• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د شیدو ورکولو په اړه ناسم باورونه؛ د غیر علمي دودونو تر سیوري لاندې د میندو او ماشومانو روغتیا

ایلیا ایلیا
۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787154710]
Al Jazeera

Al Jazeera

په افغانستان کې د نسایي ولادي برخې یو شمېر ډاکټران وایي چې د شیدو ورکولو په اړه ناسم باورونه او دودیزې سپارښتنې میندې او نوي زېږېدلي ماشومان له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې ځینې میندې د دغو باورونو له امله خپلې لومړنۍ شیدې ماشوم ته نه ورکوي، له ځینو خوړو او مېوو ډډه کوي او د ناروغۍ پر مهال هم د ډاکټر پر ځای کورنیو درملنو ته مخه کوي. د ډاکټرانو په وینا، دا محدودیتونه د مور د شیدو د کمېدو لامل کېدای شي چې په پایله کې د ماشوم د کمزورۍ، خوارځواکۍ او د ودې د ګډوډۍ لامل کېږي. دوی ټینګار کوي چې د مور د خوړو د اغېز او د ماشوم د ناروغۍ په تړاو ډېر عام باورونه علمي بنسټ نه لري او میندې د شیدو ورکولو په موده کې متوازنو خوړو، استراحت او د کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه ډاکټران له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د مور لومړنۍ شیدې یا اورګه د ماشوم د ژوند په لومړیو ورځو کې د تغذیې له مهمو سرچینو دي او له ماشومه د دغو شیدو اخیستل د هغه روغتیا له خطر سره مخ کولای شي. دوی زیاتوي چې فشار، ناکافي خواړه او د شیدو ورکولو د سمې طریقې نه مراعتول هم د مور د شیدو د کمېدو لامل کېږي. د دوی په وینا، ځینې کورنۍ ان ناروغې میندې هم له ډاکټر ته له تلو او درملو له کارولو منع کوي چې دا کار د مور د درملنې بهیر زیانمنولای شي.

ډاکټران ټینګار کوي چې که د شیدو ورکولو په بهیر کې ستونزه رامنځته کېږي، میندې باید روغتیايي کارکوونکو ته مراجعه وکړي او کورنۍ باید د دودیزو او غیرعلمي سپارښتنو پر ځای د مور ملاتړ وکړي.

د نسایي ولادي برخې یوه ډاکټره مسېحه فخریار وایي چې په افغانستان کې د شیدو ورکولو په اړه ناسم باورونو د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. هغه زیاتوي چې ځینې کورنۍ د دودیزو باورونو له امله د ماشوم د زېږېدو په لومړیو ورځو کې ماشوم ته ګلوکوز، د څارویو شیدې یا دودیز درمل ورکوي او په دې توګه ماشوم له کافي مورنیو شیدو بې برخې کېږي.

د فخریار په وینا، دغه کړنې د ماشوم د انتان، نس ناستې، خوارځواکۍ او د ودې د ځنډېدو خطر زیاتولای شي. هغه ټینګار کوي چې د کورنۍ ملاتړ او له روغتیايي کارکوونکو مشوره اخیستل د دغو ناسمو باورونو د زیانونو مخه نیولای شي.

فخریار ۸صبح ته وایي: «ماشوم ته د مور د شیدو پر ځای اوبه، د څارویو شیدې او دودیز درمل ورکول د غذایي موادو د کمښت، انتان، خوارځواکۍ او د ماشوم د ودې د ځنډېدو لامل کېدای شي. کورنۍ باید له مور سره مرسته وکړي چې وکړای شي په سمه توګه شیدې ورکړي او که ستونزه پیدا شي، روغتیايي کارکوونکو ته مراجعه وکړي.»

دغه ډاکټره زیاتوي چې ځینې میندې د مېړه، مور یا خواښې تر اغېز لاندې د شیدو ورکولو سمه طریقه نه تعقیبوي. هغه وایي چې کورنیو ته د مور او ماشوم د مناسبې تغذیې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعه کولو په اړه پوهاوی ورکول د ماشوم د روغتیا د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د نسایي ولادي برخې بله ډاکټره لمیا امیني وایي چې د مور د لومړنیو شیدو یا په اړه ناسم باورونه لا هم په ځینو کورنیو کې شته. هغه زیاتوي چې یو شمېر کورنۍ دغه شیدې ماشوم ته مناسبې نه ګڼي او د زېږون په لومړیو ورځو کې یې پر ځای ماشوم ته د څارویو شیدې، ګلوکوز یا نور خواړه ورکوي. د امیني په وینا، د مور لومړنۍ شیدې یا اورګه غذایي مواد او د ماشوم د بدن د دفاعي سیستم پیاوړي کوونکي عناصرو لري او له دغو شیدو د ماشوم بې برخې کول د هغه روغتیا ته زیان رسولای شي. هغه ټینګار کوي چې مور باید له زېږون وروسته سملاسي شیدې ورکول پیل کړي او که د شیدو په تولید کې ستونزه وي، له روغتیايي کارکوونکو دې مرسته واخلي.

دغه ډاکټره وایي: «د مور لومړنۍ شیدې ماشوم ته ډېرې مهمې دي او د واکسین په څېر عمل کوي. دا باور چې لومړنۍ شیدې خرابې دي یا ماشوم ته زیان رسوي، سم نه دی او مور باید له زېږون وروسته شیدې ورکول پیل کړي.»

