پوهې ته سپکاوی که د حجاب ازموینه؛ نن د ۱۲ ټولګي نجونې زده‌کوونکې ازموینه ورکوي

طالبانو امر کړی چې د نجونو د ښوونځیو د دولسم ټولګي له ټولو زده‌کوونکو دې په یوه ورځ کې ازموینه واخیستل شي. په پام کې ده، چې د نجونو د لېسو د دولسم ټولګي زده‌کوونکې نن له چمتووالي پرته ازموينه ورکړي. یو شمیر ښوونکي له زده‌کړو پرته ارتقا «پوهې ته سپکاوی» د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه اخیستنه» او« له نړۍ نه د طالبانو غچ اخېستل» بولي. د نجونو د ښوونځیو ښوونکې د طالبانو له دې پرېکړې سره د هېوادوالو پر نه مخالفت نیوکه کوي. د هغوی وینا، دغه کار د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره له زیانه ډکې پایلې لري او د بې سوادۍ او د هغې د ناوړه پایلو درد نه شي دوا کولای. خو زده‌کوونکې د دې ازموینې په تړاو بېلابېل نظرونه لري. یو شمېر زده‌کوونکې وايي، چې د دې خبر په اورېدو حيرانې شوې او پوره چمتووالى نه لري؛ خو ځينې نورې بيا خوښې دي، چې فارغېږي او وايي، چې اوس په ډاډه زړه پوهنتونونو ته د لارموندنې لپاره چمتوالی نیولای شي. د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت له خوا د چمتو شوې تګلارې له مخې، په دې ازموینه کې زده‌کوونکې ۱۴۰ پوښتنو ته «د سم او ناسم، څلورځوابه او تش ځای» په بڼه ځواب ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې له دولسم ټولګي د ښکته ښځينه زده‌کوونکو د برخليک په تړاو هېڅ معلومات نشته.

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د نجونو د لېسو د دولسم ټولګي د زده‌کوونکو د فراغت لپاره باید دغه زده‌کوونکې په یوه ورځ کې د دولسم ټولګي د ټولو مضامینو ازموینه ورکړي. د دې وزارت له خوا د چمتو شوې تګلارې پر بنسټ، په دې ازموینه کې زده کونکي ۱۴۰ پوښتنې، د سم او  ناسم د په نښه کولو، په څلورو ځوابونو کې د یوه په خوښولو او د تش ځای په ډکولو سره ځواب ورکوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې ، دغه ازموينه  له ټولو نجونو زده‌کوونکو نه نن (چهارشنبه د لیندۍ پر ١٦) په درېيو ساعتونو کې اخیستل کیږي او هغوى ته به ارتقا ورکول کیږي.

بلخوا، يو شمېر نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو پرته د دولسم ټولګي فراغت «پوهې ته سپکاوى» بولي او ځينې يې پر فراغت خوښې دي. د دغو زده‌کوونکو له نظره، که دوی ته ارتقا نه وای ورکړل شوې، د تحصیل زمینه ورته نه برابرېده.

بهناز کریمي چې د دوولسم ټولګي یوه زده‌کوونکې ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي: «په یوه ډول ویلای شو چې دا ارتقا ده، ځکه چې په داسې شرایطو کې ازموینه سپکاوی ګڼل کېږي او هیڅ څوک ورته چمتوالی نه لري. ګڼې زده‌کوونکې پر دې ازموينې خبرې نه دي، د ازموينې په هکله معلومات نه لري؛ نه پوهيږي چې دا څه ډول ازموينه ده، په ازموينه کې کومې پوښتنې شاملې دي او نه پوهېږي چې دغه پوښتنې په ښوونیز نصاب پورې محدودې دې کنه؟» د هغې په ​​وينا، ډېرى زده‌کوونکې د ازموینې د اخیستو پر څرنګوالي نه پوهېږي او دې  په تړاو سمه اطلاع رسونه هم نه ده شوې.

