• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ځمکو غصب او له کان‌کېندونکو باج اخیستل؛ د خواهان اوسېدونکي د طالبانو د ولسوال مرستیال تورنوي

نیما نیما
۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790680027]
Social Media

Social Media

د خواهان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د ولسوال له مرستیال امان‌الدین محمدي شکایت کوي. دوی وايي چې نوموړي دولتي او د خلکو شخصي ځمکې غصب کړې، کان‌کېندونکو ته یې سپارلې او له هغوی باج اخلي.

د خواهان ځینې اوسېدونکي وايي چې محمدي د دې ولسوالۍ د جروپایان کلي اوسېدونکی دی او د «روینزار د کلي له پایه تر زیر شره جبلیرتنګ» پورې شاوخوا ۱۰ کیلومتره «دولتي سنګ‌آبونه» غصب کړي او د جروپایان او روینزار د خلکو ترمنځ یې وېشلي دي. هغوی وايي چې نوموړی په اوونیزه توګه له هغوی باج اخلي.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د دغه ځایي قوماندان جنګیالي د خپلو دندو او له دې ډلې سره د تړلو کسانو له موقفه په ناوړه ګټې اخیستنې خلک ځوروي، په زور ترې پیسې اخلي او د طالبانو د ولسوال مرستیال ته یې سپاري.

د دغو سیمو د اوسېدونکو په وینا، یو کس چې په «ملا» مشهور دی او د طالبانو د ولسوال د مرستیال ورور دی او عتیق د میرعلم زوی چې د روینزار اوسېدونکی او په خواهان ولسوالۍ کې د طالبانو ښاروال دی، د ځمکو او د سرو زرو د کان‌کېندنې په کارغالو کې په غصب او دغه راز د دوکانونو لپاره د ځمکو په وېش کې له خلکو باج اخلي او زورواکي کوي. هغوی وايي چې عتیق او د ولسوال مرستیال راټولې شوې پیسې حیف‌ومیل کوي.

د خواهان دغه اوسېدونکي وايي چې مولوي عبدالوهاب د پهلوان زوی د بوستانک کلي اوسېدونکی چې اوس مهال د طالبانو « د باالمعاوضه په څلورم بلوک» کې دی، له غلام ‌فاروق د پاینده له زوی، شمس د خردمند له زوی او د جروپایان کلي له اوسېدونکي او په جوزجان کې د طالبانو د سرحدي کنډک د مالي امر له مرستیال او شمس د عبدالقیوم له زوی او وسله‌وال کس سره یوځای په دې سیمه کې حضور لري.

د دغو اوسېدونکو په وینا، کله چې یوه بل کارغالي غوښتل له دغه کلي بهر په همدې سیمه کې خپل فعالیت پیل کړي، دغو کسانو د دې پروژې موټرچلوونکي او کارګر ووهل او ډزې یې پرې وکړې او خېمې او وسایل یې سیند ته وغورځول. هغوی زیاتوي چې د طالبانو د ولسوال مرستیال د لانجمنې سیمې په اړه د خلکو پر عریضو او شکایتونو غور نه دی کړی.

دغه اوسېدونکي ټینګار کوي چې هغوی د طالبانو نورو ادارو ته هم عریضې ورکړې، خو د دې ډلې د ولسوال مرستیال ګواښلي چې که له خپلو عریضو تېر نه شي، د «اربکیو» او «بغاوتګرو» په توګه به معرفي شي.

دغه راز، د خواهان د اوسېدونکو د ادعا له مخې، د طالبانو د ولسوال مرستیال د دې ولسوالۍ د سیدآباد ځنګل په سیمه کې شاوخوا ۱۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې او پر کان‌کېندونکو یې پلورلې ده. هغوی وايي چې د هغه شریک د شاه‌آغا جان په نوم کس دی چې د طالبانو د استخباراتو د بهرنیو اړیکو ریاست له افسرانو دی، په اصل کې د کندوز اوسېدونکی او د هغه له نږدې ملګرو دی. د هغوی په وینا، هره نمره ځمکه یې په ۵ تر ۳۰ لکو افغانیو (له یو نیم میلیون څخه تر درې میلیونو افغانیو) پلورلې ده.

له دې سره هممهاله، هغه ویډیوګانې چې ۸صبح ته رسېدلې دي، ښيي چې وسله‌وال له کارګرانو سره پر شخړه بوخت دي او دواړه لوري د ملکیت ادعا کوي. په دغو ویډیوګانو کې د کیندنې وسایل او تجهیزات هم لیدل کېږي.

په یوه بله ویډیو کې یو کس وايي: «عتیقه کلاشینکوف دې راوباسه او وله یې، ډزې کوي. هغه کلاشینکوف راایستلی دی.» د سرچینو په وینا، د طالبانو د ولسوال مرستیال او عتیق په دغو ویډیوګانو کې کان‌کېندونکي ګواښي او له سیمې یې شړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په ګډون د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي  په بدخشان کې د ځمکو په غصب او د کانونو په لوټولو کې په مستقیم ډول یا د خپلو اړوندو کسانو له لارې لاس لري. د ۸صبح ګڼ راپورونه ښيي چې دغو طالب چارواکو په شهر بزرگ ولسوالۍ او د بدخشان په ځینو نورو کان‌لرونکو سیمو کې لسګونه اړوند شرکتونه ځای پر ځای کړي او په پراخه کچه یې د کانونو په استخراج لاس پورې کړی دی.

د ۸صبح د راپورونو موندنې ښيي چې د طالبانو د چارواکو اړوند پراخې او منظمې شبکې د کانونو د استخراج لپاره لا هم په شدت سره فعالیت کوي او دا بهیر په سیستماتیک ډول، د زور، فساد او د طالبانو له ځینو مشرانو سره د پټې همکارۍ له لارې پر مخ وړل کېږي.

د طالبانو پخوانیو والیانو هم، له استثنا پرته، د کانونو په استخراج او قاچاق کې لاس لرلی دی. سرچینې هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د چارواکو بدلونونه د مالي او مافیایي معاملاتو پر بنسټ ترسره کېږي. د سرچینو په وینا، هر هغه ځایي چارواکی چې د دې ډلې لوړپوړو چارواکو ته زیاتې بډې ورکړي، د یوې مودې لپاره د دې ډلې د چارواکي په توګه بدخشان ته استول کېږي.

په تېره میاشت کې طالبانو امر کړی چې د خلکو له خوا د کانونو د استخراج بهیر دې ودرول شي او هغوی باید د دې ډلې د کانونو له وزارته د کار جواز ترلاسه کړي. خو سرچینې تاییدوي چې دغه اقدام هم د طالبانو لپاره د عاید پر یوې بلې سرچینې بدل شوی او هغه کسان چې په کارغالو کې فعالیت کوي، د بډو په ورکولو سره د ورځې او ډېری شپې هم د خپلط کان‌کېندنې ته دوام ورکوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.