د ۸صبح ساحوي موندنې ښيي چې د طالبانو له لوري د نشهيي توکو پر کرکېلې او سوداګرۍ له بندیز وروسته، په هلمند کې د یو کیلو تریاکو بیه له درې زره افغانیو ۵۰ زرو افغانیو ته لوړه شوې ده. د شرافت، سربانکلا، سنګین، موسیکلا، بهرامچې او چنجیر بازارونه په دې ولایت کې د تریاکو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو دي. یو شمېر ځایي سرچینې تاییدوي چې د طالبانو قوماندانان او چارواکي هم په دغو بازارونو کې پانګونه لري، د نشهيي توکو په سوداګرۍ کې شریک دي او له دې لارې ګټه ترلاسه کوي. د هغوی په وینا، هبتالله هم د دغو بازارونو له فعالیته خبر دی، خو د طالبانو د چارواکو د ګټو له امله له هغوی سره پر چلند کولو سترګې پټوي. د ۸صبح موندنې ښيي چې د طالبانو چارواکي د هلمند کې په لرې پرتو سیمو کې د تریاکو پر کرکېلې سربېره، خپلې پخوانۍ زېرمې هم بازار ته وړاندې کوي. د دې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو ځایي قوماندانان او جنګیالي په سویلي ولایتونو کې د خپلو رسمي دندو ترڅنګ، په پراخه کچه د نشهيي توکو په سوداګرۍ او قاچاق کې هم لاس لري. اوسمهال په سویلي ولایتونو کې د نشهيي توکو، په تېره بیا د تریاکو لوی قاچاق کوونکي تر ډېره د طالبانو غړي او د دې ډلې ځایي چارواکي دي. د دې راپور موندنې هم ښيي چې د هبتالله د ځانګړې قطعې قوماندان د تریاکو په زېرمه کولو کې له ځایي قاچاق کوونکو سره شریک دی.
دا راپور د ۸صبح د ساحوي معلوماتو او د خبریالانو د عیني مشاهداتو پر بنسټ چمتو شوی دی. موندنې ښيي چې د هلمند په لرې پرتو سیمو او هغو ولسوالیو کې چې پخوا پکې د نشهيي توکو سوداګري کېده، یو ځل بیا د تریاکو ناقانونه پېر او پلور په پراخه کچه دود شوی او دغه بازارونه د طالبانو د ځایي قوماندانانو له لوري د نشهيي توکو پر مهمو سوداګریزو مرکزونو بدل شوي دي.
طالبانو له تېر حکومت سره د جګړې پرمهال د هلمند سنګین ولسوالۍ، په دې ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو د حضور له امله «کوچنی کابل» بلله. دغه ولسوالي اوس د نشهيي توکو پر سوداګریز مرکز بدله شوې او په ډېرو سیمو کې یې داسې بازارونه شته چې په ښکاره پکې د نشهيي توکي پېر او پلور کېږي . ۸صبح په دې ولسوالۍ کې د نشهيي توکو په سوداګرۍ کې له ښکېلو کسانو سره خبرې کړې دي.

شرافت بازار
د «شرافت» بازار د سنګین ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۲۰۰ متره واټن لري. دغه بازار د تېر حکومت پر مهال هم د نشهيي توکو د پروسس او پېر او پلور له مهمو مرکزونو ګڼل کېده او اوس هم فعال دی. په دغه بازار کې په ښکار د تریاکو او نور نشهيي توکو پېر او پلور کېږي او هره ورځ سلګونه کسان په دغه ځای کې پر کار بوخت وي.
په دې مرکز کې د نشهيي توکو په سوداګرۍ کې یو ښکېل کس چې د تېر حکومت له وخته په دغه بازار کې د تریاکو د شېرې پر پېر او پلور بوخت دی، وايي چې تر هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د نشهيي توکو پر سوداګرۍ بندیز ولګاوه، د شرافت په بازار کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه تریاک چې سوداګر یې د ورځې په اوږدو کې پېر او پلور کوي، د طالبانو د ځایي قوماندانانو او ان د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو دي.
د تریاکو دغه پلورونکی زیاتوي چې یو شمېر طالبانو په هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو کې له ملکي خلکو زرګونه کیلوګرامه نشهيي توکي پېرلي او د بیې د لوړولو په موخه یې زېرمه کړي دي او اوس دغه توکي د سوداګرۍ لپاره سیمهییزو بازارونو ته راوړي.
دغه سړی وايي، حاجي حبیبالله اسحاقزی د دې ولسوالۍ له مهمو قاچاقبرانو دی او د طالبانو له جدي ملاتړه برخمن دی. د هغه په وینا، حاجي حبیبالله اسحاقزی اوسمهال په خپلو زېرمتونونو او ګودامونو کې سلګونه کیلوګرامه تریاک ساتي او د اړتیا پر مهال یې د نشهيي توکو فعالو بازارونو ته لېږدوي او پلوري. د هغه په وینا، حاجي حبیبالله اسحاقزي د نشهيي توکو د زېرمتونونو د جوړولو لپاره د طالبانو له مهم غړي عبدالاحد حاجي طالب څخه مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

