د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار کې د تخت رستم حفاظتي دېوال د جوړېدو چارې څه موده مخکې پيل شوې وې، په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
د ملي پراختيا شرکت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دېوال چې ۴۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري مالي لګښت يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورکول کېږي او د رغولو چارې يې د دغه شرکت له لوري عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د تاریخي ځایونو او د نامتو استوپو د ويجاړېدو په اړه اندېښمن دي او په دې هکله له اړوندو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
تخت رستم د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې له نوموتو ځایونو ګڼل کېږي او هر کال ګن شمېر سیلانیان د دغې لرغونې سیمې د لیدلو په موخه سمنګان ولایت ته ورځي.