د «مزارات» په نامه کتاب چاپ شو!
محمد عزيز پردېس

د سيد محسن کندهاري (مزارات)، د کندهار د پنځلسو زيارتونو منظوم تاريخ دی چې د بابا صاحب، شاه اغا، شېرقلندر، سيدابدال اغا، کابلشاه او داسي نورو وليانو معرفي، تاريخ او خرق عادات په منظومه ژبه پکې بيان شوي دي.
د سید محسن کندهاري د مزاراتو رساله ښاغلي مطيع الله روهیال له دوو قلمي نسخو څخه چي یوه يې د نوموړي په خپل خط لیکل شوې ده او بله يې د ارواښاد عبدالاحد اخندزاده غریبک په قلم لیکل شوې او دواړه قلمي نسخې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خطي څانګه کې محفوظ دي، په ۱۶۰ پاڼو کې برابره کړې ده چې په تازګۍ سره، د چاپ په ګاڼه سينګار شو. ښاغلي روهيال د دې کتاب د سریزي او لمنلیکونو ترڅنګ د ځینو موضوعاتو په باب ضروري تعلیقات هم ورسره مله کړي دي.