• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اوږده کار‌زده‌کړه او لږ معاش؛ د افغانستان په رسنیو کې د ځوانانو ننګونې

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792580409]
AI

AI

په افغانستان کې یو شمېر ځوانان په رسنیو کې د کارزده‌کړې د اوږدو مودو له دوام او د رسمي ګومارنې لپاره د روښانه لرلید له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، د کاري فرصتونو محدودیت، د بېوزلۍ او بېکارۍ پراخېدو ډېر ځوانان اړ کړي چې د مهارت او تجربې له لرلو سره سره، د اوږدې مودې لپاره په لږ معاش یا له معاش پرته کار ته دوام ورکړي. د دوی په باور، کارزده‌کړه باید د زده‌کړې او مسلکي ودې زمینه برابره کړي، نه دا چې د ځوانانو د کاري ځواک د ګټې اخیستنې وسیله وګرځي؛ له همدې امله رسنۍ باید د معاش او کاري امتیازونو په ټاکلو کې د کارکوونکو مهارت، تخصص او کاري تجربه په پام کې ونیسي.

سمیر (مستعار نوم) وايي، په اوسنیو شرایطو کې محدودیتونو او د کاري فرصتونو کمښت د دې لامل شوی چې ځینې کسان د دندې موندلو لپاره اړ شي د دویم یا ان درېیم ځل لپاره د کارزده‌کړې دوره تېره کړي.

هغه وايي: «د کافي کاري تجربې د نشتوالي له امله مې شپږ میاشتې د کارزده‌کوونکي په توګه کار وکړ. عموماً تمه دا وي چې کسان د کارزده‌کړې دورې تر بشپړولو وروسته په رسنیو کې د رسمي ګومارنې فرصت ومومي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې د محدودیتونو او کاري فرصتونو د کمښت له امله ځینې کسان اړ کېږي چې دا دوره په دویم یا ان درېیم ځل تېره کړي.»

سحر (مستعار نوم) وايي، یو شمېر رسنۍ د کارزده‌کوونکو او کارکوونکو له فرصتونو او وړتیاوو ګټه اخلي، خو د هغوی د کار په بدل کې مناسب مالي امتیازونه نه ورکوي. د هغې په وینا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري پراخه شوې او کاري فرصتونه محدود شوي، د معاش له ورکړې پرته یا په ډېر لږ مزد له کاري ځواکه ګټه اخیستنه عادلانه نه ده. رسنۍ باید د کارکوونکو د وړتیاوو، مهارتونو او کاري تجربې له مخې هغوی ته معاش ورکړي.

هغه وايي: «د رسنیو ډېری کارکوونکي، په ځانګړې توګه ښځې چې د کار فرصتونه ورته محدود دي، اړ دي چې په ډېر لږ معاش کار وکړي یا د کارزده‌کوونکو په توګه، له مناسبو مالي امتیازونو پرته، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. دا وضعیت ورځ تر بلې ستونزمنېږي؛ ځکه د رسنیو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی او کارکوونکو ته د مناسب معاش د ورکړې وړتیا یې کمه شوې ده.»

تقوا (مستعار نوم) په خواشینۍ سره وايي چې تجربه‌لرونکي خبریالان او هغه کسان چې مسلکي مهارتونه لري، کله ناکله د کار اړتیا او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې یو ځل بیا د کارزده‌کوونکو په توګه او له معاش پرته داسې مسوولیتونه پر غاړه واخلي چې په اصل کې د مسلکي او متخصصو کارکوونکو دندې دي.

هغه وايي: «له بده مرغه، د رسنیو په ډګر کې یوه جدي ستونزه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له لېوالتیا او شوقه ناوړه ګټه اخیستنه ده. ډېر کسان د کاري تجربې او مسلکي مهارتونو له لرلو سره سره، د رسنیو د فعالیتونو د ودې او پرمخ بېولو لپاره هڅې کوي؛ خو د اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې د کارزده‌کوونکو په توګه او له مناسب معاش پرته کار وکړي. کارزده‌کړه باید د زده‌کړې، تجربې ترلاسه کولو او مسلکي ودې فرصت وي، نه دا چې له معاش یا مناسبو مالي امتیازونو پرته د متخصص کاري ځواک د ګټې اخیستنې وسیله وګرځي.»

رخسار (مستعار نوم) وايي، که څه هم یو شمېر رسنۍ د ملاتړو پروژو له لارې فعالیت کوي او د کارزده‌کوونکو لپاره هم معاش ټاکل کېږي، خو په ځینو مواردو کې دغه پیسې کارزده‌کوونکو ته نه رسېږي او هغوی له مالي امتیازونو پرته کار ته دوام ورکوي. هغه وايي: «د رسمي کارکوونکو او کارزده‌کوونکو ترمنځ توپیر او له هغوی سره نابرابر چلند د کارزده‌کوونکو شخصیت او پر ځان باور ته زیان رسولای شي او په هغوی کې د بې‌ارزښتۍ احساس پیاوړی کولای شي.»

امید (مستعار نوم) وايي، د تجربه‌لرونکو او ماهرو ځوانانو لپاره جبري کارزده‌کړه د کار بازار له تریخو واقعیتونو ده. د هغه په وینا، ډېر ځوانان د مهارتونو او کاري تجربې له لرلو سره سره، د کاري فرصتونو د کمښت یا خپلې تخصصي برخې ته د لېوالتیا له امله اړ کېږي چې د کارزده‌کوونکو په توګه فعالیت وکړي.

