۸صبح، کابل: د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور په ډاګه کړه چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره هېڅ ډول مبارزه نه ده کړې.
نوموړي یکشنبه د وري پر ۵مه له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې پېښې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په «همغږۍ» افغانستان ته راغله.
لاوروف زیاته کړې: «ولسمشر پوتین لومړنی کس و چې جورج بوش ته یې د مرستې او ملاتړ وړاندیز وکړ. هېڅ چا افغانستان ته د امریکايي او ایتلافي ځواکونو ننوتل تېری او اشغال ونه باله. ټول پوهېدل چې دا ډول ترهګریز برید ته باید ځواب ورکړل شي. په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور په ډاګه کړه چې واشنګټن له ترهګرو سره هېڅ ډول مبارزه ونه کړه.»
د نوموړي په خبره، امریکا په افغانستان کې داسې ډلې رامنځته کړې چې په وینا یې، د القاعده د جوړېدو لامل شوه او وروسته یې دا ډلې په منځني ختیځ او نورو سیمو د رژیمونو پر ضد وکارولې.
لاوروف دا څرګندونې د دغه هېواد پلازمېنې مسکو په یوې مرکزي سیمه کې د موسیقۍ په یوه تالار کې دننه له خونړي برید یوه ورځ وروسته کړې دي.
په دغه برید کې څه باندې ۱۳۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. د یاد برید پړه داعش ډلې ومنله.