د یمن حوثيانو ویلي چې د امریکا د هوايي ځواک یوه پرمختللې اېم-کیو-۹ بېپیلوټه الوتکه یې ویشتې ده.
د اسوشیېټډپرېس د راپور پر بنسټ، دې ډلې سېشنبه د اپرېل پر ۲۹مه خپلو رسنیو کې د د دغې بېپیلوټه الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې پر یو توغندي ویشتي ده.
د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند برایان جي مکګیري په یمن کې د دغې بېپیلوټه الوتکې د غورځېدو خبر منلی او په وینا یې، په دې هکله پلټنې روانې دي.
ورته مهال، حکومتي سرچینو په یمن کې د یوې بېپیلوټه الوتکې برید خبر ورکړی چې له کبله یې پنځه کسان وژل شوې دي.
دا برید د تعز په ښار کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمه کې لومړۍ کرښې ته نږدې شوی چې حوثیان او حکومتي سرچینې یو پر بل د دغې بېپیلوټه الوتکې د برید تورونه لګوي.
له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا چې حوثیانو د یمن شمالي او پلازمېنه صنعا نیولې، لږترلږه پنځه امریکایي بېپیلوټه الوتکې د دغې ډلې له خوا ویشتل شوې دي.