یادونه: وږمه توخۍ د افغان ښځو د حقونو یوه فعاله ده، چې د جمهوریت له راپرځېدو مخکې یې د هېواد په سویل کې د عدالت غوښتنې په تېره بیا د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود. نوموړې چې د سیاسي علومو او حقوقو په څانګه کې یې زده کړې کړي، لا له ښوونځي فارغه نه وه چې په خپله سیمه کې د یوې ټولنیزې فعالې په توګه پېژندل کېده. د جمهوریت تر سقوط مخکې د نوموړی فعالیتونه تر ډېره ماشومانو په تېره بیا نجونو ته د زده کړې د لارې په هوارولو پورې ورټول وو. وږمه توخۍ د زابل اصلي اوسېدونکې ده، خو نوموړې په همدې سیمه کې چې هر خوا د افراطیت وزرې پکې خورې وې، د پوهې ډېوه بله ساتلی او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره یې مبازه کړې ده.
۸صبح:کله خبره شوې چې جمهوریت سقوط شو، چېرته وې او د جمهوریت راپرځېدل درته څومره د باور وړ وو؟
توخۍ: هغه ورځ زما په ژوند کې د یوې تورې پاڼې په څېر ثبت شوې ده. زه په کابل کې وم او له خپل مرکزي دفتر څخه مې کار کاوه او د راتلونکې میاشت لپاره مې د ښځو د حقونو د عدالت غوښتنې پروګرامونه طرحه کول. زموږ د کندهار دفتر له مخکې د خراب امنیتي وضعیت او د سویلي ښارونو د پرلهپسې سقوط له امله تړل شوی و، او ټول همکاران مو کابل ته انتقال شوی وو.
کله چې د سقوط خبر خپور شو، زړه مې نه کېده ویې منم، ځان ته مې ویل: دا امکان نه لري چې طالبان دې کابل ته ننوتي وي ځکه تصور یې هم سخت و. خو څو دقیقې وروسته زموږ د دفتر مشره په وارخطایۍ راغله، په سترګو کې یې اندېښنه له ورایه ښکارېده او راته یې وویل: «خپل کمپیوټر او کاغذونه راواخلئ، کورونو ته لاړ شئ… کابل سقوط کړی دی.»
په هغې شېبه کې داسې احساس مې کاوه لکه زما د کلونو زحمتونه، د ښځو د پرمختګ د کلونو هڅې او د زرګونو ښځو هیلې د یوه را الوتي طوفان له امله ورژېدې او له منځه ولاړې. ټول همکاران خاموش و، خو زما دننه طوفان و. ما ځان ته وویل: «موږ یوازې یو ښار له لاسه ور نه کړ، موږ خپل راتلونکی له لاسه ورکړ.»
۸صبح: د یوې افغانې مېرمنې په توګه د جمهوریت په سقوط سره شخصاً تاسو څه له لاسه ورکړل؟
توخۍ: زما له لاسه د تل لپاره وتلې پانګه هغه ازاده فضا وه چې ښځو پکې کولای شول د زده کړې، کار او ټولنیز مشارکت له لارې ځانونه جوړ کړي خپل وطن ته خدمت وکړي او خپل برخلیک په خپلو لاسونو ولیکي. ما خپل هېواد له لاسه ورکړ، هغه خاوره چې وده مې پکې کړې وه او د خپلې خاورې د خدمت ویاړ مې درلود. ما خپله دنده، په خپل وطن کې د خپلو خلکو لپاره د کار کولو حق او هغه زرین فرصتونه له لاسه ورکړل چې ما د کلونو زحمت په بدل کې تر لاسه کړي وو.
د جمهوریت سقوط زما لپاره یوازې یو سیاسي بدلون نه و، بلکې د زرګونو نجونو د خوبونو، هیلو او د عزت د فضا نړېدل و.
۸صبح: څه مو ډېر ځوروي یایې حسرت کوئ؟
توخۍ : زما تر ټولو لوی حسرت دا دی چې زرګونه افغانې نجونې او ښځې چې د زده کړې او پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کولې، نن په کورونو کې بندې دي او د ژوند له حقونو بې برخې شوې دي. د لسیزو لاسته راوړنې، چې د خلکو د قربانیو او نړیوال ملاتړ په پایله کې رامنځته شوې وې، په څو ورځو کې له خاورو سره خاورې شوې. لا مې هم د هغو ځوانو نجونو څېرې ترسترګو کېږي چې په شوق او امید یې زده کړه کوله، خو نن یې کتابونه تر دوړو لاندې پراته دي او نن یې غږ تر جبر لاندې چوپ شوی دی.