عبدالاحد حاجي طالب د طالبانو له مهمو غړو او د ملا هبتالله د امنیتي ساتونکو مشر دی. هغه په قوم اسحاقزی دی او د تېر حکومت په وروستیو کلونو او د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د هلمند والي و. وروسته ملا هبتالله هغه د «هبتې قطعې» د قوماندان په توګه وګوماره.

د یوې سرچینې په وینا، د عبدالاحد حاجي طالب ترڅنګ، یو شمېر هغه طالب چارواکي چې اوس په کابل کې په لوړو کچو کې دندې ترسره کوي، هم په هلمند کې د تریاکو د پېر او پلور په مرکزونو کې پانګونه کړې او له دغو بازارونو د پام وړ عاید ترلاسه کوي.
دغه سرچینه وايي: «په شرافت بازار کې ۷۰ سلنه پانګونه د طالبانو د مشرانو او مهمو غړو له لوري شوې ده. هغوی کوچنیو قاچاق کوونکو ته پیسې ورکوي او هغوی په تریاکو سوداګري کوي؛ یوه برخه پیسې یې له ځان سره پاتې کېږي او یوه برخه خپلو شریکانو ته ورکوي. په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ په رسنیو کې وايي چې د نشهيي توکو سوداګري منع ده، دا یوازې نمایشي بڼه لري؛ ځکه ټول بازارونه له نشهيي توکو ډک دي او د ګټې لویه برخه بېرته خپله طالبانو ته رسېږي.»
سروان کلا
د سنګین ولسوالۍ په لوېدیځه برخه کې بله سیمه چې اوس د نشهيي توکو، په تېره بیا د تریاکو د پروسس او پېر او پلور له سترو مرکزونو ګڼل کېږي، «سروانکلا» سیمه ده.
د تریاکو یو پلورونکی ۸صبح ته وايي چې د سربان بازار شاوخوا ۲۰ کاله کېږي فعالیت کوي او د جمهوري نظام پر مهال، د نشهيي توکو د پېر او پلور ترڅنګ، د وسلو د پېر او پلور له مرکزونو هم ګڼل کېده.
دغه سړی چې له اتو کلونو راهیسې په سربان بازار کې د تریاکو پر سوداګرۍ بوخت دی، وايي چې د تېر حکومت پر مهال هم د طالبانو لوړپوړو مشرانو د تریاکو پر زېرمه کولو پانګونه کړې وه او په دې سوداګرۍ کې یې د پام وړ ونډه لرله. هغه زیاتوي چې تر هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت منع کړ، همدا د طالبانو ځایي ځواکونه دي چې په خپلو ځمکو کې د نشهيي توکو کښت ته دوام ورکوي او وروسته یې محصولات د پلور لپاره د سنګین بازارونو ته راوړي.
هغه وايي، په لومړي کال کې چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه منع کړ، د یوه «کندهاري من» تریاکو بیه ۲۰۰ زره افغانیو ته ورسېده؛ خو تر هغې وروسته چې ځایي طالب غړو او قوماندانانو یو ځل بیا په پټو کروندو کې د کوکنارو کښت پیل کړ، د تریاکو بیه له ۱۰۰ تر ۱۲۰ زرو افغانیو ته راټیټه شوه او اوس یو ځل بیا پرهماغه لومړنۍ بیه، یعنې ۲۰۰ زره افغانیو، پلورل کېږي.
د تریاکو دغه پلورونکی زیاتوي: «طالبان په دغو بازارونو کې شریک دي او ډېره ستره پانګونه یې کړې ده. هر مشر زموږ د سوداګرو په منځ کې خپل کسان لري. دغه کسان د طالبانو لپاره سوداګري کوي. کله چې د حکومت په کچه کومه ستونزه رامنځته شي، د طالبانو مشران یې د حل تر شا ولاړ وي. په کلیوالو سیمو کې ځمکې دېوال کوي او په هغو کې تریاک کري او هېڅوک یې مخه نه نیسي.»
د هلمند یو کروندګر هم وايي چې د موسیکلا، کجکي، سنګین، ګرشک، نوزاد، واشیر، باغران او ناومیش په ګډون د دې ولایت د شمالي ولسوالیو په یو شمېر پټو سیمو کې لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي او طالبان یې د له منځه وړلو لپاره جدي هڅه نه کوي. هغه زیاتوي چې هلمندي سوداګرو او د طالبانو لوړپوړو غړو د ګاونډیو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې ځمکې په اجاره نیولي دي، څو پکې کوکنار وکري.
دغه کروندګر وايي چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې په سنګین کې د «شرافت» په نوم د تریاکو د پېر او پلور بازار وتاړه، خو دغه بازار یوازې پنځه ورځې تړلی و او وروسته یې بېرته په عادي ډول فعالیت پیل کړ.

