۸صبح، کابل: د هند یو پوځي چارواکی وایي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېد وروسته، له کمي او کیفي پلوه په دې هېواد کې د نشه يي توکو تجارت او قاچاق زیات شوی دی.
د هند لوېدیځ سمندري ځواکونو قوماندان آجندرا بهادر سنګ سه شنبې د تلې په ۵مه ویلي چې له افغانستانه په سیمه په تېره بیا هند ته د نشه يي توکو د قاچاق کچه زیاته شوې ده.
هغه ویلي: «د نشه يي توکو تجارت د امریکا له وتلو وروسته له کمي او کیفي پلوه زیات شوی، د افغانستان ډېری نشه یي توکي د پاکستان او ایران له لارې راځي.»
د هغه په وینا، د نشه يي توکو قاچاق په سیمه کې د قاچاقي توکو کابو ۵۰ سلنه جوړوي او دا د ټولنو د ځوان نسل لپاره ناوړه پایلې لري.
بهادر سنګ زیاته کړې: «زموږ کښتۍ په سمندر کې د نشه يي توکو د قاچاق د مخینوي لپاره منظم عملیات ترسره کوي او د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت یې قاچاقي توکي نیولي دي.»
هغه زیاته کړې چې د هند امنیتي آژانسونو په تېر یوه کال کې د زرګونه میلیونه کلدارو په ارزښت نشه يي توکي له مهاراشترا او ګجرات څخه کشف او ترلاسه کړي دي.
د هند د سمندري ځواک دغه لوړپوړی افسر دا موضوع د عربي سمندر خبرو په نوم سیمینار کې چې د «آبزرور» څېړنیز بنسټ له خوا ترسره شو بیان کړې ده.
هغه به خپله وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له دوو لسیزو وروسته یو ځل بیا په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شوي او ډېره موده به وخت واخلي ترڅو ټیکاو رامنځته شي.
له دې مخکې د اتلانتیک شورا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو هم ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی دی.