۸صبح: ډېرې کمې ښځې ستاسو په څېر پر دې بریالۍ شوې چې د افغانستان په نوم د ښځو له لوی زندانه ووځي خو څلور کاله کېږي چې نورې افغان نجونې او ښځې لاهم د طالبانو د محدودیتونو په زنځيرونو تړلي، د یوې داسې مېرمنې په توګه چې اوس بهر یاست، په کور دننه د افغان ښځو مبارزه څنګه ارزوئ؟
توخۍ: نن د افغانستان ښځې د نړۍ تر ټولو زړورې مبارزې او نه ماتېدونکې اتلانې دي. هغوی هره ورځ د بندیزونو، وېرې او ګواښونو سره مخ دي، خو بیا هم د خپلو حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي. دا یوازې د ژوند د دوام لپاره مبارزه نه ده، دا د هویت، عزت او د راتلونکي لپاره یوه نه ستړې کېدونکې جګړه ده. دا یوه بې وسلې خو له هرې وسلې پیاوړې مبارزه ده. د هرې افغانې ښځې هره هڅه، که هغه د یوه قلم نیول وي او که د یوه پټ صنف جوړول، د نړۍ لپاره یو پیغام دی: «موږ به چوپ نه شو، موږ به ودریږو څو خپل حقونه ترلاسه کړو.»
۸صبح: د زده کړو له حقه د نجونو د محرومولو لپاره طالبان له دین او دودونو د وسیلې په توګه کار اخلي؟ ډېری طالبان استدلال کوي چې خلک په تېره بیا د لېرې پرتو سیمو خلک د نجونو د زده کړو مخالف دي، تاسو د یوې فعالې مېرمنې په توګه چې د هېواد د سویل اوسېدونکې یاست؟ د طالبانو دا خبره څومره منئ چې ګواکې خلک پخپله د زده کړو مخالف دي؟
توخۍ: زه دا خبره په کلکه ردوم. زموږ کلتور د پوهې دښمن نه دی، زموږ دین د زده کړې دښمن نه دی. دا یوازې د طالبانو خپله ایډیالوژي ده چې غواړي ښځه چوپه او پټه وساتي. ما په خپله په سویلي زون کې لیدلي چې میندې خپلې لوڼې زما کورنیو ټولګیو ته رالېږلې او رالېږي یې څو زده کړې وکړي، ان که د خطر وېره هم وه او ده. خلک د خپلو لوڼو لپاره داسې راتلونکی غواړي چې د پوهې پر لور روان وي، نه د تیارو په لور.
زما په نظر، طالبان دکلتور او فرهنګ نوم یوازې د یوې پلمې په توګه کاروي څو د نجونو د زده کړې مخه ونیسي ځکه دوی پوهیږي چې با سواده مور، طالب نه زیږوي. د زابل او د سویلي سیمو د یوې اصلي اوسېدونکې په توګه مې په خپلو سترګو لیدلي چې کورنۍ غواړي لوڼې یې زده کړه وکړي خلک په اصل کې د تعلیم مخالف نه دي، بلکې د طالبانو له لوري را منځته شوي خنډونه د دې سبب کېږي چې د زده کړې لاره بنده شي.
۸صبح: ستاسو په اند له هېواده بهر افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې د غږ پورته کولو لپاره د ښځینه فعالانو تر منځ څومره همغږي شته؟
توخۍ: هو، همغږي شته، خو باید لا ډېره پیاوړې شي. موږ هره یوه له بیلابېلو لارو مبارزه کوو، څوک د رسنیو له لارې، څوک د نړیوالو سازمانونو له لارې او څوک د مدني ټولنو له لارې. خو زموږ موخه یوه ده: د ښځو د حقونو بېرته ترلاسه کول او د هر ماشوم لپاره د زده کړې د دروازې پرانیستل. نړۍ باید زموږ غږ د یو ملت غږ وبولي او زموږ ترڅنګ ودریږي.
