د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. دوی وايي چې د افغان ټیلیکام له انټرنېټي خدمتونو استفاده کوي، خو له یوې اوونۍ راهیسې د انټرنېټ سرعت ډېر کم شوی او په یوه ساعت کې له لسو ځلو ډېر پرې کېږي او بېرته وصلېږي. د دوی په خبره، دې وضعیت د آنلاین کارونو سرعت او کیفیت کم کړی او له امله یې رامنځته شوي فشار او روحي ستړیا د د دوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې په آنلاین ډول د زدهکړو، خبریالۍ او پلور په برخو کې فعالیت کوي، د انټرنېټ د سرعت پر کمېدو اندېښمنې دي. دوی وايي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د وایفای انټرنېټ خدمتونو ته د لاسرسي پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، د افغان ټیلیکام له وایفای خدمتونو استفاده کوي، خو دې شرکت تر اوسه د خپلو انټرنېټي خدمتونو د سرعت د کمېدو او ټیټ کیفیت په اړه روښانه ځواب نه دی ورکړی.
سارینا (مستعار نوم) چې د افغان ټیلیکام د انټرنېټ یوه کاروونکې ده، وايي چې نږدې یوه اوونۍ کېږي د دې شرکت د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ډېر خراب شوی او په یوه ساعت کې له لسو ځلو ډېر پرې کېږي او بېرته وصلېږي. د هغې په خبره، دې وضعیت د کار سرعت او کیفیت کم کړی او ورسره یې د سخت فشار او روحي ستړیا لامل هم شوی؛ ځکه نه شي کولای خپل کارونه په ټاکل شوي وخت کې پر وخت ترسره کړي او د خپلې دندې د له لاسه ورکولو اندېښنه هم لري.
دغه مېرمن زیاتوي: «دا چې زه خبریاله یم، په ډېرو مواردو کې اړه کېږم چې د ځینو خبرونو له خپرولو خپرولو ډډه وکړم؛ ځکه د پر وخت پوښښ نه لرلو له امله کېدای شي دغه بنسټ خپل مخاطبان له لاسه ورکړي او خبر په داسې وخت کې خپور شي چې نور لازم خبري ارزښت ونه لري.»
سارینا وايي: «نن هم یوه له همدغو ورځو وه. د وایفای د پرلهپسې پرې کېدو او بېرته وصلېدو له امله اړه شوم ځینې موضوعات له خپل کاري پلانه وباسم او پر وخت مې ونه شوای کولای چې خپاره یې کړم. هر ځل چې له شرکت سره اړیکه نیسم، راته وايي چې ستونزه یوازې په موږ پورې اړه نه لري او ټول ورسره مخ دي. ښه، که ستونزه سراسري ده، نو بالاخره د حل لپاره یې کومه لاره شته؟ موږ څنګه کولای شو له داسې کیفیت سره خپل کار ته دوام ورکړو؟»
مهربانو (مستعار نوم) چې د آنلاین پلور په برخه کې فعالیت کوي، وايي چې له دوو اوونیو راهیسې د انټرنېټ سرعت ډېر کم شوی او خدمتونه یې سم کار نه کوي. د دې په وینا، ځینې وختونه یې وایفای په بشپړه توګه پرې کېږي او شاوخوا یو ساعت وخت نیسي چې بېرته فعال شي. هغه ټینګار کوي چې دا وضعیت د دې لامل شوی چې کارونه یې پاتې شي او پر ټاکلي وخت د خپلو پېرېدونکو غوښتنو ته رسیدهګي ونه شي کړای.
دغه پلورونکې وايي: «کله چې له شرکت سره اړیکه نیسم، راته وايي چې سمه ده، ګورو یې؛ خو تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده لرلې. ډېر کارونه مې پاتې کېږي. د انټرنېټ سرعت ډېر کمزوری دی او ان له ویپياېن سره هم کار نه کوي. له همدې امله اړ شوي یو چې د خپل سیمکارت انټرنېټ فعال کړو.»
محصله نسترن چې آنلاین زدهکړې کوي، هم په افغانستان کې د انټرنېټ له کمزورو خدمتونو شکایت کوي او وايي چې پر ټیټ کیفیت سربېره، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو پرتله څو برابره لوړه ده. د هغې په خبره، په تېرو څو اوونیو کې د انټرنېټ د سرعت کمېدو له امله نه شي کولای په منظم ډول په خپلو آنلاین ټولګیو کې ګډون وکړي او خپلې ښوونیزې ویډیوګانې راښکته کړي.
دغه محصله وايي: «په تېره یوه اوونۍ کې د انټرنېټ سرعت ډېر کم شوی دی. کله چې په ټولګي کې ګډون کوم، د انټرنېټ د دومره ډېر پرې کېدو او بېرته وصلېدو له امله مجبورېږم چې له درسي ډلې ووځم او بېرته نه شم وصلېدای؛ ځکه په رښتیا نه شم کولای غږ واورم او یا هغې پوښتنې ته ځواب ووایم چې له ما کېږي. په دې څو ورځو کې مې ونه شوای کړای هغه ښوونیز مواد چې ویډیوګانې پکې شاملې دي، ښکته کړم او مجبوره شوم د خپل سیمکارت انټرنېټ فعال کړم، څو وکړای شم هغه ښکته کړم. د وایفای خدمتونه ډېر کمزوري شوي دي.»
د کابل دغه اوسېدونکي چې آنلاین کار کوي، د اوسني وضعیت پر دوام اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دوی پر شکایتونو د غور لپاره هېڅ مشخصه مرجع نشته او له شرکت سره یې له پرلهپسې اړیکو سره سره هېڅ د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی. دوی زیاتوي چې یوازې د آنلاین کارونو له لارې د خپل ځان او کورنیو د ژوند لګښتونه برابروي او د انټرنېټ د سرعت په کمېدو او پرلهپسې پرې کېدو سره یې د دندو د له لاسه ورکولو احتمال هم شته.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د موبایل د شبکو د خدمتونو د کیفیت په تړاو د یوې څېړنې له مخې، چې د پنځو مخابراتي اپراتورانو له ۱۵۱۵ کاروونکو سره په ګډه ترسره شوې، د کاروونکو له نظره د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو کیفیت له یو شمېر ننګونو سره مخ دی. د دې څېړنې څېړونکو د خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره د شبکې د فعالیت د منظمې ارزونې د ازموینو زیاتول، د مخابراتي سټېشنونو مناسب ځای پر ځای کول، د شبکې د ظرفیت لوړول او د کوچنیو حجرو کارول وړاندیز کړي دي.
تېر کال طالبانو د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده په امر نوري فایبر انټرنېټ پرې کړ او ادعا یې وکړه چې دا اقدام «د اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره» شوی دی. د دغه امر له مخې، په افغانستان کې ټول مخابراتي خدمتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره په بشپړه توګه بند شوي وو.


