• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د کانونو استخراج؛ د پراختیا د ژمنې او د طبیعي سرچینو د لوټ او تالان ترمنځ

۸صبح ۸صبح
۸ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785417754]
AFP

AFP

د افغانستان د شمال ختیځ بډایه کانونه په ځانګړې توګه په بدخشان او تخار ولایتونو کې چې د ځايي خلکو د ژوند د ښه والي او اقتصادي پراختیا لپاره سرچینه کېدای شول، په وروستیو کلونو کې د شخړو، د نارڼې ګڼې اخیستنې او د طبیعي سرچینو د حیف و میل کېدو د پراخو تورونو پر چورلیز بدل شوي دي. ځایي څېړنې او راپورونه ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغو ولایتونو کې د سرو زرو او نورو کاني توکو د استخراج بهیر د حاجی بشیر نورزی، قاري فصیح‌الدین، مولوي امان‌الدین او جمعه فاتح  په ګډون د دغې ډلې په ځواکمنو کسانو پورې د اړوند شبکو د حضور له لارې په رسمي او غیررسمي توګه پر مخ وړل کېږي. دغه راپور په ډاګه کوي چې د اغېزناکې څارنې نشتوالي، د روڼتیا کمزورتیا او د نفوذي شبکو حضور د دې زمینه برابره کړې چې د کانونو د عایداتو لویه برخه د واک د محدودو کړیو لاس ته ولوېږي؛ په داسې حال کې چې د سیمې اوسېدونکي د دغو شتمنیو له اقتصادي ګټو خورا لږه ونډه ترلاسه کړې ده.

د شمال ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه تخار او بدخشان، د طبیعي شتمنیو له پلوه د افغانستان تر ټولو بډایې سیمې ګڼل کېږي. دا ولایتونه د ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو، په ځانګړي توګه د لاجوردو او زمردو او دغه راز د سرو زرو په څېر درنو فلزاتو د لرلو له امله ځانګړی شهرت لري. په تخار او بدخشان کې څه باندې ۷۷ ډوله کاني توکي او ارزښتمن فلزات پېژندل شوي دي. دا سرچینې د دغو ولایتونو او ټول هېواد په اقتصادي غوړېدا کې بنسټیز رول لرلای شي؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغو کانونو د استخراج، مدیریت او د تر لاسه شویو عایداتو د وېش بهیر له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د دغو کانونو له پیاوړي ظرفیت سره سره، د لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي، کمزوري مدیریت، په استخراج کې د فساد او جوړښتي ستونزو له امله له هغو سمه او پایېدونکې ګټه نه ده اخیستل شوې.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کانونو استخراج په دوو – رسمي او غیررسمي – لارو ترسره کېږي. په رسمي برخه کې د کان‌کیندنې شرکتونه د اداری پړاوونو له تېرولو او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د  جواز له ترلاسه کولو وروسته د کار اجازه مومي. په دغو پړاوونه کې معمولاً د تخنیکي او مالي اسنادو وړاندې کول، د غوښتونکي ارزونه، د جواز صادرول او پر بهیر څارنه شاملېږي. له دې سره سره، د کانونو د استخراج د فعالیتونو یوه لویه برخه په غیررسمي توګه د ځايي وسله‌والو یا بې‌جوازه ډلو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د طالبانو د ځینو قوماندانانو او چارواکو ملاتړ ورسره دی. د اغېزناکې څارنې نشتوالی او په دغو چارو کې د طالبانو د یو شمیر مشرانو لاسوهنې د عمومي عایداتو پر کمېدو او شخصي ګټې اخیستنې سربېره، د بدخشان او تخار خلکو ته پراخ چاپیریالي، اقتصادي او ټولنیز منفي زیانونه لرلې دي.

 

Exclusive

د جواز ترلاسه کولو بهیر

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د کانونو د استخراج د جوازونو د وېش بهیر بېرته پیل شو. خو دغې ډلې د جواز اخیستلو پړاوونه دومره پېچلي کړي چې د ناوړه ګټې اخیستنې، بډې اخیستو او یا له سوداګریزو شرکتونو سره د شريکېدو زمینه برابروي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د جواز غوښتونکو شرکتونو سره د هغو معیاري تړونونو له مخې تړون کوي چې د دغه وزارت د تخنیکي معینیت له خوا چمتو شوي دي. دا تړونونه ۱۶مادې لري چې د کان کیندنې اړوند شرایط، ژمنې او مکلفیتونه ټاکي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نمونوي تړون په دویمه ماده کې څرګنده شوې چې د کانونو شرکتونه باید مسلکي پرسونل، پرمختللي وسایل او لازمې اسانتیاوې ولري. دغه راز، دا شرکتونه مکلف دي چې د استخراج لپاره اړین بنسټونه جوړ کړي، د سرو زرو د چاڼولو په بهیر کې د ځمکې پر سر او ځمکې لاندې اوبو د اصولو له مخې ګټه واخلي، فاضله توکي او فاضله ډبرې په مناسبو ځایونو کې زېرمه کړي او استخراج شوي توکي د پلور او بازارموندنې لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ ولېږدوي.

