• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بې قانونه واکمني، لالهانده چارواکي؛ کله چې متقي د پالیسۍ نه لرلو دفاع کوي

محمدعلي نظري محمدعلي نظري
۲۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721150918]

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د دې ډلې له ویاندویانو سره د یوې ودانۍ په انګر کې غونډه کړې او هغوی ته یې وینا کړې ده. متقي په خپله وینا کې چې په پښتو ژبه یې وکړه، بېلابېل مسایل مطرح کړل او د رژیم ویاندویانو ته یې خبرداری ورکړ. د متقي یوه د بحث وړ مسأله له انسان سره د مقام او دنیا د بې وفایۍ په تړاو وه، چې ځینو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارته د هغه د لېرې کېدو د احتمال په توګه تعبیر کړې ده. د ټولنيزو شبکو مسايل او په هغو کې د طالبانو د وياندويانو فعاليت هم د متقي د وینا مهمه برخه وه، دا چې د طالبانو ویاندویان باید په ټولنیزو شبکو کې د لا زیاتو لوستونکو او مخاطبانو او د متقي په خبره د لاس پړکوونکو د خپلولو لپاره هر لازم یا غیر لازم– څه ونه لیکي. که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست څرګندونې ډېرې زاویې لري، خو دا یادښت ورته له دوو زاویو ګوري: اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د حق سلبول او دا چې د طالبانو بې قانونه واکمنۍ د دې ډلې د مسوولانو او چارواکو لپاره هم سرخوږی جوړوونکې ده.

امیرخان متقي د لومړي ټکي په تړاو په ټينګار او تکرار سره د طالبانو ویاندویانو ته وایي چې که د خبرو هنر زده کوئ نو د نه ویلو هنر هم زده کړئ. هغه بیا د خبرو نه کولو د ښېګڼو په تړاو خبرې کوي او د رژیم ویاندانو ته په ټولنیزو رسنیو کې د اطلاعاتو د خپرولو په تړاو خبرداری ورکوي. هغه د خبرو کولو د اړتیا او خبرو نه کولو د اړتیا په تړاو غږېږي، د خبرو کولو څرنګوالی تشریح کوي او ۤپه خپل تعبیر سره د خبرو نه کولو ارزښت تشریح کوي، خو په دې تړاو چې افغانان حق لري د خپل برخلیک په هکله له پرېکړو خبر شي، یوه خبره هم نه کوي. په اصل کې دیکتاتور رژیمونه په ځانګړې توګه هغه کسان چې ځانونه د ځمکې پر مخ د خدای استازي ګڼي، د خپلو اقداماتو په تړاو هېچا ته ځواب  ویونکي نه دي او په تصمیم نیولو کې د خلکو رایو او ګټو ته اهمیت نه ورکوي. هغوی د سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو په تړاو د نظر څرګندولو حق په خپل انحصار کې راولي او که په دې تړاو څه وایي هم فلټر کوي او تحریفوي یې.  د طالبانو رژيم د ديکتاتورۍ د يوې مهمې بېلګې په توګه ځان د خدای استازي ګڼي، خلک پر حقیقت د پوهېدو وړ نه ګڼي او اطلاعاتو ته د هېوادوالو د لاسرسي حق په رسمیت نه پېژني.

کله چې متقي غواړي د خبرو نه کولو او پټ ساتلو پر اهمیت ټينګار وکړي، د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر د مړینې یادونه کوي، چې د هغه له مړینې دوه کاله وروسته څوک ترې خبر نه وو او طالب جنګیالیو لا هم د هغه اطاعت کاوه. د طالبانو د رژیم او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، د یوه مړه شوي قوماندان او مشر اطاعت هېڅ عیب نه لري. دا مهمه نه ده چې یو مړی نشي کولای قضیې درک او پرېکړې وکړي یا پر اوسني وضعیت پوه شي. دا تر ډېره په دې دلیل ده، چې په پاکستان کې د طالبانو مشرتابه د پېښور او کوټې شوراګانې لرلې او د دوی مهمې پرېکړې د ځینو هېوادونو د استخباراتو له مداخلې پرته نه کېدلې. کله چې د طالبانو پرېکړه د بل هېواد د استخباراتو لخوا کیږي، نو د دې ډلې لپاره یو مړ شوی مشر یو ښه او بې جنجاله غوراوی کېدای شي. کله چې متقي د ملا عمر د مړینې د خبر د پټ ساتلو خبره کوي، مانا یې دا ده چې که د دوی ډلې ته یو ژوندی مشر مهم وای، نو د پېښې پټ ساتل به یې د ښه کار په توګه نه یادول. دا احتمال هم شته، چې د هېوادونو استخباراتو او د ملاعمر نږدې پلویانو د هغه مړینه ان له ملا متقي  هم پټه کړې وي. اوس چې د ملا هبت الله په نوم یو کس د طالبانو مشري کوي، هغه هم د پردې تر شا دی او له خلکو سره مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه نه لري. د داسې رژیم مشر نشي کولای خپلې پرېکړې د ټولنې د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ وکړي، ځکه چې هغه د ټولنې په تړاو پر څه نه پوهیږي او احتمالاً خپلې پرېکړې له افغان ولس پرته د نورو خلکو په مشوره کوي.

