د کانونو او پټرولیم وزیر هارون چخانسوري د هغو څرګندونو په ځواب کې چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې لېږد «تاپي پروژې» کار نه دی پېل شوی ویلي، تاپي خیالي پروژه نه ده او پر دې پروژې ډېره پانګونه شوې ده.
نوموړي چې د غبرګولي په شپاړسمه د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره یې په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، د تاپي پروژې په هکله په افغانستان کې دننه یو لړ تخنیکي کارونه روان دي او درې میاشتې وروسته به د عملي کار ځانګړې وخت په ډاګه شي.
چخانسوري د ۸صبح خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د هرات ځينې خلک تاپي یوه خیالي پروژه ګڼي وویل: «تاپي خیالي پروژه نه ده، که خیالي وای آسیایي بانک به د یو میلیارد ډالرو ژمنه نه کوله.»
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه، په هرات کې به د ګازو د ګټې اخیستو لپاره ۵۳۰ میلیون ډالره پانګونه وشي؛ خو په دې پروژه کې د ځنډ لامل په ترکمنستان کې د آسانتیاوو نه برابرېدل دي. له بلې خوا ځینو افغان چارواکو تایید کړې، چې په هېواد کې ناامني د تاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ دی.
درې کاله مخکې ولسمشر محمداشرف غني د تاپي پروژې د تطبیق په پرانیستونکو مراسمو کې چې د ترکمنستان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر هم پکې ګډون درلود ویلي و، چې د تاپي پروژې ګاز به تر راتلونکو دوو کلونو د هراتیانو کورونه روښانه کړي؛ خو له دغې ژمنې یو کال تېر شو او تراوسه په افغانستان کې د تاپي پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.