د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د غږیزې ککړتیا پر زیاتېدو اندېښنه ښيي. دوی وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې لوړ او مزاحم غږونه زیات شوي او ان د کور دننهیې د خلکو ارامتیا ګډوډه کړې ده. د دغو اوسېدونکو په وینا، په ځینو سیمو کې د پلورونکو د لوډسپیکرونو لوړغږونه له سهار وختي اورېدل کېږي او خلک له خوبه راویښوي. دوی همداراز وايي، په ځینو شپو کې د پټاقیو غږونه تر ناوخته دوام کوي او د جګړې د غږ په تداعي کولو سره د خلکو د وېرې او د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي؛ داسې چې کله ناکله د شپې په دوو او درېیو بجو هم د پټاقیو غږونه اورېدل کېږي.
د کابل د سرای شمالي اوسېدونکې زهره (مستعار نوم) وايي چې په ښار کې غږیزه ککړتیا هره ورځ زیاتېږي او دغه وضعیت د ناوړه غږونو په رامنځته کولو سره د خلکو ارامتیا ګډوډوي
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «په ځانګړې توګه هغه لوډسپیکرونه چې د لاسګاډو والو لګولي، د موټرو لوړ غږونه او بېځایه هارن وهل، د خلکو لپاره بد او ځورونکي غږونه رامنځته کوي. زما غوښتنه دا ده چې د کراچۍوانو د لوډسپیکرونو لپاره مناسب بدیل پیدا شي، څو هغوی هم وکړای شي خپل کار ته دوام ورکړي او هم د خلکو ارامتیا خوندي پاتې شي.»
د کابل د ارازن قیمت سیمې اوسېدونکی فاروق (مستعار نوم) په ښار کې د غږیزې ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي.
هغه وايي، ناڅاپي او لوړ غږونه د ښاریانو ارامتیا او د ژوند چاپېریال ګډوډوي.
د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: «په دې وروستیو کې دغو غږونو ښاریانو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. ځينې دغه غږونه زموږ خوب ګډوډوي او د ورځې د ستړیا لامل کېږي. دغه وضعیت د انسان ذهني او رواني ارامتیا کمولای شي. طالبان مکلف دي چې په دې برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي او د غږیزې ککړتیا د زیاتېدو مخه ونیسي.»
د کابل د خیرخانې اوسېدونکې نیلوفر (مستعار نوم) وايي چې په دې وروستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په بازارونو او څلورلارو کې، غږیزه ککړتیا زیاته شوې ده. د هغې په وینا، دغه وضعیت ان د خلکو په کورونو کې د هغوی ارامتیا هم ګډه کړې ده.
د خیرخانې دغه اوسېدونکې وايي: «ان په خپلو کورونو کې ارامتیا نه لرو. سهار د پلورونکو د لوډسپیکرونو په لوړ غږ راویښېږو. هره شېبه یو غږ وي چې زموږ تمرکز له منځه وړي او ارامتیا مو ګډوډوي. که څه هم غږیزه ککړتیا د هوا د ککړتیا په څېر نه لیدل کېږي، خو د خلکو پر خوب، تمرکز او ارامتیا اغېز کوي.»
نیلوفر زیاتوي: «ارامتیا او نسبي چوپتیا د هر انسان په ژوند کې حق او اړتیا ده؛ خو له بده مرغه دا ستونزه ډېره زیاته شوې ده. هغه کورنۍ چې ناروغ لري، تر نورو د غږیزې ککړتیا له امله ډېرې زیانمنېږي او دغه غږونه هغوی ځوروي.
د کابل د کوټهسنګي اوسېدونکی زلمي (مستعار نوم) په ښار کې د ځورونکو غږونو له زیاتېدو شکایت کوي. هغه وايي، د کابل په ډېری کوڅو کې د موټرو، موټرسایکلونو، لاسګاډو او د پلورونکو د لوډسپیکرونو غږونو د خلکو ارامتیا ګډوډه کړې ده.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «زه خپله د غږیزې ککړتیا له امله نږدې هره شپه له دندې تر راستنېدو وروسته سرخوږی لرم. کله چې په تمځای کې د موټر په تمه درېږو، لوړ او بېلابېل غږونه زموږ ستړیا لا زیاتوي.»
زلمي زیاتوي: «له بلې خوا، د پټاقیو غږونه هم د جګړې غږونو ته ورته دي. کله ناکله ویده یو او د پټاقیو په غږ له خوبه ټوپ وهو. ان د شپې په دوو یا درېیو بجو هم پټاقي وهي، خو طالبان په دې برخه کې پاملرنه نه کوي.»
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدشاه ګهرپور وايي، غږیزه ککړتیا د انسان پر ژوند ناوړه پایلې او له زیانه ډکې اغېزې لري. د هغه په وینا، غږیزه ککړتیا د انسانانو د ورځني ژوند پر بېلابېلو برخو منفي اغېز کولای شي.
د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «د غږیزې ککړتیا له تر ټولو عامو پایلو د اورېدنې د وړتیا کمېدل او په سختو مواردو کې کاڼه کېدل دي. د لوړ غږونو پر وړاندې پاتې کېدل کولای شي د فشار او عصبانیت کچه لوړه او د انسان ارامتیا ګډوډي. همداراز، غږیزه ککړتیا پر خوب او د خلکو پر رواني روغتیا اغېز کوي او په سختو مواردو کې د امیندواره ښځو لپاره هم ناوړه پایلې لرلای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل د وزیر اباد د چهارقلعه سیمې اوسېدونکو په دې سیمه کې د معدني اوبو د تولیدي شرکتونو له فعالیته شکایت کړی و او ویلي یې وو چې دغه شرکتونه د غږیزې ککړتیا او د خلکو د ځورونې لامل شوي دي.
دغو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د وزیراباد د چهارقلعه په سیمه کې د معدني اوبو د تولید څو شرکتونه فعالیت کوي او د هغوی په وینا، د دغو شرکتونو ځینې فعالیتونه په بېلابېلو نومونو ترسره کېږي


