• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په افغانستان کې انټرنېټ؛ لوړ لګښتونه، ټیټ کیفیت او ناخوښه کاروونکي

نیما نیما
۲۹ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784534118]
Pexels

Pexels

په افغانستان کې د انټرنیټ د کیفیت ټیټېدو، ټیټ سرعت او پرله‌پسې پرې کېدو یو شمېر کاروونکي په تېره بیا، خبریالان او هغه کسان چې ورځني فعالیتونه یې په انټرنیټ پورې تړلي دي، له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي د انټرنیټي کڅوړو او وای‌فای خدمتونو لپاره د لوړو لګښتونو له ورکولو سره سره، د دغو خدمتونو کیفیت راټیټ شوی او په ډېری مواردو کې د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای. کاروونکي د انټرنیټي کڅوړو له ژر خلاصېدو، لوړو بیو او د مخابراتي شرکتونو د اغېزناکې حساب ورکونې له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې د انټرنیټ دغې بې ثباتۍ د دوی کارونه، زده کړې او د اړیکو بهیر ګډوډ کړی دی.

په کابل کې یوه خبریاله سمیرا (مستعار نوم) وايي د انټرنیټي خدمتونو کیفیت خورا ټیټ شوی او په پرله‌پسې توګه پرې کېږي او وصلېږی. هغه زیاتوي: «دې ستونزې زما لپاره چې په انلاین توګه کار کوم، جدي سرخوږی جوړ کړی دی. سره له دې چې هره میاشت د وای‌فای لګښت په پوره توګه ورکوم، د پرله‌پسې ګډویو له امله مجبورېږم په هممهالي توګه د موبایل له انټرنیټه هم ګټه واخلم څو زما کارونه او راپورونه ونه ځنډېږي.»

دغه خبریاله زیاتوي:«پر دې سربېره، د وای‌فای حجم یا کریډیټ تل تر وخته مخکې خلاصېږي او معمولاً ۱۰ تر ۱۵ ورځې وړاندې له کاره لوېږي. دې کار زموږ لګښتونه زیات کړي، وخت مو ضایع کوي او کارونه مو ګډوډوي؛ په ځانګړې توګه د هغو خبریالانو لپاره چې د ورځې عاید یې په منظم انټرنیټ پورې تړلی دی.»

په کابل کې بل خبریال محمد وايي: «د انټرنیټ وصلېدل او پرې کېدل د کار پر کیفیت او چټکتیا خورا ناوړه اغېز کوي. په خبریالۍ کې خبر باید په تر ټولو لنډ وخت کې خپور شي؛ خو ډېر کله داسې شوي چې خبر مې له ځان سره چمتو کړی، خو په هماغه شېبه کې وای‌فای پرې شوی او د خبر خپرول ځنډېدلي دي.»

دغه خبریال زیاتوي: «د خبریالۍ یو له بنسټيزو اصولو پر وخت د خبر رسول دي. که خبر وځنډېږي، خپل ارزښت او اغېز له لاسه ورکوي. زما لپاره خورا مهمه ده چې خبرونه تر نورو رسنیو وړاندې خپاره کړم او خلکو ته کره معلومات ورسوم؛ خو د انټرنیټ کمزورتیا او خرابولي په ځلونو پر وخت زموږ د مسلکي مسوولیت د ترسره کېدو مخه نیولې ده.»

د کابل اوسېدونکې نرګس وايي: «په تېرو څو ورځو کې انټرنیټ خورا ښه و؛ خو نن یې کیفیت یو څه خراب شوی او بیخي کار نه کوي. زه نه شم کولای خپل کارونه وځنډوم، له همدې امله هره میاشت په خپل سیم‌کارت  کېهم د ۸۰۰ افغانیو انټرنیټ فعالوم. دا حالت خورا سخت دی، ځکه هم د وای‌فای پیسې ورکوم او هم د ټېلیفون انټرنیټ فعالوم.»

د هرات اوسېدونکې غزل وايي: «د انټرنیټي کڅوړو بیې خورا لوړې دي، خو کیفیت او سرعت یې ډېر کم دی. دا کڅوړې په عادي کارولو هم تر وخته مخکې خلاصېږي او کله نا کله له کوم دلیل پرته د پیرودونکو له اکونټونو پیسې کمېږي. تر کله به خلک د ټيټ کیفیته خدمتونو لپاره اضافي لګښتونه ورکوي؟ ولې هیڅ اداره له مخابراتي شرکتونو پوښتنه نه کوي؟»

د کابل اوسېدونکې اویستا وايي: «موږ وای‌فای کاروو او د میاشۍ ۱۱۰۰ افغانۍ ورکوو. په ټوله کې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د انټرنیټ کیفیت خورا راټيټ شوی. په تېره بیا د ویډیوګانو د ډاونلوډ یا اپلوډ پر مهال بیخي کار نه کوي. تر دې وړاندې خصوصي شرکتونو ښه خدمتونه وړاندې کول؛ خو اوس هغوی ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي. دمګړۍ ډېری انټرنیټي خدمتونه افغان ټلیکام وړاندې کوي. څو میاشتې کېږي چې خصوصي شرکتونو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې. زما په ګومان یوازې هغه شرکتونه چې پخواني تړونونه یې لرل اوس هم فعال دي؛ خو کیفیت او حساب ورکونه یې توپېر لري.» د نوموړې په وینا، د «نټ زون» شرکت تړون هم بشپړ شوی او طالبان له دغو شرکتونو سره نوي تړونونه نه کوي، خو د دې پرېکړې پر دلیل نه پوهېږي.

د کابل دغه اوسېدونکې زیاتوي: «اوسمهال د روشن شبکې انټرنیټ کاروم، خو سرعت یې خورا ټیټ دی او انټرنیټي کڅوړې یې هم ګرانې دي. د ۲۰ ګېګابایټه کڅوړه چې باید یوه میاشت بسنه وکړي، د ۱۰ ګېګابایټو هومره کار هم نه ورکوي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۹مه کورني مخابراتي شرکتونه ورغوښتي وو او د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده د شفاهي امر له مخې یې ورته ویلي وو چې په ټول افغانستان کې دې نوري فایبر پرې کړل شي.

دغه راز، د طالبانو مخابراتو وزارت تېر کال اعلان کړی و چې د یوه ګېګابایټ انټرنیټ بیه له ۱۱۰ افغانیو ۹۵ افغانیو ته راټیټه شوې او د اړیکو او پیغامونو بیې هم تر ۵۰ سلنې کمې شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.