• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ایران ته د جګړې تر سیوري لاندې کډوالي؛ هېوادوال: د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ناچارۍ خطرونه منو

ایلیا ایلیا
۲۸ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784458053]
Exclusive + Social Media

Exclusive + Social Media

یو شمېر هېوادوال وايي که څه هم چې په ایران کې د ناامنۍ له زیاتېدو او د جګړې له امله له رامنځته شویو ګواښونو پوره خبر دي، خو بې‌وزلۍ او بېکارۍ اړ کړي دي چې دغه هېواد ته کډوال شي. دوی زیاتوي چې د کاري فرصتونو نشتوالی، ټولنیز محدودیتونه او اقتصادي فشارونه د دې لامل شوي چې د دغه سفر خطرونه پر ځان ومني. د دوی په وینا، که په هېواد کې د کار او عاید زمینه برابره وای، هیڅکله دې ته تیار نه وو چې له کړکېچ سره په مخ هېواد کې خپل ژوند په خطر کې واچوي. دوی ټینګار کوي چې په ایران کې د نیول کېدو، تبعیض، جبري اېستل کېدو او ناامنۍ له خطرونو سره سره، دغه هېواد ته کډوال کېدل د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په اوسنیو شرایطو کې له پاتې کېدو غوره ګڼي.

دا هېوادوال څرګندوي چې ایران ته د سفر د قانوني لارو محدودیت او په تور بازار کې د ویزو لوړو بیو اړ کړي دي څو دغه هېواد ته د تللو لپاره له ناقانونه لارو اقدام وکړي؛ هغه لارې چې ځاني خطرونه او لا ډېرې ستونزې لري. دوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې خبرداری ورکوي که په افغانستان کې اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونه ښه نه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به له هېواده د کډوالۍ بهیر له دې هم ډېر زیات شي.

یوه هېوادواله حسیبا (مستعار نوم) په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو په  تړاو اندېښنه ښيي. هغه وايي چې شاوخوا یو کال وړاندې له ایرانه په زوره له را اېستل کېدو وروسته افغانستان ته راستنه شوې ده؛ خو په دې موده کې یې مېړه او زامن نه دي توانېدلي چې کوم کار پیدا کړي. د هغې په وینا، له راستنېدو وروسته بېکارۍ او د ژوند ستونزو د دوی کورنۍ له سختو فشارونو سره مخ کړې او اړ کړي یې دي چې بېرته ایران ته ستانه شي.

دا مېرمن چې ایران ته د بېرته سفر د لګښت پوره کولو لپاره یې د کور وسایل پلورلو ته ایښي دي، وايي: «یو کال وړاندې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې موږ له دغه هېواده راواېستو. په لومړیو درېیو میاشتو کې د خپل خسر په کور کې اوسېدو او له هغې وروسته مو کرایي کور ونیو. په دې موده کې مو ډېرې سختۍ وګاللې. کومې پيسې چې مو له ایرانه له ځان سره راوړې وې، د کور په ورځینو لګښتونو مصرف شوې. په دې یو کال کې نه زما زامنو او نه مې مېړه وکړای شول کار پیدا کړي څو خپل ژوند پرې پرمخ بوځو. موږ د ښه ژوند لپاره کابل ته راغلو، خو کار پیدا نه شو.»

حسیبا وايي: «اوس مو د کور ټول وسایل پلورلي څو بېرته ایران ته لاړ شو. که څه هم په ایران کې جګړه ده، خو بله چاره نه لرو؛ لږ تر لږه هلته د کار فرصت پیدا کېږي څو وکړای شو خپل ژوند تېر کړو. خپل یو زوی مو هم د قاچاق له لارې ایران ته لېږلی دی. اوس د کور وسایل پلورو څو د کور د کرایې، د ورځني ژوند او ایران ته د بېرته سفر لګښتونه برابر کړو.»

بل هېوادوال ا نظیف وايي د کار موندلو او د خپلې کورنۍ د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هوډ  لري، ایران ته کډوال شي. هغه زیاتوي چې د لارې له خطرونو او د ایران له کورني بې ثباته وضعیت خبر دی؛ خو د کاري فرصتونو نشتوالي او اقتصادي فشارونو اړ کړی چې دا خطرونه ومني. د هغه په باور، په ایران کې د ژوند د سختیو ګالل د ده لپاره په افغانستان کې د بې‌عایده او بې‌کاره ژوند له دوامه غوره دي.