۸صبح: ولې تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره د ښځو مبارزې د پاموړ پایله نه ده ورکړې؟
توخۍ: ځکه چې زموږ پر وړاندې یوازې یوه افراطي ډله نه ده، بلکې یوه لویه سیاسي معامله روانه ده. ډېری وخت د ښځو حقونه د نړیوالو د مېزونو پر سر د معاملې په توګه کارول کېږي، نه د انساني ارزښت په توګه. که ښځو ته د زده کړې حق ورکول ریښتینې «سره کرښه»وای، طالبان به دومره اوږده موده په دې ډول بېپروايي نه وای توانېدلي نجونې له زده کړو نه محرومې کړي.
بل دلیل یې دا دی چې نړیواله ټولنه تر ډېره یوازې د اعلامیو او لفظي ملاتړ تر کچې محدوده پاتې شوې ده. همدارنګه، د ښځو حقونه ډېر وخت د سیاسي معاملو قرباني کېږي، چې دا خپله زموږ د مبارزې پر وړاندې یو ستر خنډ دی.
۸صبح: ایا تاسو هم فکر کوئ چې نور نړیوالې ټولنې ته د ښځو حقونه سرې کرښې نه دي؟
توخۍ: په خبرو کې کېدای شي، خو په عمل کې نه. که دا په رښتیا یوه «سره کرښه» وای، نړۍ به د طالبانو د کړنو په وړاندې د پام وړ او جدي فشار راوستي وای. د نړیوالو اقداماتو نشتوالی دا پیغام ورکوي چې د ښځو حقونه د سیاسي ګټو پر وړاندې لومړیتوب نه لري.
همدې دلیل ته په کتو زه تل ټینګار کوم چې موږ افغانان باید سره یو موټی شو، د خپلو اختلافاتو پر ځای د خپل وطن د راتلونکي لپاره ګډ دریځ ونیسو. که موږ په ګډه د ښځو او نجونو د حقونو، د تعلیم د ازادۍ، او د انساني کرامت د ساتنې لپاره ودرېږو، نو هېڅ ځواک به ونه کړای شي چې زموږ هوډ ماته کړي. راتلونکی یوازې هغه وخت بدلېدلای شي چې موږ خپله د بدلون مشعل پورته کړو.
۸صبح: د افغانانو په تېره بیا د نجونو راتلونکی درته څنګه ښکاري؟
توخۍ: که جدي نړیوال فشار، سیمهییزه همغږي او د افغان ښځو د نه ستړې کېدونکې مبارزې ملاتړ ونه شي، د افغان نجونو راتلونکی به د تیارو په زنځیرونو کې تړلی پاتې شي. خو زه باور لرم چې ظلم تلپاتې نه دی او هغه ورځ به حتماً راشي چې زموږ لوڼې به بیا د کتاب پاڼې پرانیزي او د رڼا پر لور به ګام ږدي.
خو دا هیلې یوازې هغه وخت په حقیقت بدلېدای شي چې موږ افغانان د یوې کورنۍ په څېر سره یو ځای شو. دا زموږ هېواد دی، زموږ راتلونکی دی او زموږ مسؤلیت دی چې د خپلو لوڼو او زامنو لپاره د رڼا لاره پرانیزو. که موږ خپل غږونه سره یو کړو او د ګډ هدف لپاره ودریږو، هېڅ ځواک به ونه کړای شي چې زموږ د راتلونکي څراغ مړ کړي.
۸صبح: وروستۍ پوښتنه مې دا ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنو او نجونو ته مو پیغام څه دی؟
توخۍ: زما خویندو او لوڼو، تاسو یوازې نه یاست. که څه هم دوی غواړي ستاسو غږ چوپ کړي، ستاسو قلم مات کړي او ستاسو خوبونه ووژني، خو پوهه او هیله هغه ځواک دی چې هېڅوک یې له تاسو نه شي اخیستلای. زده کړه وکړئ، که په پټه وي هم، ځکه ستاسو پوهه ستاسو مقاومت به د دې تیارو تر ټولو روښانه ستوری وي، هغه ستوری چې دراتلونکی نسل لپاره به د لارې د څراغ په څېر وي.
دا په یاد ولرئ، هره کلمه چې تاسې زده کوئ، هر کتاب چې تاسې پرانیزئ او هر فکر چې تاسې په ذهن کې روښانوئ، د ازادۍ پر لور یو ګام دی. تاریخ به ستاسو د زړورتیا کیسې ولیکي، او نړۍ به وپوهېږي چې افغانه ښځه هېڅکله ماتېدونکې نه ده.