«آغلې کریمي زیاتوي: په ښوونځیو کې شته هېڅ استازی له زده‌کوونکو سره همکاري نه کوي، څو څو ځلي ښوونځي ته ورغلم، چې ترې وپوښتم، ځکه چې په ښوونځي کې عمومي اول نومره وم ، بیا هم راسره هېڅ همکاري ونه شوه؛ ځکه هغوی پخپله د ازموینې د بهیر په هکله کره معلومات نه لرل.»
د دغه ښوونځي زده‌کوونکې له روزنې پرته د طالبانو د هڅولو پرېکړه په هېواد کې د نجونو له راتلونکي سره لوبې بولي او زیاتوي: «زموږ احساسات له کلمو سره نه شي پرتله کېدای، ځکه دا له راتلونکي سره لوبې او زموږ له راتلونکي سره لوبې دي؛ ځکه د یو کال په جریان کې، کله چې تاسو هیڅ شی نه وي زده کړی، د یوې ورځې په جریان کې، تاسو به هغه درجې ترلاسه نه کړئ چې تاسو یې غواړئ، موږ ممکن یوه درجه ترلاسه کړو، خو موږ نشو کولای د هغه شیانو تاوان ورکړو چې موږ نه دي لوستلي.»

اغلې کریمي د کار او زده‌کړو له بهیره د ښځو لېرې کول ممکن نه ګڼي او ټینګار کوي: «ښځې د ټولنې نه انکارېدونکې برخه ده، د حذف وړ نه دي، په ټولو دولتي ادارو کې د هغوی حضور تر بل هر وخته ډېر اړین دی. د ښوونځيو دروازې دې د ټولو ښځينه زده‌کوونکو پر مخ پرانستل شي«طالبان» دې هېڅ نجلۍ پوهنتون ته له تلو نه بې برخې کوي، او په هره اداره کې باید ښځې حضور ولري.»

دغه زده‌کوونکې زیاتوي: «اوسنۍ ازموینه په موږ کې د نابرابرۍ احساس رامنځته کوي، ځکه ټول هلکان کولای شي په اسانۍ سره زده کړې وکړي. دغه کارد دې لامل شو چې په یوه کال کې جدي زیان ووینو. موږ په کور کې نظربندې یو. هغه څه مو چې په ښوونځي کې زده کړې وو، رانه واخېستل شول،؛ ځکه چې هیڅ یوې زده‌کوونکې په یوه کال کې درسونه نه دي لوستي او هیڅوک نه پوهیږي چې دا نابرابري په کوم جرم پرې تحمیل شوې ده، ښايي مساله دا وي چې زموږ پوهه د « طالبانو» ناپوهۍ ته نه رسېږي.»

صدف احمدي بله زده‌کوونکې ده چې له زده کړو پرته ارتقا ته په بل نظر ګوري. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: ډېره خوښه شوم، له یوه اړخه چې ورته ګورم، ځکه دا لږ ترلږه د دې لامل کېږي چې زموږ یوکال عبس لاړ نه شي، ځینې زده‌کوونکې لاړې د کانکور درسونه یې ولوستل او یایې په کور کې درس ووایه، خو منو چې ډیرو درس ونه شوای لوستلی، خو دغه اقدام د دې لامل کیږي، چې زموږ یوکال ضایع نه شي. موږ د ښوونځي له دورې فارغېدلای شو، دا یو مثبت ټکی دی.»

اغلې احمدي زیاتوي چې په ښوونځي کې زیار اېستنه متقابله ده.د هغې په ​​وينا، زده‌کوونککي له استادانو زده کړ کوي او هغوى هم د تدریس لپاره زیار ګالي، خو اوس داسې کومه زمینه برابره نه ده. دې هیله درلوده چې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې  لږ تر لږه وقفه یې زده کړې ترسره کړي. د دې په وینا: « کاشکې یې یوه یا دوې میاشتې درس لوستی وای، زیار یې ګاله، کله چې پخپله د یوې زده‌کوونکې په توګه ګورم، ما خپل ډېر وخت د انګلیسي ژبي پر زده کولو تېر کړی او د ښوونځي لپاره مې هېڅ زحمت نه دی اېستلی. ټوله تحصیلي دوره مې له منځه ولاړه.»