هغه وايي: «کارزده‌کړه په خپله منفي کار نه دی؛ ځکه زده‌کړه او تجربه ترلاسه کول د مسلکي ودې او پرمختګ د بهیر برخه ده. ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې له تجربه‌لرونکو او ماهرو ځوانانو د معاش له ورکړې پرته یا د ډېرو لږو مالي امتیازونو په بدل کې کار واخیستل شي. ځوانان مناسبو کاري فرصتونو ته اړتیا لري، څو وکولای شي له خپلې پوهې او مهارتونو ګټه واخلي، اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي او د خپل ښه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي.»

شراره (مستعار نوم) وايي، د ځوانانو لېوالتیا او انګېزه باید د هغوی د کاري ځواک د استثمار پر وسیله بدله نه شي. د هغې په وینا، کارزده‌کړه باید د زده‌کړې، تجربې ترلاسه کولو او مسلکي پرمختګ فرصت وي، نه د هغو ځوانانو د استثمار لاره چې د ښه راتلونکي د ترلاسه کولو په هیله رسنیو ته ورځي. هغه وايي: «په رسنیو کې د کار کولو د خپلې تجربې له مخې وایم، له بده مرغه ځینې رسنۍ د ځوانانو له لېوالتیا، شوق او کاري تجربې د ترلاسه کولو له اړتیا ناوړه ګټه اخلي. ځوانان د مهارت او وړتیا له لرلو سره سره، د بېکارۍ او کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې د کارزده‌کوونکو په توګه فعالیت وکړي؛ خو په ډېرو مواردو کې نه معاش ترلاسه کوي او نه هم هغه ژمنې عملي کېږي چې د ګومارنې پر مهال ورسره شوې وي.»

احمد (مستعار نوم) چې نږدې درې کاله کېږي په یوه خصوصي رسنۍ کې د کارزده‌کوونکي په توګه فعالیت کوي، وايي چې په دې موده کې د خپلو کاري مسوولیتونو د ترسره کولو په بدل کې یوازې د میاشتې زر افغانۍ ترلاسه کوي. د هغه په وینا، هر ځل چې د رسمي ګومارنې غوښتنه کوي، د رسنۍ مسوولان د بودیجې نشتوالی د ګومارنې د بهیر د نه دوام لامل بولي.

هغه وايي: «زه او یو شمېر نورو نجونو او هلکانو په یوه خصوصي رسنۍ کې کار کاوه. په پیل کې مو هېڅ معاش نه ترلاسه کاوه؛ خو د مالي ملاتړي تر پیدا کېدو وروسته، هره میاشت ۵۰ ډالره راکول کېدل. له دې سره سره، د ځینو پروژو له ځنډېدو وروسته ډېر کارکوونکي له دندو ګوښه شول او له موږ وغوښتل شول چې خپلې همکارۍ ته وړیا دوام ورکړو. څرنګه چې له رسنیو سره مې کار کولو ته لېوالتیا لرله، دا شرایط مې ومنل او خپلو فعالیتونو ته مې دوام ورکړ.»

په همدې حال کې، جلا وطنه خبریال او د رسنیو د څار بنسټ پخوانی مسوول صدیق‌الله توحیدي وايي، په افغانستان کې د خبریالانو ځاني او کاري خوندیتوب له جدي ستونزو دي. د هغه په وینا، یو شمېر رسنۍ د لګښتونو د کمولو لپاره مسلکي او تجربه‌لرونکي خبریالان چې کلونه یې په دې برخه کې کار کړی، په لږ معاش او د کارزده‌کوونکو تر نوم لاندې ګوماري او ان میاشتې او کلونه یې په همدې دریځ کې ساتي؛ په داسې حال کې چې دغه کسان کافي مسلکي مهارتونه او تجربه لري.

ښاغلی توحیدي وايي: «په افغانستان کې دننه خبریالان نه نه ځاني خوندیتوب لري نه کاري. رسنۍ هم د عمل کولو لازمې ازادۍ نه لري او مالي سرچینې یې په سختۍ محدودې شوې دي. ان ځینې هغه رسنۍ چې له ډېرې مالي وړتیا برخمنې دي، د طالبانو تر ادارې لاندې د رسنیزو فعالیتونو د راتلونکي د ناڅرګندتیا له امله له لویو پانګونو ډډه کوي. له بلې خوا، د اعلانونو له لارې د عوایدو کمېدو هم د رسنیو مالي وضعیت سخت کړی دی.»

د توحیدي په وینا، په افغانستان کې دننه خبریالان داسې خپلواکه او ځواب‌ویونکې مرجع نه لري چې د خپلو مسلکي حقونو د دفاع او د هغوی لپاره د غږ پورته کولو په موخه ورشي. طالبان هم د خبریالانو وضعیت او ستونزو ته پاملرنه نه کوي او تر ډېره هڅه کوي چې له رسنیو څخه تبلیغاتي ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر واک د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د دې ډلې لګول شویو محدودیتونو په تېرو پنځو کلونو کې د رسنیزو فعالیتونو فضا سخته تنګه کړې ده. دوی زیاته کړې وه چې سانسور، معلوماتو ته پر لاسرسي محدودیتونه، پر نیوکې بندیز او د نیول کېدو اندېښنې خبریالان ځان‌سانسورۍ ته اړ کړي او د پېښو د ازاد انعکاس امکانات یې کم کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.