۸صبح، کندهار: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ځپلمنځي نښتې په پایله کې، د البدر قول اردو یو مسوول له دوو ساتونکو سره یې وژل شوی دی.
کندهار کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه نښته پنجشنبه د چنګاښ پر ۹ سهار، د کندهار ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د البدر قول اردو د یو مسوول مولوي حسیب او د دغې ډلې د یوه غړي ترمنځ شوې ده.
د کندهار له ښار څخه سرچینې وایي، نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې مولوي حسیب طالبانو ته د خپل موټر د تورو ښیښو د پاکولو اجازه ورنه کړه.
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې مولوي حسیب له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.
د طالبانو د غړو ترمنځ کله کله نښتې رامنځته کېږي.