دغه زده‌کوونکې وايي: په لسم ټولګي کې چې وو، کورونا وه، په یوولسم کې وروستۍ جګړې او سقوط و، موږ درس ونه شوای لوستلی، نه مې لسم ټولګی لوستی، نه یوولسم او نه دولسم، خو په مخکنیو ټولګیو کې مې لږ زیا اېستلی دی. د درسونو له لوستلو پرته لږترلږه د ۷۰ سلنه نجونو لپاره یو ډیر منفي ټکی دی، خو بیا هم داچې فارغېږو مثبت ټکی دی.»

مېرمن احمدي په ښوونیز نصاب کې د ستونزې له امله د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د پوښتنې وړ ګڼي او وایي چې«د نجونو لپاره د ښوونځيو تړل ډېر د پوښتنې وړ دي. که هغوی [طالبان] وايي چې په نصاب کې ستونزه شته، له اسلامي نظام سره سمون نه لري، نو د هلکانو لپاره هم  باید قانون وای. داسې نه شي کیدای چې نصاب یوازې د نجونو لپاره ستونزه ولري او د هلکانو لپاره هېڅ ستونزه نه وي.»

دا زده‌کوونکې وايي: دا زده‌کوونکې وايي: اوس مهال یوازیني څه چې زه یې  په اړه احساس لرم هغه ازموینه ده، چې ترې خبره نه یم، هغه مضمونونه چې هره ورځ به ما د یوه هغه ازموینه ورکوله، په یوه ورځ کې راټول شوي، هرڅه په خپله مخه پسې ځي. په ځان کې یوه لویه تشه احساسوم، دا راته عجیبه اوغریبه ده، اندېښنه او وېره لرم او ګنګسه یم. تر ټولو ډیر ما د ګنګستیا حس ځوروي. نه پوهېوم چې یو مثبت ټکی ووایم که منفي.»

د دولسم ټولګي د نجونو د ارتقا د ازموینې په تړاو د ښځینه ښوونکو نظر

عاقله (مستعار نوم) د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده. د هغې نوم له طالبانو نه د وېرې له امله مستعارټاکل شوی دی. دغه ښوونکې  له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې په دې باور ده، چې د نجونو د دولسم ټولګیي د زده‌کوونکو لپاره د ارتقا ازموینه د «حجاب ازموینه» ده. د دې په وینا، د نجونو د ارتقا د ازموینې په غوندو کې په ګډون سره دغې انګېرنې ته رسېدلې ده. دغه ښوونکې د نجونو د دولسم ټولګې د زده‌کوونکو ازموینه بې پایلې ګڼې او ټینګار کوي:« یوه ورځنۍ ازموینه نه پایله لري او نه هم مانا، طالبان شېبه په شېبه خپله پرېکړه بدلوي. کېدای شي، دوی په ۱۴۰۲ کال کې له ښځینه زه کوونکو نه د کانکور ازموینه ونه لري.»

مېرمن عاقله دغه کار د طالبانو په ګټه ګڼي او وايي: «د دوی (طالبانو) پيسې ډېر خوښېږي، د پيسو مينه وال دي، پاسپورټ يې لس کلن کړ، د ټولو پيسې يې راټولې کړې، بيا يې د پاسپورټ ادارې دروازه وتړله. دا ازموینه هم همداسې ده، دوی له هر زده‌کوونکې نه ۶۰۰ افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې معمولا په دوو کلونو کې هیچا ته فراغت لیک نه ورکول کیږي. د هغې په ​​وينا، د طالبانو په دې پرېکړه کې د «پيسو مساله او د نوم مساله» نغښتې ده. د دغې ښوونکې په وینا طالبان غواړي په دې ازموینه سره نړۍ ته وښيي، چې نجونو ته یې د ازموینې اجازه ورکړې ده. هغه دغه راز وايي: «زده‌کوونکو درې کاله زده کړې نه دي کړي، یا په هر کال کې دوه یا درې میاشتې درس وایي. سږ کال یې هیڅ درس نه دی لوستی، د څه ازموینه ورکړي؟ فکر کوم چې دوی «طالبان» د نجونو د حجاب ازموینه اخلي چې وګوري نجونو تر کومه بریده د دوی د خوښې وړ حجاب رعایت کړی دی. دا ازموینه زموږ په انګېرنه د حجاب ازموینه ده. په غونډه کې مې همداسې وانګېرل چې هغوی وایي، وګورو چې حجاب مراعتوي او کنه.»