دا ځوان چې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د ماسټرۍ سند لري، وايي: «ماسټري لرم، خو د کار زمینه نشته. کار هغو کسانو ته شته چې یا طالبانو ته نږدې وي او یا په شخصي ادارو کې قوي واسطه ولري. ډېره هڅه مې وکړه؛ شپه او ورځ د کار موندنې په سایټونو کې د کار په لټه کې وم، خو کومه پایله مې ترلاسه نه کړه. کله چې انسان مجبور شي، خطر هم قبلوي. کډوالي کوم څو شاید زموږ برخلیک بدل شي. غوره ده د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هڅه وکړو، تر دې چې پر ناسمو لارو لاړ شو.»

بل هېوادوال رضوان وايي بې‌وزلۍ، بېکاري او د اوسني وضعیت له امله رامنځته شوي فشارونه د دې لامل شوي چې ډېری خلک له هېواده د وتلو فکر وکړي. هغه زیاتوي سره له دې چې په ناقانونه لارو کې د کډوالو د مړینې یا ورکېدو په اړه ګڼ راپورونه ورکول کېږي، خو دغه خطرونه نه دي توانېدلي ایران ته د کډوالۍ په تړاو د یو شمېر هېوادوالو پرېکړه بدله کړي. د هغه په وینا، ډېری هېوادوال سره له دې چې د لارې له سختیو، امنیتي خطرونو او د ایران له بې ثباته وضعیته خبر دي، خو بیا هم دا خطرونه په افغانستان کې په سختو اقتصادي شرایطو کې له پاتې کېدو غوره ګڼي.

رضوان وايي: «له بده مرغه بې‌عدالتي، د کار په سپارلو کې د وړتیا نه په پام کې نیول او پراخه بېکاري د دې لامل شوې چې د هېواد ډېری مخکښ ځوانان د کډوالۍ فکر وکړي. ډېری هغه کسان چې له افغانستانه وځي، د کار او د ژوند د تامین لپاره ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ته ځي، نه د چکر او تفرېح لپاره.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي ایران ته د افغانانو د کډوالۍ زیاتوالی د اقتصادي ناورین د دوام، د کاري فرصتونو د نشتوالي او د کورنیو د عاید د کمښت پایله ده. دوی زیاتوي د دغه بهیر دوام کولای شي په کور دننه د ماهرو او متخصصو کاري ځواکونو د کمښت لامل شي او پر تولید او اقتصادي وده منفي اغېزه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالنصیر رښتیا وايي د هېوادوالو د اوسنیو کډوالیو لویه برخه اقتصادي رېښه لري. هغه زیاتوي د کاري فرصتونو رامنځته کول، له خصوصي سکټوره ملاتړ او په تولید کې پانګونه د اقتصادي کډوالیو د کمولو بنسټېزې حل‌لارې دي.

رښتیا وايي: «اکثریت هغه کسان چې له افغانستانه وځي، اقتصادي کډوال دي؛ ځکه د کار او د عاید د فرصتونو نشتوالی هغوی اړ کوي څو د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره له هېواده بهر لاړ شي. یو شمېر خلک د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره ناقانونه کډوالیو ته مخه کوي چې ان خپل ژوند هم له خطر سره مخ کوي.»

د طالبانو له لوري د خپرو شویو وروستیو شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۴مې پورې ۷ زره او ۹۰۳ تنه کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له ایرانه د کډوالو د راستنېدو او اېستلو بهیر د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیلېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو وروسته چټک شوی دی. له دې سره هممهاله ګاونډیو هېوادونو پر کډوالو ډېر محدودیتونه لګولي چې د هغوی د اوسېدو او تګ راتګ شرایط یې لا سخت کړي دي.

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل یو راپور کې اعلان کړی و چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان کډوال چې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، په ټولنه کې د بېرته مېشتېدو لپاره له پراخو ننګونو سره مخ دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دغو راستنېدونکو یوازې شاوخوا ۱۱ سلنه ثابت کار لري او لویه برخه یې د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.