۸صبح، کندهار: کندهار کې د ماین په چاودنه کې د ژېړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د میوند ولسوالۍ په میراخور سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې په دغه چاونه کې د ژېړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان بصیر اڅکزي په ګډون درې پولیس ټپیان شوي او پنځو تنو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي د ژېړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د پولیسو سره یوځای میوند ولسوالۍ ته د وسلهوالو پروړاندې د عملیاتو په موخه تللی ؤ چې دغې پېښې سره مخ شو.
ښاغلی بارکزی وايي چې اوسمهال د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
وسلهوالو طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.