مېرمن عاقله د دغې ازموینې د پوښتنو په تړاو وایي.« پوښتنې د وزارت له لوري جوړوې شوې، د سهار په اوو بجونو د ښوونځي څلورکسیز پلاوی ځي او له ښوونیزو حوزو پوښتنې ترلاسه کوي.»

مېرمن حیدري د کابل په لوېدیځ کې ښوونکې ده. په رپوټ کې یې له طالبانو نه د هغې د وېرې له امله یوازې تخلص یاد شوی دی. هغه له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: زما له نظره د دولسم ټولګي ارتقا د ښوونې او روزنې په بهیر کې لویه تشه ګڼل کیږي. هغه زده‌کوونکې چې ان یوه ورځ یې هم له ښوونیز کاله ګټه نه ده پورته کړې،څرنګه ازموینه ورکړي؟ ان که ۱۴۰ پوښتنې چې په پام کې ده، په ازموینه کې راشي، ټولې څلور  ځوابه هم وي، بیایې هم ځوابول ستونزمن دي.

دغه ښوونکې زیاتوي:« ښایي نجونې له دولسم ټولګي ارتقا وکړي. خو فکر نه کوم چې د پوهې او کافي سواد ارتقا ولري. زما حیرانتیا دا ده، چې کورنیو یعنې د زده‌کوونکو مېندواو پلرونو یوځل هم له دغې پرېکړې سره خپل مخالفت اعلان کړی نه دی. بلکې په ډیره عادي توګه یې شرایط منلي دي.

مېرمن حیدري د طالبانو له لوري ټاکل شوي مکلفیتونه او هغه یادونې چې د ازموینې د اخیستو لپاره یې زده‌کوونکو ته کړې دي، له روحي او رواني پلوه اندېښمنوونکي ګڼي او وایي:« له روحي او رواني پلوه محدودیتونه لګول شوي دي. دوه درې ځلي یې زده‌کوونکې ښوونځیو ته غوښتې دې او ورته ویلي یې دي، چې اسلامي حجاب رعایت کړئ. موږ هېڅکه افغانه نجلۍ نه ده لیدلي چې ښوونځي ته بې حجابه یا په بدحجاب کې لاړه شي، بلکې اسلامي حجاب یې رعایت کړی دی. زموږ زده‌کوونکو له دې اړخه ستونزه نه ده لرلې.»

دغه ښوونکې زیاتوي: پر زده‌کوونککي ډير فشار راولي چې له تور ماسک او تور ټيکري یا جای نمازه استفاده وکړي. دا ډيره اندېښمنوونکې ده. زما په فکر که له روحي او روانی پلوه زده‌کوونکو ته انګېزه ورکول کېدلای، ډيره به ښه وای، تر دې چې  زده‌کوونکې له روحي او رواني پلوه تر فشار لاندې راولو.»

د دغې ښوونکې په وینا:« زده‌کوونکې یو کال د کورونا د محدودیت له امله له درسه بې برخې شوې، بل کال ته د امنیتي ستونزو او ورپسې کال ته د یرغمل نیونې( د نجونو د زده کړو محرومیت) له امله له زده کړو  پاتې شوې. زما اندېښنه داده، لکه شل کاله وړاندې چې له ماسره وشول، او اته کاله په کور ناسته وم، له زده‌کوونکو سره مې هم، داسې ونه شي اوتاریخ بیا تکرار نه شي.»