د امیني په وینا، ماشوم باید په لومړیو میاشتو کې یوازې د مور له شیدو تغذیه شي او له مرستندویه خوړو وروسته باید خواړه د ماشوم د عمر او د هضم د وړتیا له مخې برابر شي.

هغه زیاتوي: «ځینې میندې د شیدو د زیاتولو لپاره له غیرعلمي لارو کار اخلي یا د نورو د سپارښتنې له مخې ماشوم ته خوږ چای، اوبه، د څارویو شیدې او کورني خواړه ورکوي؛ په داسې حال کې چې د نوي زېږېدلي ماشوم د هاضمې سیستم په لومړیو ورځو کې د ډېرو دغو موادو د هضم وړتیا نه لري. که په لومړیو درېیو ورځو کې د مور شیدې کافي نه وي، مور باید روغتیايي مرکز ته ولاړه شي او د روغتیايي کارکوونکو په مشورې سره د ماشوم د تغذیې مناسبه لاره وکاروي. دغه راز فشار، درانه کارونه او د خوب کمښت د مور د شیدو اندازه کمولای شي او شیدې ورکوونکې میندې کافي خوړو، مایعاتو او استراحت ته اړتیا لري.»

د نسایي ولادي برخې بله ډاکټره بنفشه عارفي وایي چې د شیدو ورکولو په اړه ځینې تېروتنې او ناسم باورونه د دې لامل کېږي چې ماشومان له مورنیو شیدو بې برخې شي. هغه زیاتوي چې له زېږون وروسته په لومړۍ ورځ د شیدو نه پیلول، د سینې د ټپ او سوري له امله د شیدو پرېښودل او ژر وچو شیدو یا د څارویو شیدو ته مخه کول د ځینو میندو له عامو تېروتنو دي.

د عارفي په وینا، د شیدو ورکولو پر مهال د ماشوم د خولې لپاره د تي ناسم نیول او فشار هم د شیدو ورکولو بهیر ګډوډولای شي او مور دې پایلې ته رسوي چې شیدې یې ماشوم ته بسنه نه کوي.

عارفي وایي: «له زېږون وروسته په لومړۍ ورځ د شیدو نه پیلول یوه مهمه تېروتنه ده. په دې سره د شیدو د تولید اړوند هورمونونه په کافي اندازه نه تحریکېږي. خو ځینې میندې د تي د ټپ او سوري کېدو له امله شیدې بندوي یا فکر کوي چې ماشوم نه مړېږي او له همدې امله وچو شیدو او د څارویو شیدو ته مخه کوي؛ په داسې حال کې چې هر څومره مور ماشوم ته زیاتې شیدې ورکړي، د شیدو تولید هم زیات تحریکېږي او دا کار د مور او ماشوم دواړو لپاره ګټور دی.»

دغه ډاکټره د شیدو ورکولو پر مهال د ځینو خوړو د نه خوړلو په اړه ناسم باورونه ردوي او ټینګار کوي چې میندې باید د خپل روغتیا او د ماشوم د اړتیاوو د پوره کولو لپاره متوازنه او کافي خواړه ولري.

عارفي زیاتوي: «ځینې میندې د شیدو ورکولو پر مهال تی د بیاتي په ډول نیسي او په فشار سره د شیدو لارې بندوي. په ځینو مواردو کې مور نه پوهېږي چې ماشوم تی څنګه ونیسي او همدا لامل کېږي چې شیدې په کافي اندازه ونه وځي او مور فکر وکړي چې شیدې یې کمې دي. په خلکو کې یو ناسم باور دا دی چې د مور لومړنۍ شیدې چټلې او درنې ګڼي او فکر کوي چې د ماشوم د هاضمې سیستم یې نه شي هضمولای؛ په داسې حال کې چې دغه شیدې د ماشوم د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره له ګټورو انټي باډیو ډکې دي. ځینې کورنۍ دا شیدې غورځوي او پر ځای یې ماشوم ته اوبه، ګلوکوز یا نور خواړه ورکوي چې دا په بشپړه توګه ناسم کار دی.»

په افغانستان کې ځینې کورنۍ د مور د شیدو د کمښت د جبران لپاره دودیزو لارو ته مخه کوي او ماشوم ته د بارتنګو، ساکو او کوچو په څېر شیان ورکوي. په ځینو مواردو کې میندې د دودیزو باورونو له امله د ناروغۍ پر مهال له درملو منع کېږي او کورنۍ اجازه نه ورکوي چې د شیدو ورکولو په موده کې ځینې خواړه او مېوې وخوري.

دغه کورنۍ باور لري چې ځینې خواړه او مېوې په مستقیم ډول پر ماشوم اغېز کوي او د ناروغۍ یا ناراحتۍ لامل کېږي. خو ډاکټران وایي چې ډېری دغه باورونه علمي بنسټ نه لري او د مور د خوړو بېځایه محدودول د هغې تغذیه له ستونزې سره مخ کولای شي.

ډاکټران ټینګار کوي چې شیدې ورکوونکې میندې باید متوازن خواړه او کافي مایعات ترلاسه کړي او د ناروغۍ پر مهال د هر ډول درملو له کارولو یا بندولو مخکې له روغتیايي کارکوونکو سره مشوره وکړي. دوی له کورنیو غواړي چې د شیدو ورکولو په موده کې د دودیزو باورونو د تحمیل پر ځای د مور ملاتړ وکړي، څو وکړای شي مناسبه تغذیه او منظم شیدې ورکول دوام ورکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.