د دغه تړون پنځمه ماده د شرکتونو مکلفیتونو ته ځانګړې شوې ده. د دې مادې له مخې، شرکتونه موظف دي چې د استخراج عملیات د تخنیکي اصولو له مخې په مسلکي بڼه ترسره کړي، د استخراج شویو توکو درې میاشتني راپورونه وزارت ته وسپاري، د چاپیریال ساتنې اصول مراعات کړي او د ضميي  موادو د کشف په صورت کې کانونو وزارت خبر کړي. دغه راز، شرکتونه اړ دي چې د دغه وزارت د پلاویو د تفتیش او څارنې زمینه برابره کړي.

په عمل کې د استخراج د جواز ترلاسه کول له ګڼو خنډونو سره مخ دی. د اداري پړاوونو اوږدوالی، لوړ لګښتونه، د مقرراتو پېچلتیا او د اداري فساد شتوالی د دې لامل شوی چې ځینې غوښتونکي له رسمي لارې تېر شي او غیررسمي فعالیتونو ته مخه کړي. همدا راز، بېلابېل راپورونه ښيي چې په ځینو سیمو کې کان کیندونکي مجبور دي د طالبانو ځايي وسله‌والو ډلو ته په غیر رسمي توګه پیسې ورکړي څو خپل کار ته دوام ورکړي یا خوندیتوب ترلاسه کړي. دا تادیات د استخراج لګښتونه زیاتوي او د قانوني پانګونې انګېزه له منځه وړي.

فساد د کانونو په برخه کې یو له مهمو ننګونو دی. راپورونه د ناقانونه جوازونو د صادرېدو، د اداري چارو د چټکتیا لپاره د بډو اخیستو، د استخراج او پلور په شمېرو کې د غلاوو او لاسوهنې او د نفوذ لرونکو کسانو او استخراج کوونکو ترمنځ د د پټ جوړجاړي ښودنه کوي. دا ډول کړنې نه‌ یوازې د عمومي عایداتو د کمېدو لامل کېږي، بلکې د ولس باور ماتوي، د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ نښتې رامنځته کوي چې په بایله کې یې ګڼو ځایي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي او له طبیعي سرچینو د غیر مسوولانه ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

طالباني رژیم ته ورکول کېدونکي لګښتونه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د نمونوي تړون په نهمه ماده کې د پلانونو د پلي کولو، د سیمې د بیا رغولو، ټولنیزو خدمتونو او امنیت د ټینګښت لګښتونه داسې راغلي دي:

 

د تادیې ډول   افغانۍ
د ځايي ګټو د پلان پلي کول ۶۹۰,۰۰۰
د ټولنیزو خدمتونو د پلان پلي کول ۷۵۰,۰۰۰
د چاپیریالي مدیریت د پلان پلي کول ۴۳۵,۰۰۰
د روغتیا او خوندیتوب د پلان پلي کول ۲۷۹,۰۰۰
د کورني امنیت د پلان پلي کول ۴۶۴,۰۰۰
د استخراجي پلان پلي کول ۲۶,۱۸۰,۰۰۰
د سیمې بیا رغول ۱,۱۸۵,۰۰۰

د امتیاز حق او ضمانت

د دغه تړون دیارلسمه ماده شرکتونه مکلفوي چې ۵۷ زره او ۹۴۰ افغانۍ د چاپیریال ساتنې د ضمانت په توګه ورکړي. دغه راز، د څوارلسمې مادې له مخې، د ځمکې د هر جریب لپاره د امتیاز حق (رویالتي) د میاشتې ۴ ګرامه سره زر ټاکل شوی چې باید د طالبانو مالیې وزارت ته وسپارل شی.

له مافیایي مدیریت سره بهرني شرکتونه

ځایي شمېرې ښيي چې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د کانونو شاوخوا ۲۷۰۰ شرکتونه او په سلګونو غیررسمي کارغالي فعالیت کوي. د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په بدخشان کې ۱۵۰ چینايي، ۱۲ روسي او ۱ ازبکستاني شرکت او په تخار کې ۷۰ چینايي، ۷ روسي او ۱ ازبکستاني شرکت د پرمختللیو وسایلو په لرلو سره د سرو زرو پر استخراج بوخت دي. دا شرکتونه په بدخشان کې د شهر بزرګ، راغستان، شیوه، دروازونو او امو سیند په غاړو کې او په تخار کې د چاه‌اب ولسوالۍ په سمتی، شول‌دره، وارجی، خطایان او تنګي فرخار سیمو کې کار کوي.