مېرمن حیدري د نجونو د ښوونځيو د دولسم ټولګي له زده‌کوونکې د ازموینې اخېستل هسې یوه ارتقا ګڼي او په دې باور ده، چې دغه کار په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت هیله نه راټوکوي. دا وایي: هیله منې نه یو چې د دولسم ټولګي ازموینه په ۱۴۰۲ کال کې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستو لپاره چې نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي، یوه کړکۍ وي. ځکه د ښوونیز کال د پېل په مراسمو کې مې کډون درلود، چې وامې ورېدل، د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي، لومړی په کابل او ورپسې په نورو ولایتونو کې ښوونځي وتړل شول. معلومه نه ده، که نوي کال ته هم همداسې پروګرام ولري؟ دا راته اندېښمنوونکې ده. چې نجونې تر کومه حده د خپلې خوښې حجاب مراعات کړي، زموږ په آند دا امتحان د حجاب امتحان دی، په مجلسونو کې موږ پوه شوي چې دوی وايي چې وبه ګورو چې حجاب اغوندي که نه.»

مېرمن حيدري د نجونو د ښوونځيو د دولسم ټولګيو د زده‌کوونکو ازموينه يوه خالصه تشه ګڼي او په دې باور ده، چې دا کار په هېواد کې د نجونو او ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره هيلې نه رامنځته کوي. هغه وايي: زه هيله نه لرم چې د دولسم ټولګي د ازموينې بهير به د ١٣٠٢ لمريز کال د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو لپاره د هيلې يوه کړکۍ وي، څو نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي؛ ځکه چې د تعليمي کال په پيل کې زه وم. د ښوونځي د پرانستلو پر مهال مې چې واورېدل، لومړی په کابل او بیا په نورو ولایتونو کې د ښوونځیو دروازې تړل شوې، څنګه پوه شوم چې د نوي کال لپاره داسې کوم پلان نه لري؟

په همدې حال کې یو شمېر معترضو نجونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې پر وړاندې یې درېږي. د دوی په وینا افغانستان عملي پوهې او حقیقي زده کړو ته اړتیا لري او له زده کړو پرته د فراغت د سند ترلاسه کول هېڅ توجیه نه لري. د معترضو نجونو له نظره«له يوه ښوونیز کاله تېرېدل او د اسنادو لرل، تلویحاً د ټولنې سترګو ته د خاورو شیندل دي او د ښوونځيو د تړل کېدو زیان نه کموي.» دغو نجونو له زده‌کوونکو وغوښتل چې «له زده کړو سره د فراغت سند وغواړي، نه باد راوړی سند»

دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو له تړل کېدو ۱۶میاشتې تېرېږي او په دې موده کې طالبانو هېڅ ډول کورني او بهرني فشار ته غاړه نه ده اېښي. دغې ډلې تر دې وړاندې هم د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره ډېر دلایل او پلمې  وړاندې کړې دي، د ښوونیز کال په لومړس ورځ یې د ښوونځيو دروازې له پرانېستلو مخکې وتړلې او ویې ویل، چې د زده‌کوونکو د شرعي جامو او حجاب د طرحې تر چمتو کېدو پورې به دغه ښوونځي تړلې وي. دغې ډلې په دې برخه کې له غبرګونونو وروسته، د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو لامل کلتوري مساله ووبلله او ویې ویل، چې د افغانستان خلک نه غواړي نجونې یې له کورونو د باندې ووځي. خو وروسته یې په ښوونیز نصاب کې د بدلون خبره وکړه او د ښوونیر نصاب بدلون یې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستو وارله مخه شرط اعلان کړ.

تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې ښيي دغې ډلې په خپل رژیم کې د تل لپاره د نجونو پر مخ د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړه کړې، خو له زده کړو پرته د ښځینه زده‌کوونکو ارتقا د ښوونځیو د دایمي تړل کېدو په تړاو انديښنې زیاتې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button