د کابل ښار د لسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د پټاقیو د ډېر او بېځایه کارولو او چولو په ځانګړې توګه د شپې په وروستیو ساعتونو کې اندېښنه څرګندوي. دوی وایي، د پټاقیو د چولو درنو غږونو د کورنیو ارامي ګډوډه کړې او د کورنۍ د غړو، په تېره بیا په ماشومانو کې یې د وېرې او ناامنۍ احساس رامنځته کړی دی. د دغو اوسېدونکو په وینا، په داسې حال کې چې خلک د ژوند له بېلابېلو ستونزو او فشارونو سره مخ دي، د پټاقیو پرلهپسې چول هم پر یوې بلې اندېښنې بدلې شوې او د دوی ارامي او هوساینه یې ترې اخیستې ده.
د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکی عبدالله د پټاقیو له کارولو او له امله یې له رامنځته کېدونکي شورماشوره شکایت کوي. د هغه په وینا، د پټاقیو لوړ غږ یې د کورنۍ د ورځې ارامي او د شپې خوب ګډوډ کړی او د کورنۍ په غړو کې یې وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.
د کابل دغه اوسېدونکی وایي: «تازه د ایران له جګړې افغانستان ته راغلی وم. یوه شپه ویده وو، چې ناڅاپه د پټاقۍ ډېر لوړ غږ واورېدل شو. په بیړه مې ماشومان له خوبه راویښ کړل؛ فکر مې وکړ چې جګړه پیل شوې ده. خپلې کورنۍ ته مې وویل، د ایران له جګړې راوتښتېدو، خو اوس دلته هم جګړه پیل شوې ده. څو دقیقې وروسته پوه شوم چې د پټاقۍ غږ و.»
عبدالله زیاتوي: «په ځینو کورنیو کې ناروغان او زاړه کسان هم شته او د پټاقیو لوړ غږ د ماشومانو پر روحیې هم منفي اغېز کوي. په اوسنیو شرایطو کې هېڅوک د ژوند له ستونزو او اندېښنو خوندي نه دي او د پټاقیو کارول د خلکو لپاره پر یوې بلې ستونزې بدل شوي او د کورنیو ارامي یې ګډوډه کړې ده.».
د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې مریم احمدي وایي، د شپې په پیل، نیمه شپه او د خوښیو د مراسمو پر مهال د پټاقیو کارول، که څه هم د ځینو خلکو لپاره د ساعتتېرۍ او خوښۍ څرګندولو وسیله ده؛ خو ناوړه پایلې یې باید له پامه ونه غورځول شي.
د کابل دغه اوسېدونکې وایي: «د پټاقیو لوړ او ناڅاپي غږ د ماشومانو، زړو کسانو، ناروغانو او هغو خلکو د وېرې او اضطراب لامل کېدای شي، چې ارامۍ ته اړتیا لري. پر دې سربېره، د پټاقیو کارول د سوځېدو، سترګو او لاسونو ته د زیان رسېدو او ان د اورلګېدنې خطر هم لري. په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر ټولنه کې- چې ډېرې کورنۍ یې د ژوند له ستونزو او سختو شرایطو سره مخ دي، د شپې په ساعتونو کې په لوړ غږ د خلکو د ارامۍ ګډوډول د نورو خلکو حقونو او هوساینې ته نه پاملرنه ده.»
د کابل ښار د لسمې ناحیې بل اوسېدونکی نعمت (مستعار نوم) وایي، که څه هم د ورځې په اوږدو کې هم د نقلیه وسایطو غږونه د ښاریانو لپاره ځوروونکي دي، خو د شپې اصلي ستونزه د پټاقیو کارول او د کورنیو د ارامۍ ګډوډېدل دي.
د کابل دغه اوسېدونکی وایي: «د شپې له اتو بجو د سهار تر درېیو بجو پورې پټاقۍ چووي. دې وضعیت ماشومان اندېښمن کړې دي. زما په باور، دا وضعیت د طالبانو د نه پاملرنې او ناغېړۍ پایله ده. که څه هم د ډزو غږ نه اورېدل کېږي، خو په دې وروستیو کې د پټاقیو غږونه زیات شوي او په ځینو مواردو کې ان د ډزو له غږونو هم لوړ اورېدل کېږي.»
نعمت زیاتوي: «د ګذر وکیلانو د جمعې تر لمانځه وروسته په جومات کې په دې اړه بحث وکړ او د پټاقیو د کارولو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه؛ خو له دې سره سره، خلک د دې ستونزې د حل په برخه کې د طالبانو پر رسېدنې ډېر باور نه لري او تر اوسه په دې برخه کې کوم اغېزناک اقدام نه دی شوی.»
د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې کوثر (مستعار نوم) وایي، په وروستیو میاشتو کې د خوښیو په مراسمو کې د پټاقیو د کارولو زیاتوالي د ښاریانو رواني ارامي ګډوډه کړې او دا کار د کورنیو د نارضایتۍ لامل شوی دی
د کابل دغه اوسېدونکې زیاتوي: «د خوښیو د مراسمو د لمانځلو د اصولو نه مراعاتول او د پټاقیو کارول، په ځانګړې توګه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د ښاریانو، په ځانګړې توګه د زړو کسانو او ناروغانو د ځورېدو لامل کېږي. که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پټاقیو واردات او کارول منع کړي دي، خو د دې پدیدې د مخنیوي لپاره جدي څارنې او دوامداره عملي اقداماتو ته اړتیا ده.»
این در حالی است که وزارت امر به معروف و نهی از منکر طالبان استفاده از پتاقی و مواد مشابه در مراسمهای عروسی، جشنها و سایر محفلهای خوشی را ممنوع اعلام کرده است.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ودونو، جشنونو او نورو خوښیو مراسمو پر مهال د پټاقیو او ورته موادو کارول منع کړي دي.
څه موده وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو، چې د غږیزې ککړتیا، په ځانګړې توګه د شپې د پټاقیو د غږونو له امله ارامي نه لري. دوی ټینګار کړی و، چې د پټاقیو ډېر او بېځایه کارلو یې ژوند سخت کړی او د خلکو د غږ اورېدو او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره هېڅ مرجع نشته.