دا شرکتونه او د سرو زرو د استخراج نور لوی شرکتونه چې ډېری یې له سویلي ولایتونو د راغلیو کسانو اړوند دي، په دغو ولایتونو کې د حاجی بشیر نورزی له مافیايي شبکو سره د تړلو کسانو له لوري چې د هبت‌الله په استازیتوب فعالیت کوي او دغه راز په تخار او بدخشان کې د فیصل خراسانی، حاجي ملنګ او حاجي غلام حیدر تخاري په ګډون هغه ته د نږدې کسانو له خوا مدیریت کېږي.

د ځايي کان‌کیندونکو د معلوماتو له مخې، څه باندې ۴۰۰ کورني شرکتونه چې له سویلي ولایتونو راغلي، په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د چینایي انجینرانو د سروې له مخې د سرو زرو ډېرې زېرمې لري. ځايي اوسېدونکي په دغه بهیر کې یوازې په کوچنیو برخو کې د لږ عاید په بدل کې ګومارل کېږي.

دغه راز د سرو زرو د پاکولو، بسته بندۍ او پېر او پلور وسایل هم په حاجي بشیر نورزي پورې د اړوند شبکې له خوا اداره کېږي.

wikipedia

د کانونو او پټرولیم وزارت د نمونوي تړون د رښتینولۍ ارزونه

ناخپاره شوي راپورونه او د ځايي څارونکو او کان‌کیندونکو معلومات ښيي چې دا تړونونه په عمل کې هېڅ نه پلي کېږي. په تخار او بدخشان کې د کانونو سیمې د حاجي بشیر نورزي د شبکو او د هغه د ملګرو د شبکو له لوري پر مخ وړل کېږي. د دغو راپورونو پر بنسټ، د استخراج بهیر د قانوني پړاوونو او اسنادو له ترسراوي پرته د دغو شبکو د ځینو شرکتونو له لوري ترسره کېږي. دغو ډلو د سلګونو وسایطو، درنو تجهیزاتو او وسله‌والو کسانو په لېږدولو سره پراخ استخراج پیل کړی او په دغه بهیر کې له شته تړونونو سره سم هېڅ څارنه او حساب ورکونه نشته.

د  کانونو وزارت د قراردادي کان‌کېدونکو په تړاو د دغو راپورونو څېړنه ښيي چې دا تړونونه په عمل کې له جدي ناخوالو سره مخ دي. د هغوی له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د قاري فصیح‌الدین، مولوي امان‌الدین او جمعه فاتح په ګډون د طالبانو په ځینو ځایي مشرانو پورط اړوند کسان په شیوه، شهر بزرګ او دروازونو کې د کومې ونډې له ورکړې پرته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره شریک دي او له کان‌کیندونکو ۵۰ سلنه عایدات ترلاسه کوي.

 

Exclusive

 

داسې راپورونه شته چې ښیي د شکي ولسوالۍ په «زنګریا» کلي کې له یوه چینايي شرکته یو میلیون ډالره د ضمانت په توګه اخیستل شوي او د درواز ځايي ادارې ته سپارل شوي دي.

همداراز د دغو څېړنو موندنې ښيي چې د طالبانو ډله  «۲۰ سلنه د امارتي ونډې» «خمس» ورکولو له مدرسو او د طالبانو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مرستې په نومونو او دغه راز د عایدو پنځه سلنه د خپلو مشرانو او حقاني شبکې استازو ته په نغدي توګه ورکوي.

جمعه فاتح ته د نږدې سرچینو په تړاو یو تحقيقي راپور ښيي چې د درواز ولسوالیو د کان‌کیندنې له ۱۷۰۰ پروژو په ۷۰۰ کارغالو کې د فاتح وروڼه شریکان دي او د ترلاسه شویو عایداتو ۸۰ سلنه ترلاسه کوي.

د بدخشان له کانونو ترلاسه شوې پیسې چېرته لګېږي؟

له کانونو ترلاسه شوي عایدات د روڼتیا د نشتوالي له امله په ناانډوله بڼه وېشل کېږي. د راپورونو له مخې، یوه برخه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ته، بله برخه پانګوالو او استخراج کووونکو ته او په ځینو مواردو کې غیررسمي وسله‌والو او شبکو ته رسېږي. په مقابل کې له دغو اقتصادي سرچینو د ولس ونډه خورا لږ ده او د عایداتو ډېره برخه له رسمي او امارتي څرخې بهر تبادله کېږي.

Exclusive

که څه هم د کانونو د دقیق عاید رسمي ارقام نشته، خو د دغې برخې د فعالانو څېړنې ښیي چې په میاشت کې شاوخوا له ۳۵ تر ۴۰ میلیون ډالره نغدې پیسې د طالبانو د یو شمېر مشرانو او د هغوی د نږدې کسانو جیبونو ته تويېږي.

