوستول دي؛ ځکه آلو په هممهالي توګه رسېږي او شمېر یې ډېر وي. د دې لپاره چې څو ساعته کار کوو، اوږې او لاسونه مو درد کوي. د آلو وچول هم ستونزمن دي؛ ځکه باید خاوره پرې ونه لګېږي او که باران وشي، محصول خرابېږي. له دومره زحمت سره سره، په بازار کې آلو بخارا په ټیټه بیه اخیستل کېږي او بیه یې هر کال بدلېږي؛ یو کال بازار ښه وي او بل کال خراب.»

د شکیلا په وینا، ښځې نه شي کولای خپل چمتو شوی محصول د اوږدې مودې لپاره وساتي؛ ځکه د وخت په تېرېدو سره د آلو بخارا رنګ بدلېږي او پېرودونکي یې هم لږ پېري.

نوموړې زیاتوي: «موږ نه شو کولای محصول د اوږدې مودې لپاره وساتو؛ ځکه ورو ورو یې رنګ بدلېږي او خلک یې نه اخلي. باید زموږ محصول ته بازارموندنه وشي، څو وکړای شو په مناسبه بیه یې وپلورو. دا کار زموږ لپاره سخت دی، خو د ژوند د لګښتونو د برابرولو له محدودو لارو دی. که ښه بازار ولري، په لا ډېرې هڅې سره ب دوام ورکړو.»

صدیقه چې د دې کلي د یوې کروندګرې کورنۍ لور ده، وايي چې د ژوند د لګښتونو او خپل جهیز د برابرولو لپاره هر کال د آلو د راټولولو په موسم کې د آلو بخارا پر برابرولو بوخته وي. نوموړې زیاتوي چې د دې کار عاید د بڼ له خاوند او د دوی د کورنۍ ترمنځ وېشل کېږي او پاتې برخه یې د ژوند د لګښتونو او د جهیز د برابرولو لپاره کارول کېږي.

صدیقه چې له اووم ټولګي وروسته له زده‌کړو پاتې شوې، ټینګار کوي چې د زده‌کړو د فرصتونو محدودېدل او کوژدنېدل یې د دې لامل شوي چې د آلو بخارا برابرول د خپل جهیز د چمتو کولو له مهمو لارو وګرځوي.

صدیقه وايي: «پلار مې کروندګر دی او که دا کار ونه کړو، وږې به پاتې شو. هغه باغ چې پلار مې نیسي، دوه برخې محصول د باغ خاوند ته رسېږي او یوه برخه موږ ته پاتې کېږي. زما نوکان وګورئ؛ له دې امله چې ډېرې آلو مې پوست کړې دي، خلاص شوي او مات شوي دي. اړ یو چې په همدې حالت کې کار وکړو، ځکه په دستکښو آلو نه شو پوستولای او تر اوسه داسې وسیله هم نه ده جوړه شوې چې دا کار اسانه کړي. د کار پر مهال مې نوکان زخمي کېږي، خو بله چاره نه لرو. د نجلۍ د جهیز برابرول هم د کورنۍ مسوولیت دی او زما لپاره یې برابرول پلار ته سخت دي. تر اووم ټولګي مې زده‌کړې وکړې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ښوونځي پاتې شوم. وروسته کوژدنه شوم او له هغه وخته هر کال آلو بخارا جوړوم، څو د خپل جهیز په برابرولو کې ونډه واخلم.»

زرمنه چې له خپلو لوڼو سره د آلو بخارا پر برابرولو بوخته ده، وايي چې دا فعالیت د دوی د کورنۍ د عاید یوه مهمه برخه برابروي. نوموړې زیاتوي چې مېړه یې کروندګر دی او هر کال ډېر بڼوڼه په اجاره نیسي، څو د کورنۍ لګښتونه، په تېره بیا د ژمي اړتیاوې برابرې کړي. زرمنه وايي د آلو د موسمیتوب او د مېوو د هممهالي رسېدو له امله اړ دي چې په لنډ وخت کې او بې‌وقفې کار وکړي، څو محصول له خرابېدو مخکې چمتو شي.

زرمنه وايي:«له سهاره تر ماښامه د آلو بخارا پر برابرولو بوخت یو. کار ډېر سخت دی؛ آلو یو یو پوستوو او له همدې لارې د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروو. مېړه مې بڼوال دی او هر کال بېلابېل باغونه په  بزګرۍ نیسي او کله ناکله د ژمي د لګښتونو د برابرولو لپاره څو باغونه یو ځای نیسي. په کور کې پنځه کسان یو او له ما او لوڼو مې پرته بل څوک کار نه کوي؛ مېړه مې هم زوړ شوی دی. آلو یو ځل رسېږي او موږ نه شو کولای ورو ورو یې پوست کړو، له همدې امله هره ورځ بې‌وقفې کار کوو، څو ټول چمتو شي او ضایعات یې ډېر نه شي.»