هغه زیاتوي: «په شمالي ولسوالیو کې ډېر تریاک کرل کېږي. له حاصلاتو وروسته یې د پلور لپاره د ولسوالیو سیمهییزو بازارونو ته راوړي. یو ځل شرافت بازار وتړل شو، خو بېرته پرانیستل شو.»
د هلمند یو بل اوسېدونکی هم پر طالبانو سخته نیوکه کوي او وايي، هغه مهال چې طالبان په افغانستان کې واکمن نه وو، خپله به یې له خلکو د «زکات» په نوم یو څه اندازه تریاک غوښتل؛ خو واک ته له رسېدو او مالي سرچینو ته له لاسرسي وروسته یې د عامو خلکو لپاره د تریاکو کښت منع کړی او خپله د نشهيي توکو پر کرکېله او سوداګرۍ بوخت شوي دي.
هغه وايي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله هم له دې موضوع خبر دی؛ خو د خپلو شخصي ګټو د ساتنې له امله د کوکنارو د پټو کروندو او د هغو د پېر او پلور بازارونو د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

د هلمند دغه اوسېدونکی زیاتوي چې اوسمهال په دې ولایت کې د نشهيي توکو په سترو بازارونو کې د شاوخوا ۳۰۰ دوکانونو لرونکی سنګین بازار، د موسیکلا بازار، د بهرامچې بازار او د نادعلي ولسوالۍ د چنجیر بازار شامل دي. د هلمند دغه اوسېدونکی چې د تریاکو له بازارونو سره بشپړه بلدتیا لري، ټینګار کوي چې دا په هلمند کې د نشهيي توکو له سترو بازارونو دي او تریاک او نور نشهيي توکي د افغانستان له بېلابېلو سیمو دغو بازارونو ته راوړل کېږي.
د هلمند د تریاکو د سوداګرو او قاچاق کوونکو په وینا، هغه نشهيي توکي چې د دغه زون له بېلابېلو ولایتونو راټولېږي، د پاکستان او ایران له قاچاقي لارو نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري پر۱۴مه، د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده ته منسوب فرمان خپور کړ او ویې ویل چې له تر دې وروسته په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت، تولید او پېر او پلور «منع» دی او له سرغړوونکو سره به د «اسلامي شریعت» له مخې چلند کېږي. په دغه فرمان کې راغلي وو: «د دې فرمان له صادرېدو وروسته، په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکېله په بشپړه توګه منع ده او هېڅوک له دې وروسته نه شي کولای د دې بوټي د کښت هڅه وکړي.»
تر هغې وروسته هم د ۸صبح ګڼو راپورونو ښودلې ده چې د طالبانو ځایي چارواکي د نشهيي توکو په پېر او پلور کې لاس لري. په دې وروستیو کې د هلمند په ولایت کې د ۸صبح ساحوي موندنې ښيي چې د طالبانو د ادعا او د دې ډلې د واقعي کړنو ترمنځ ډېر واټن شته.
د تریاکو د بیې او قاچاق پر زیاتوالي سربېره، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر راپورونه په افغانستان کې د صنعتي نشهيي توکو، په ځانګړې توګه د متامفتامین د ګواښ د زیاتېدو خبر ورکوي. دغه بنسټ د نړۍ په کچه د نشهيي توکو په تړاو د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د متامفتامین د تولید د زیاتېدو شواهد شته او ښايي د تریاکو د تولید له کمېدو سره هممهاله د دې مادې بازار په سوېللوېدیځه اسیا او له هغې هاخوا سیمو کې پراخ شي. دغه بنسټ د ۲۰۲۵ کال په راپور کې هم په افغانستان کې دننه او د افغانستان په شاوخوا کې د متامفتامین د کشف او ضبط د مواردو د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د کشفونو له زیاتېدو سره هممهاله د دې مادې د بیې کمېدل د عرضې د زیاتېدو نښه ده.


