۸صبح، کابل: پر بشري حقونو د څار بنسټ په جګړو کې د ښکېلو هېوادونو د وګړو د رواني روغتیا په اړه راپور خپور کړی، چې افغانستان هم یو له دغو هېوادونو دی.
پر بشري حقونو د څار بنسټ دوشنبه د تلې پر ۱۸ د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اټکل کېږي، چې د ټولنې تر نیمایي زیات له دې جملې له ناوړو پېښو وروسته د جګړې له امله تاوتریخوالي، ژورخپګان او اندېښنې تجربه کوي؛ خو تر ۱۰ سلنه کم یې د رواني درملنې ملاتړ ته لاسرسی لري.
«تر اوسه ستونزه لرم، ټوله شپه خوب نه لرم. په اسانۍ سره په غوسه کېږم.» دا په ۲۰۱۹ کال کې له یوه ځانمرګي برید څخه د راپاتې کس خبرې دي، چې وایي د روغتیا او اړتیا په اړه یې چا څه نه دي ترې پوښتلي.
پر بشري حقونو د څار بنسټ د معلولانو د حقونو مدیرې شانتا راو باریګا ویلي: «په ټوله نړۍ کې میلیونونه تنه پر خپل روان د جګړې ناوړه اغېزې تجربه کوي خو د هغوی کم شمېر د اړتیا وړ ملاتړ ترلاسه کوي.»
پر بشري حقونو د څار بنسټ له دولتونو غوښتي، چې د اکټوبر پر ۱۳ او ۱۴ د ایټالیا په روم کې د رواني روغتیا په عمومي ناسته کې ګډون وکړي ترڅو په جګړو کې ښکېلو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو لاس شي.
پر افغانستان سربېره اوکراین، کامرون، د مرکزي افریقا جمهوریت، اتیوپي، غزه، عراق، سویلي سوډان، او سوریه هغه هېوادونه دي، چې د رواني ناروغۍ لوړه سطحه لري.