د ایران د نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې رییس سکندر مومني ویلي چې له افغانستانه د نشهيي موادو د قاچاق په کچه کې کمی نه دی راغلی؛ بلکې په خبره یې، دغه هېواد ته د مټامفټامین په قاچاق کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د ایسنا خبري اژانس د راپور په حواله، مومني دا څرګندونې جمعه د کب پر ۲۵مه له مخدره توکو سره د مبارزې کمېسیون لوړپوړو چارواکو اتهشپېتمه غونډه کې د ګډون په موخه وین ته د خپل سفر په درشل کې کړې دي.
نوموړي پر هغو هېوادونو کلکې نیوکې کړې دي چې هڅه کوي د مخدره توکو کارونه قانوني کړي؛ خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم یې یاد نه کړ.
هغه زیاته کړې ده: «د ایران له خوا د مخدره توکو د کشف شمېرو ته په کتو، نه یوازې دا چې له افغانستانه د دغو موادو کمی نه دی محسوس شوی؛ بلکې په کال کې په منځنۍ کچه د مټامفټامین په قاچاق کې د ۲۰ سلنې ډېروالي شاهد و.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مسوول امیرعباس لطفي هم ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مصنوعي نشهيي توکو په ځانګړې توګه د شیشې له تولیده اندېښمن دی.
نوموړي د پاریس تړون انلاین پالیسۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د کوکنارو په کر او تولید کې د ۹۵ سلنې کمښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې ویلي چې هېواد یې د نشهيي توکو دا کموالی نه ویني.