د امیرخان متقي په څرګندونو کې دویم مهم ټکی د سټراتېژۍ د نشتوالي په تړاو د ویاندویانو د ملاحظاتو له امله پر هغوی نیوکه ده. متقي د طالبانو وياندويان رټي چې هغوی د طالبانو د امارت په کورني او بهرني سياست کې د ستراتيژۍ د نشتوالي په تړاو خبرې او يا شکايت کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دې ډلې ویاندویانو ته وایي چې د طالبانو د کورني او بهرني سیاست او تګلارې په تړاو د دې ډلې د مشر په اختریزو پیغانونو څرګندې شوې دي. هغه په ټينګار سره وایي چې د طالبانو د مشر په اختریز پیغامونو کې د بشري حقونو، د نجونو د ښوونځیو د نه پرانېستل کېدو، کورني سیاست او بهرني سیاست په ګډون بېلابېل موضوعات را اخلي، چې هره کلمه یې په دقت سره غوره کړې او د دې ډلې ویاندویان یې باید د سټراټېژۍ د را اېستلو لپاره په ځلونو ولولي.

د طالبانو رژیم په نړۍ کې یوازینی رژیم دی چې لیکل شوی قانون نه لري. هر طالب جنګیالی پخپله قانون، پولیس، قاضی، جنرال او … دی. هغه هر څه چې وغواړي هغه کوي او هېڅ قانون نشته چې د هغه واک محدود کړي. د قانون په نشتوالي کې هیچا ته ځواب ویونکی نه دی او که شکایت ثبت شي، د هغه د محاکمه کولو لپاره لاسوند ته لاسرسی نه لري. په یوه بې قانونه ټولنه کې واکمنان د خدمتونو برابرول خپل مکلفیت او مسوولیت نه ګڼي، بلکې خپله ډالۍ یې ګڼي، چې که یې زړه ونه شي نه یې وړاندې کوي. داسې وضعیت چې په افغانستان کې له دوه لسیزو وقفې وروسته په تېرو دریېو کلونو کې یو ځل بیا روان دی. له بلې خوا دې وضعیت د طالب جنګیالیو او مشرانو لاسونه ازاد کړي چې د هېوادوالو هر هغه کار چې د دوی خوښ نه شي، غیر قانوني وګڼي او خلک تر فشار لاندې راولي. کله چې قانوني نه وي، محاکمه او شکنجه هم د سلیقو پر بنسټ ترسره کیږي؛ لکه څنګه چې دا هرڅه موږ په تېرو دریو کلونو کې تجربه کړل. عجيبه ده چې په داسې بې قانونه او بې پالیسۍ رژیم کې چارواکي هر وخت د سياست او قانون خبرې کوي. دغه تناقض ان د رژیم ویاندویان ګنګس کړي دي. کله چې دوی د یوې تګلارې د نشتوالي په تړاو شکایت کوي، دا په دې مانا ده چې دوی نه پوهیږي چې څه شی د طالبانو هوایي پالیسي نقضوي او کوم ګام د خیالي پالیسۍ د تحقق لپاره دی. خو متقي پر دې سربېره چې د طالبانو د مشر پیغامونه او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې د رژیم د تګلارې په توګه معرفي کوي، د یوې روښانه تګلارې نشتوالی هم تاییدوي او په ستاینه کې یې وایي، که تګلاره جوړه شي، هره ورځ شرایط بدلېږي او نورې ښکارندې مهمې کیږي، چې پالیسي بې اغېزې کوي. خو هغه پر دې نه پوهېږي چې پالیسي اپډيټ کېدای او د طالبانو د رژیم په څېر په یوه حالت کې نه شي پاتې کېدای او له تېر حالته اوسني حالت ته راتللای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.