دغه ښځه ټینګار کوي چې د بسته‌بندۍ د مناسبو امکاناتو نشتوالی، بازار ته محدود لاسرسی او د کافي پانګې نه لرل هغه عوامل دي چې د دوی د فعالیت د پراختیا مخه یې نیولې ده. د هغې په باور، که د محصولاتو د پلور او بسته‌بندۍ لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې شي، دوی کولای شي خپل تولید زیات کړي.

په همدې حال کېد اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د مناسب بازار نشتوالی، معیاري بسته‌بندي او د بازارموندنې د مهارتونو کمښت په افغانستان کې د آلو بخارا د تولید او پلور د پراختیا له مهمو خنډونو دي. دوی زیاتوي چې تولیدوونکو ته د مالي سرچینو محدود لاسرسی هم  د دېلامل شوی چې ښځې او بڼوال ونه کړای شي د دې محصول تولید پراخ کړي او په بازار کې مناسب ځای پیدا کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رښتیا وايي چې آلو بخارا په افغانستان کې له پېژندل شویو او ډېرو کارېدونکو مېوو ده او په مربا، څښاکونو او نورو خوراکي توکو کې ترې استفاده کېدای شي. نوموړی زیاتوي چې د معیاري بسته‌بندۍ نشتوالي، کمزورې بازارموندنې او بازار ته محدود لاسرسي د دې محصول د ودې فرصتونه محدود کړي دي.

ښاغلی رښتیا وايي: «آلو بخارا له هغو مېوو ده چې په افغانستان کې پېژندل شوې او خلک ترې استفاده کوي، په ځانګړې توګه د مربا او ځینو خوراکي توکو په جوړولو کې. اصلي ستونزه دا ده چې د دې محصول لپاره مناسب بازار، معیاري بسته‌بندي او د بازارموندنې مهارتونه نشته. کله چې یو محصول په کورني بازار کې خپل ځای پیدا نه کړي، تولیدوونکی نه شي کولای خپل تولید زیات کړي. له بلې خوا، د نورو هېوادونو له خوا د کرنیزو محصولاتو پراخو وارداتو هم د کورنیو تولیدوونکو سیالي ستونزمنه کړې ده.»

د دغه اقتصادي کارپوه په باور، د معیاري بسته‌بندۍ او د آلو بخارا د پروسس ملاتړ کولای شي د بېلابېلو محصولاتو د رامنځته کېدو او د دې مېوې د اقتصادي ارزښت د زیاتېدو زمینه برابره کړي. د رشتیا په وینا، که طالبان او نړیوال بنسټونه له تولیدوونکو ملاتړ وکړي او مالي سرچینې برابرې شي، دا محصول کولای شي کورني او ان بهرني بازارونه پیدا کړي.

ښاغلی رښتیا وايي: «که د دې محصول لپاره معیاري بسته‌بندي او مناسب بازار جوړ شي او ترې بېلابېل څښاکونه او خوراکي توکي تولید شي، بې‌شکه چې په بازار کې ښه ځای پیدا کولای شي. دا کار کولای شي د کلیوالو ښځو عاید زیات کړي او نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي. که د آلو بخارا صادرات هم پراخ شي، د دې محصول غوښتنه به زیاته شي او په پایله کې به تولیدوونکي او بڼوال زیات عاید ترلاسه کړي.»

دا ښځې په داسې حال کې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي چې اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په همکارۍ په افغانستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوه پروګرام د پیل خبر ورکړی دی.

د دې پروګرام په چوکاټ کې به د ګډو خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، څو کروندګر او کلیوالي سوداګر له سلا مشورو، تخصصي خدمتونو او بازارونو سره ونښلوي. اروپايي ټولنې ویلي چې دا پروګرام بازار ته د کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو د لاسرسي، د عاید د زیاتېدو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ناورین پر وړاندې د هغوی د وړتیا د پیاوړتیا په موخه عملي کېږي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به د دوه زره هکټاره ویجاړو شویو ځنګلونو او څړځایونو په بېرته رغولو کې هم مرسته وکړي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د نیالګیو د ۲۵۰ پالنځایونو ملاتړ وکړي.

آلو بخارا هم له هغو محصولاتو ده چې د افغانستان په ځینو کلیو کې  ښځې د هغې  د پروسس او پلور له لارې د خپلو کورنیو لپاره عاید برابروي. د کارپوهانو په وینا، بازار ته د لاسرسي، بسته‌بندۍ او بازارموندنې د وضعیت ښه کېدل کولای شي د دې محصول اقتصادي ارزښت لوړ کړي او کلیوالو ښځو او بڼوالو ته د زیات عاید زمینه برابره کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.