د هوا له سړېدو سره سم د هېواد په سړو ولایتونو کې د سینه بغل په ګډون په موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. ډیری دا ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې دغه ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده. د دې شمېرو له مخې په تېرو یوولسو میاشتو کې څه باندې ۹۶۰ زره ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. همدا ډول په ټول هېواد کې نږدې دوه زره ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د ډاکټرانو د څرګندونو پر بنسټ، د هوا په سړېدو سره ښايي د دې موسمي ناروغۍ د پېښو شمېر زيات شي. د دوی له نظره، د دې ناروغۍ د مخنیوي او د سینه بغل له امله د مړینې د کمولو لپاره، اړینه ده چې د کورونه ګرم وساتل شي، ماشومانو سالم خواړه ورکړل شي او د کور څخه د وتلو په وخت کې ماسک ور واغوستل شي. ډاکټران بیا هم سپارښتنه کوي چې په دې موسمي ناروغۍ اخته کسان په ځانګړې توګه ماشومان باید ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسول شي. تبه، د اشتها کموالی، شدید ټوخی، د تنفسي سیسټم بندیدل، د ماشومانو د نوکانو او شونډو زخم د دې ناروغۍ ځینې څرګندې نښې دي.
له بلې خوا د هوا ککړتیا او د کورونو د ګرمولو په موخه د دود لرونکو سون توکو سوځول د دې موسمي ناروغۍ نور لاملونه بلل شوي دي. د دې ناروغۍ د پېښو شمېر په لویو ښارونو کې زیات دی. ځکه چې د هوا ککړتیا د دې ناروغۍ د خپریدو یو له اصلي لاملونو څخه دی. په کابل کې د «اندراګاندي» د ماشومانو روغتون مسوولین تاییدوي چې هره ورځ په دغه روغتون کې د سینه بغل څه باندې ۳۰ ناروغان بستر کېږي او دا شمېر د دغه روغتیايي مرکز له ظرفیت څخه پورته دی. د ماشومانو روغتون سرطبیب محمد اقبال صادق رسنیو ته وویل:«موږ په دغه روغتون کې ۳۶۰ بستره لرو، خو اوس مهال زموږ په روغتون کې د ناروغانو شمېر تر ۵۰۰ پورې رسېږي او دغه کسان له بېلابېلو ولایتونو دي.»
په همدې حال کې دغه روغتون ته د ناروغانو د درملنې په موخه راغلي يو شمېر پیوازان د درملو او د ناروغانو د درملنې لپاره د مناسب ځاى له نشتوالي شکايت کوي. دوی وايي، چې د ځای د نشتوالي له امله په هر بستر کې له دوو څخه تر دریو پورې ناروغان بستر دي.
فضیله د دریو ماشومانو مور ده. نوموړی د خپل یو کلن زوی د درملنې لپاره له کاپیسا ولایت څخه دغه روغتون ته راغلی ده. اغلې فضیلې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«زما ماشوم شل ورځې مخکې ناروغ شو. ما د کلې له کلینیک څخه درمل واخیستل، خو کار یې ونه کړ. وروسته مې بل ډاکټر ته وښودلو. کله يې چې وليدلو، ويې ويل خپل ماشوم کابل ته بوځه، سخت سينه بغل شوی. یوه اونۍ کیږي چې موږ په روغتون کې بستر یو، یو څه ښه شوی. ډاکټران وايي چې هغه به د یوې بلې اونۍ لپاره بستر وي.» فضیله په دغه روغتون کې د درملو او ډاکټرانو د کمښت په اړه زیاتوي: «زما له ماشوم سره په دې چپرکټ کې دوه نور ماشومان هم بستر دي. ناروغان ډېر دي. ډاکټر سهار او ماښام راځي او ماعینه کوي آن ځینې ناروغانو ته نوبت نه رسېږي.»
شېر محمد یو بل کس دی چې ناروغ لري او له پکتیا ولایت څخه یې دې روغتون ته خپل لمسي د درملنې لپاره راوړی دی. د شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې، هغه د خپل درې کلن لمسي د رغېدو لپاره شیبې شماري. شېرمحمد له اندېښمن مخ سره د روغتون له دروازې بهر انتظار باسي. نوموړی په دغه روغتون کې د ناروغانو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي او د ګڼې ګوڼې له امله له ستونزو سره مخ دی. د پکتيا په روغتونونو کې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله شېرمحمد خپل ناروغ لمسى چې په سينه بغل اخته دى، د کابل ښار د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ته راوړى دی. هغه زیاتوي: «موږ د اړتیا له مخې کابل ته راغلي یو. که زموږ په ولایت کې یو ښه روغتون وای، دومره به نه تکلیف کیدو. خدای مهربانه دی چې پخیر سره خلاص شو او بیرته وګرځو. دلته هم ګڼه ګوڼه زیاته شوی ده، توکل په خدای، ښايي موږ نور هم دوه یا درې ورځې دلته پاتې شو.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د سينه بغل د ناروغانو د شمېر پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې د خلکو فقر او بېوزلي د دې ناروغۍ د ډېرېدو لامل شوې ده. د دغې کمېټې د مسوولینو په وینا، په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې او د دغه هېواد ډېری وګړي د خپلو کورونو د ګرم ساتلو لپاره د سون موادو پېر نه شي کولای.
دغې کمېټې اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې له ۳۳ زرو څخه ۶۶ زرو ته رسېدلې دي. دغه احصایه د تیر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې حساب، د موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه د سینه بغل د زیاتوالي یو لامل د ماشومانو د مقاومت د کچې ټیټوالی د صحي تغذیې د نشتوالي له امله بلل کیږي.
د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۳۳ روغتونونو سره چې له اوو زرو څخه د زیاتو بسترونو ظرفیت لري، د افغانستان اتباعو ته حیاتي مرستې برابروي. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې د شاوخوا ۱۰ زره ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکو چې یو پر درېیمه برخه یې مېرمنې دي، د روغتیايي لګښتونو تادیه، ورځني لګښتونه او د ژوند چارې شاملې دي.
بايد يادونه وشي، چې سينه بغل يوه ساري ناروغي ده، چې د تنفسي سيستم له لارې انسان پرې اخته کېږي. لکه څنګه چې هوا سړیږي، د دې ناروغۍ مثبتې پیښې زیاتیږي. شته شمېرې ښيي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۷۹۵ ناروغان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د دغو ناروغانو ډیری یې ماشومان وو.