له کانونو ترلاسه شوې پيسې د حاجي بشیر نورزي او په هغه پورې اړوند ځایي شبکو له لوري پر شخصي لګښتونو سربېره، د طالب مشرانو د مالي اکمال، وسلو پېرلو، د افغانستان د خلکو ځپلو او د القاعده په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو د ورځنیو لګښتونو لپاره کارول کېږي.

همداراز شواهد ښيي چې د دې عایداتو لویه برخه متحدة عربي اماراتو، ترکیې او قطر ته لېږدول شوې او هلته په ودانیزو شرکتونو، لکه «عزیزی ګروپ» کې پانګونه پرې شوې ده. عزیز ګروپ په وروستیو کلونو کې له طالب مشرانو سره نږدې اړیکې پاللي او د دې ډلې د غیر شفافو مالي سرچینو په لېږد او قانوني کولو کې یې رول لرلی دی. څه موده وړاندې د دغه ګروپ رییس میرویس عزیزي په افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو پانګونې خبر ورکړ؛ هغه موضوع چې د کارپوهانو په باور د هېواد له کانونونو د ترلاسه شویو مالي سرچینو د یوې برخې د لېږد او مشروعیت یوه لاره کېدای شي.

د ځايي طالبانو عایدات بیا په هېواد ننه او بهر کې د کورونو، ځمکو او لوکسو تجهیزاتو په پېرلو مصرفېږي. په شمال ختیځو ولایتونو او کابل کې د طالبانو د یوه سیمه ییز مشر جمعه فتح د پانګونې په اړه سیمه ییز راپورونه ښيي نوموړي په تېر یو کال کې په درواز کې له ۳۵۰۰ کارګرانو یوازې د «خمس» له ونډې هره ورځ له یو کيلو ډېر سره زر ترلاسه کړي دي. د دغو راپورنو له مخې، په تېر یو کال کې د راټولو شویو سرو زرو اندازه ۳۶۰ کیلوګرمو ته رسېږي.

دغه راز راپورونه ادعا کوي چې د فاتح وروڼو د ۱۴۰۵ کال په غويي میاشت کې په کندوز ولایت کې شاوخوا ۶۵ کیلوګرامه سره زر پلورلي دي. دوی د کندوز په خان‌اباد کې ۵۰ جریبه ځمکه، درې درې پوړیزې ودانۍ او په کندوز او کابل کې دوه کورونه پېرلې دي.

 

Exclusive

له بلې خوا، د شته معلوماتو له مخې، د جمعه فاتح د عایداتو یوه برخه د فصیح‌الدین، امان‌الدین او انس حقاني په ګډون د طالبانو ځینو مشرانو ته ورکول کېږي. د ځينو راپورونو له مخې په بدخشان کې د وروستیو نښتو او جنجالونو یو مهم لامل د جمعه فاتح په ګډون د سیمه ییزو طالبانو له لوري د کانونو د عوایدو د مدیریت او ګټې اخیستنې د څرنګوالي پرسر اختلاف بلل شوی دی. دغو اختلافاتو طالب مشران اړ کړل چې سرحدي سیمو او کان‌کیندونکو سیمو ته سلګونه نوي تازه دم ځواکونه ولېږي.

له دې ټولو سره سره، که څه هم د بدخشان او تخار خلک د دغو کانونو تر څنګ ژوند کوي، خو له دغو شتمنیو دومره ګټه نه ترلاسه کوي. د کار فرصتونه تر ډېره په درنو او لږ عاید لرونکو کارونو پورې محدود دي او د ښوونې او روزنې، روغتیا، سړک جوړونې او عامه خدمتونو په څېر برخو کې له کانونو د ترلاسه شویو عایدو په تناسب پانګونه نه ده شوې. پر دې سربېره، ناقانونه او غیر اصولي استخراج چاپېريال ویجاړ کړی، ځمکې یې ویجاړې کړې، اوبه یې ککړې کړې او په ځینو سیمو کې یې ټولنیزه ترینګلتیا زیاته کړې ده.

په ټوله کې د بدخشان او تخار کانونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره لوړ ظرفیت لري؛ خو له دې ظرفیته سمه او پایېدونکې ګټه اخیستنه د کانونو په نظام کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري. د یوه باوري او قانوني حکومت نشتوالي چې وکړای شي د جوازونو بهیر شفاف کړي، له فساد سره مبارزه وکړي، پر استخراج څارنه زیاته کړي، د عایداتو سم وېش تضمین کړي، د پانګونې امنیت وساتي او ځايي خلکو ته خپله عادلانه ونډه ورکړي، په هېواد کې د پایېدونکې پراختیا او ټولنیز عدالت د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.